نظــر

شاهدغزنیوال : دمدني ټولنو غړي په فقهي موضوعاتوکې دشرعي فتوا ورکولو صلاحیت نه لري

دتیرې دوشنبې په ورځ په کابل کې د يوه راتلونکي سوله ييز افغانستان لپاره د اسلامي همکاري ترعنوان لاندې کانفرانس ترسره شوه چې دکابل ادارې دګڼ شمیر چارواکو ترڅنګ یو شمیر افغاني علماو هم پکې برخه اخیستې وه.  دا چې ددې غونډې اهمیت او رول څومره مهم دي  او په افغانستان کې داشغال په وړاندې پر روان مقاومت څومره اغېز شیندلی شي ، په دې اړه  مو دافغانستان دسیاسي چارو له کار پوه ، لیکوال او شنونکي شاهد غزنیوال  سره لنډه مرکه کړې چې  لوستولو ته یې تاسو درانه مینوال رابولو.

پوښتنه  : ښاغلی غزنیوال صاحب!

د يوه راتلونکي سوله ييز افغانستان لپاره د اسلامي همکاري ترعنوان لاندې کانفرانس  تیره  دوشنبه  په کابل کې دایرشو ، په دې کانفرانس  کې  دمجاهدینو له لوري ترسره کیدونکي استشهادي بریدونه حرام  وبلل شول.،ستاسو په نظر ددا ډول غونډو اصلي موخه څه ده او اغیز يې په کومه کچه ده؟

ځواب : داستشهادي عملیاتو مسئله  یوه  فقهي اوشرعي موضوع ده ، اوپه داشاني مسائلوکې په مسلکي لحاظ بحث  اوڅیړنه  کول  اویا دهغه په اړه  فتوی ورکول یواځې  داسلامي فقه په متخصصو او مسلکي علماوو پوري اړه لري

دکابل رژیم له لوري  د يوه راتلونکي سوله ييز افغانستان لپاره د اسلامي همکاري ترعنوان لاندې کانفرانس کې دمدني ټولنو غړي او دعلماوو په نوم یوشمیرداسې کسان راټول کړي ول چې هغوئ له  فقهي او مسلکي اړخه  د اوړ تیا نه لري چې په علمي اوفقهي موضوعاتوکې خبرې وکړي اویا دهغوئ دجواز اوعدم جواز په اړه فتوی ورکړي .

داسلامي فقه له نظره په شرعي مسائلو کې فتوا ورکول خپل تخصصي مراجع لري ، او دمدني ټولنو غړي په هیڅ صورت په فقهي موضوعاتوکې دشرعي فتوا ورکولو صلاحیت نه لري ځکه دامجال دهغوئ دمسلکي تخصص له ساحې نه وتلي یومجال دی .

اصلا په دغه  کانفرانس کې علماوو شتون نه درلود که واقعا هالته  متخصصو فقهي علماوو شتون درلودلای هغوئ داسې اشتباه نه کوله چې دمدني ټولنو دغړیو له ادرسه داستشهادي عملیاتو دعدم جواز فتوا صادره کړي . لهذا ویلای شو چې داډول دمصنوعي علماوو کانفرانسونه  چې دیرغلګرو ترسیوري لاندې دهغوئ په دستور دائریږي  په افغانستان کې دیرغلګرو خلاف اسلامي مقاومت هیڅ اغیز نه شي لرلای .

پوښتنه :   دترلاسه شویو معلوماتو ترمخه په دې غونډه کې  یوازې دکرزي رژیم دسولې شورا څو غړواو ډیر کم شمیر ملاامامانو او همدارز دځینو مدني ټولنو یو شمیر ښځینه غړو برخه اخیستې  وه ،دنورې دنیا کوم عالم نشو پکې ترسترګو،نو بیا دا په کوم حیثیت نړیوال کانفرانس بللي شو؟

ځواب:  پښتانه متل کوي  چې  اوبو اخستی  دځان ژغورنې په خاطر ځګ ته هم لاس اچوي ، دکابل رژیم چې دفتوا مرجع دمدني ټولني غړي بولي نو دا هم ورته  آسانه ده چې دغه کسان  دنړیوال اسلامي کانفرانس مربوط غړي وبولي او خپل د يوه راتلونکي سوله  ييز افغانستان لپاره د اسلامي همکاري کانفرانس نړیوال اسلامي کانفراس وبولي .

دوئ دتیرکال دکب په میاشت کې په ترکیه کې هم دغسي  غیر مسلکي کسان راټول کړي ول او بیا يي هغوئ دنړیوال اسلامي کانفرانس مربوط یوه برخه وبلل او دهغوئ له خوايي داستشهادي عملیاتو دعدم جواز فتوا صادرکړه .

دکابل رژیم وروسته له هغه  دداشاني جعلي کانفرانسونو په دائرولو پیل وکړ چې کله داسلامي نړۍ  واقعي شرعي علماوو په کابل کې داشغالګرو ترسیوري لاندې دعلماوو په نوم  دکانفرانس دائرول تحریم کړل .

