افغانستان

د اقتصادي ګټو پر سر ۸۰ پولیسو خپل دندي پریښي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۱مه، ۱۳۹۴ ل): د روزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې د لویې لاري پر سر ۸۰ تنو پولیسو خپلي دندي پريښي او په مرکز ترینکوټ کې میشت شوي دي.

د روزګان ولایت چارواکي وایې، دغه ۸۰ تنه پولیس د دهراود ولسوالۍ د مرکز او ترینکوټ تر منځ پر لویه لار په ۷ پوستو کې پر دندو ګمارل شوي وه چې اوس یې خپلي دندي او پوستې پریښي دي.

د روزګان ولایت د امنیت امر رحیم الله خان رسنیو ته وویل چې د لویې لاري پولیسو او د دهراود ولسوالۍ د امنیه قومندان محمدنبي ترمنځ اختلاف رامنځته شوی، ویل کیږي چې امنیه قومندان د پولیسو د پوستو د قومندان سپکاوی کړی.

د دهراود ولسوالۍ یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته وویل چې د امنیه قومندان محمدنبي او د پوستو د قومندان دادګل ترمنځ د لویې لاري د اقتصادي ګټو له امله اختلاف رامنځته شوی.

په سیمه کې د لویې لاري مسافر د پولیسو او اربکیانو څخه سر ټکوي او وایې چې په زور تري پیسي اخلي او زوروي یې، څه موده وړاندي د روزګان ولایت د پولیسو یوه داسي ویډیو هم نشر شوه چې پکې د ځوانانو او ډیر عمر لرونکو مسافرو ږیري ور غچي کوي او وهل ډبل ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x