نظــر

ډالرو څه وکړل ؟

د مسلمانانو حالت هم عجیبه دی، تر ننه پوری مونږ نه یو توانیدلی چی د کفارو په منځ کښی د اسلام او مسلمانانو په ګټه ځانته جاسوسان په لویه او یا هم په وړه کچه پیدا کړو خو که په خپلو اسلامی هیوادونو کی یوه نظراندازی وکړو نو ډیر به خفه او مأیوسه شو چی خدایه پاکه دلته خو له بعضو یرغل مزدورو پاچاهانو نیولی بیا تر روشن فکره سیاستمداریانو، شیخ الحدیثانو، پیرصاحبانو، رهبرانو، تش په نوم جهادی قومندانانو او … تر ترجمانانو، عسکرانو، چپړاسیانو، او تر … پوری  په ډیر تعداد کښی د مسلمانانو په ټولنو، هیوادونو، حکومتونو، ګوندونو، دفترونو، تجارتونو او په هر ډول اداراتو او غیر اداراتو کښی به داسی خلک پیدا شی چی هغوی د کفارو د ګټو د خوندی ساتلو لپاره د یو څو ډالرو، مادیاتو او قدرت په خاطر له خپل دین، مذهب، خاوری، ولس، ناموس، حیثیت، غیرت او هغه د وطن پلورونکو کمونستانو په اصطلاح له ضمیر، وجدان او شرف او هر څه څخه په ډیره اسانی سره تیر شی او د خیانت او غداری یو په لاس جوړ شوی خوسئ به تری جوړ شی.
 پدی اړه که ټولو خبرو ته ورګډ شو نو واقعی قیصی پدی برخه کښي بیخی ډيری دی او فکر کوم چی دا ټوله ویب پاڼه به پری ډکه شی خو خبره به لنډؤ، هغه دا چی نن د افغانستان خاوره د ۴۹ یهودو او نصاراؤ د یرغل لاندی شوه نود دغو څلور درجنو وحشی او بډایو یرغلګرو په سر کښي د نړی لوی بډایه ځناوره امریکا راغله او سره ددی چی دوی په ډیرو مود برابرو وسلو هم سمبال ول خو یوازی د وسلو په زور یی افغانستان او افغانان لاندی کول نه غوښتل بلکه دوی په کانټینرونو ډالر هم راوړاندی کړل تر څو په ضعیفو ایمانانو باندی قوی زلزلی راولی او د هغوی د خولو اوبه ورته راشی او د سپیو په څير د ډالرو په څټلو باندی بوخت شی او د اسلام،خاوری او ولس  نوامیس تری په مکمله توګه هیر کړی او دوی په آرامه روحیه باندی د دوی خاوره، دین او ناموس باندی غورځنګونه وکړی،  لکه څرنګه چی دوی اټکل کړی وه نو تقریباً ډیر تعداد خلک یی په ځان او په ډالرو را مات هم کړل چی پدی لړی کښی د شمال ټلوالی نفوس په اوله درجه کښی په ډیر شدت سره جذب کړ او داسی نور منفرد اشخاص او جمعی سازمانونه هم د ډالرو په سریښ کی سخت ښکیل کړل او ایمانونه یی داسی تری توی کړل لکه  شدیده ږلی چی د نازکو ونو ګلان او پاڼی تویی کړی، هغه د روسانو سره د جهاد ککری چی به یی ځانونه بلل او هغه پلاستیکی شیران او قهرمانان یی چی ځانونه بلل په ډيری بیشرمی او سپین سترګی سره تری ګوډاګی خره جوړ شول او یرغلګر یی سره د بارونو خپلو کورنو ته راوستل او دوی ته یی سختی زیاتی په مختلفو ډولونو میلمستیاوی هم وکړی او هیڅ یی په ځانونو کښي د شرم او حیأ نښه پرینښوده، خو هغو اصیلو افغانانو چی د اسلام دین یی پوره منلی وه، ایمانونه یی قوی ول او افغانی ننګ او غیرت یی درلود د یرغلګرو کفارو رنګ، او پلیت اهداف یی وپیژنده او خپل مورال یی له لاسه ورنه کړ او ځانونه یی دالله(جل جلاله) په لاره کښي سپیڅلی جهاد ته منسجم او راټول کړل او په یرغلګرو کفارو او د هغوی په بیننګه دین فروشه ګوډاګیانو یی مرګونی وارونه شروع کړل او دادی نن د الله (جل جلاله) په فضل او نصرت سره ټول هغه بډایه وحشی یرغلګر تیښتی ته اړ شوی دی چی په زرګونو عساکر یی مردار شول او په زرګونه نور یی بی لاسه او بی پښو شول، په لکونو یی لیونی شول او په زرګونو میلیارده ډالر او مادیات یی د مجاهدینو په لاس د اور خوراک شول او نتیجه دا شوه چی پدی دولسو کلونو کی ونه توانیدل چی هغه خپل ناولی خوبونه، طرحی او پروژی پدی شهید پالی سپیڅلی میړنی خاوره کښی پلی او بریالی کړی، دا د الله (جل جلاله) وعده وه او د ریښتینو مسمانانو د جهاد برکت وه چی نن یرغلګر سره له هرڅه بیرته په زنګنونو شول .
 خو تور تاریخ، تور مخونه، او بی آبرویی هغو بیننګو ته پاتی کیدونکی شوه چی  د خدای پاک پر ځایی یی د وخت دجال امریکا او ډالرو ته سجدی وکړی او د هغوی لویی یی بیان کړه، دوی د ابلیس او بلعم باعورا  په قدم روان شول او ځانونو پسی یی خپل پلیت لارویان او پلویان هم روان کړل او که خیر وی د دین فروشه ډالریانو ځایی به پدی دنیا کښی ذلت او شرمنده ګی وی او هر څه به ورڅخه پاته وی، او په اخرت کښی به یی هم ځای جهنم وی، بری، ویاړ او برم به بیرته انشأالله د مؤمنانو وی… ومن الله توفیق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x