داسلامي نړي علماوو داخبره په ښکاره توروکې څرګنده کړه چې په کابل کې دداشاني کانفرانس دائرول دکرزي لخوا یواځې دیوه اجنبي دستور په ځای کول دی نه داسلامي نړۍ په تیره افغانستان دمهمو فقهي موضوعاتو په اړه خبري کول .

هو ریښتیاهم چې ددغه کانفرانس د دائرولو دستور کرزي له  لندن څخه دبریتانیا دلومړي وزیر له ګډې ناستې وروسته له ځان سره راوړ ، داسلامي نړۍ علماوو هم دا خبره درک کړي ځکه يي اساسا په داسې کانفرانس کې ګډون کول تحریم او هغه يي دمجاهدینوپه خلاف دبهرنیانو دیوه سازشي دستور پلي کول وبلل.

پوښتنه :   له  تیرو یولسو کالو راهیسې داشغالګرو په ضد جهاد جاري دي او استشهادي حملې ترسره کیږي ،پوښتنه دا ده،  چې  نېواکګر او دکابل رژیم  چارواکې ولي دمومره ناوخته دې مسئلې ته متوجه شول ؟

ځواب : استشهادي عملیات دیرغګرو په خلاف دافغان مسلمان ولس په  یولس کلن جهادي مقاومت کې ترټولو موثر تکتیک دی چې دښمن يي له خپلو ټولو پرمختللیو پوځي وسايلو سره له مخنیوي څخه په بشپړه توګه عاجز دی .

امریکایان اودناټو ماتې خوړلي پوځیان په دې خبره اوس پوه شوي چې  ددوئ په مقابل کې دافغانانو مقاومت  شرعي او عقیدوي انګیزه لري چې ددغې انګیزي ماتول دنړۍ په مادي وسائلو ناشونی کار دی ، ځکه نو اوس هغوئ اوس په دې لټه کې دي چې دافغانانو ددغې شرعي انګیزې دماتو لو اوکمزوره کولو په غرض دیو شمیر اجرتي  تش په  نامه علماوو لخوا  داسې فتواوې پیداکړي  چې ددوئ په خلاف دمقاومت صف کمزوری کړی ، دغه کار پخوانیو شوروي یرغلګرو هم ترسره کړي او دکابل دکمونیستي رژیم  په چوکاټ کې یې دشؤن اسلامي په نوم یو مذهبي ارګان جوړ کړی وه  چې هغوئ په خپل نوبت دشوروي یرغلګرو په ګټه دمجاهدینو خلاف تبلیغات کول .

دامریکایانو ترحمایت لاندې  ننۍ دکرزي  دعلماووشوری  دډاکټر نجیب دپرونۍ شؤن اسلامي ادارې  ترمنځ هیڅ توپیرنشته ، پرون دشورویانو ترحمایت  لاندې  دشؤن اسلامي تش په نوم اجرتي علماوو خپلې مذهبي فتواګانو دشوروي یرغلګرو په ګټه صادرولي اونن  دصلیبي امریکایانو ترحمایت لاندې  دکرزي  دعلماوو شورا  د صلیبي یرغلګرو په ګټه خپلې مصنوعي فتواګانې صادروي .

خوافغان مسلمان ولس دخپل اسلامي اوجهادي بصیرت له مخې  دداشاني اجرتي اومزدورو څیرو ماهیت ښه درک کړی ، هغوئ   دیرغلګرو له اشغال څخه دخپل هیواد  دآزادۍ لپاره  اسلامي جهادپیل کړی اودغه کار دیوه شرعې مکلفیت او عقیدوي فریضې له مخې ترسره کوي چې دکرزي داجرتي علماوو  فتواګانې هغه ته هیڅ خلل نشي  رسولای.

پوښتنه :   دغونډې برخوالو پرته له کوم استدلاله ، وویل چې په افغانستان کې روانه جګړه یوه سیاسي جګړه ده او له اسلامي  حکمونو نه په ښکاره سرغړونه ده،ستاسو نظر په دې اړه څه دي؟

ځواب : د اسلام دڅلورو مذاهبو دټولو فقهاو اوعلماوو  په اتفاقي اجماع دا یوه شرعي مسئله ده چې کله کوم کافرهیواد دمسلمانانو په اسلامي هیواد تیری وکړي  او هغه ترخپل اشغال لاندې روالي،  دهغه  اشغال شوي هیواد په خلګو، دهغه په ګاونډ او په مجموع  کې په ټول اسلامي امت  دهمدغو یرغلګرو په مقابل کې جهاد فرض عین دی .

نن کافرو یرغلګرو صلیبیانو زمونږ په اسلامي هیواد یرغل کړی ، هغه  یې اشغال کړی ، زمونږ په لکونو مسلمانان يي شهیدان ،زخمیان اوبندیان کړی  نو ددغو تیري کوونکو یرغلګرو په مقابل کې زمونږ دځان او هیواد یواځینۍ وسیله همدغه اسلامي جهاد دی  اوبس .

چې له همدې امله  دیرغلګرو په مقابل کې زمونږ دولس مقاومت یوه شرعي وجیبه او فرض عین جهاد دی  نه سیاسي جګړه ،ځکه په دې مقاومت کې له صلیبي یرغلګرو سره زمونږ مخالفت  عقیدوي او شرعي مقابله ده نه سیاسي جګړه .

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x