دیني، سیرت او تاریخ

سياست او حکومت د اسلام له نظره (۹)

ليکوال : ستر ديني عالم شيخ الحديث مولوي فضل الرحمن (پکتياوال) رحمه الله
ترتيب کوونکی : م، نجم الرحمن (فضلي)

د امام نصبولو عقلي او شرعي دليل

(وهو توفير النظام و درء الفوض : اي ان الاجتماع والتمدن طبعي في البشر، وکل اجتماع تودى الى التنازع والتزاحم والاختلاف بسبب حب الذات والحرص على المصالح الذاتية الخ) (فقه اسلامي وادلته جلد٦ ص٦٦٦).

ژباړه :  تمدن او ټولنيز ژوند د بشر طبيعت او فطرت دى، او په هره ټولنه کې جګړې، اختلافات او شخړې رامنځته کيږي، ځکه چې انسان فطرتاً خپلې شخصي ګټې او فايدې تر نورو مخکې په نظر کې نيسي، او شخړې اکثر د دښمنى او حرج مرج سبب ګرځي، چې په پايله کې يې د بشر د هلاکت او د انساني نوعې د له منځه تلو خطر رامنځته کيږي، نو د بشري ټولنې لپاره د حقوقو د تنظيم د مسئوليتونو، واجباتو او د نظام د ترتيب په موخه د راعي او حاکم موجوديت له مهمو وجائبو او د بشر او ټولنې د بقاء له ضرورياتو څخه دي، چې د ذکر شويو ضرورياتو اداره او تنسيق پرته له مشرتابه ممکن نه دي، معلومه شوه چې عقلاً د ټولنې او اجتماع لپاره امير او مشر ضروري او لازمي دى، ماوردي فرمايلي: چې طائفه عقلاً امامت واجب بولي ځکه چې په طبائعو کې عقلا دا ميلان موجود دى چې د زعيم او مشر دپاره دې تسليم او منقاد وي تر څو يې د يو او بل له ظلم څخه وژغوري، د جګړو او شخړو حل او فصل يې وکړي، عقلاً هم د امامت (مشرتوب) وجوب ثابتيږي پس هغه کسان چې د امامت يا حل او عقد خاوندان دي د انتخاب د اهمال په صورت کې به ګنهګار وي.

د امام نصبولو وجوب د وظيفې (دندې)  له نظره

(ان قيام الانسان بوظيفته بکون خليفة الله في الارض وحامل الامانة (الفروض والتکاليف الدينية) بتوقف على وجود السلطة السياسية التي تمکنه من اداء الوظيفته (على نحو اکمل الخ) (فقه اسلام و ادلته جلد٦ ص٦٦٦).

ژباړه : د انسان قيام په خپله دنده او وظيفه باندې له دې حيثه چې دى د الله تعالى خليفه دى په ځمکه کې او د امانت چې له فرائضو او ديني تکاليفو څخه عبارت دى حامل او وړونکى دى، دا د سياسي قوت او ځواک تر وجود پورې موقوف دي چې نوموړی په سمه او پوره توګه د دندې پر مخ بيولو باندې قادر کړي، او دا واجبات د دولت له وجود پرته تحقق نشي موندلاى، عام له دينه چې واجبات خالص عبادت وي، لکه حج يا عمره، يا عام اسلامي او ديني شعائر وي لکه اذان،  د جمعې لمونځ او همدا شان د اختر لمنځونه، يا دا چې اجتماعي معاملات وي، لکه عقود او د هغه انواع، يا اجتماعي تکاليف وي، لکه جهاد، امر بالمعروف او نهې عن المنکر، د غوره اجتماع جوړول، د خير په لاره کې مرسته، د شر او جنګ له منځه وړل.

د يادولو وړ ده چې هر هغه اصلاحي رسالت چې په سر کې يې اسلام قرار ولري د هغه د فائدې ظهور، ځواکمنى غالبه او حاکمه کوي کومه چې د دولت له وجود سره لازم ده، او له وجود پرته ناشونې ده، او دا نادره ده چې د دې منطق فکري مخالفين دې شتون ولري.

(والمسلمون لا بد لهم من امام يقوم بتنفيذ احکاماتهم، واقامة حدودهم، وسد ثغورهم، تجهيز جيوشهم واخذ صدقاتهم، وقهر متغلبة ومتلصصة وقطاع الطريق واقامة الجمع الخ) ( شرح عقائد، ص : ١ ١).

ژباړه :علامه نسفي رحمه الله فرمايلي چې مسلمانانو ته له امام څخه پرته بله چاره نشته، چې بايد د دوى په منځ کې امام موجود وي، تر څو احکام د دوى په منځ کې جاري کړي، حدود قائم کړي، او د مسلمانانو سرحدونه د معاندينو او دښمنانو په مخ وتړي، او د مسلمانانو لښکرې او فوځونه منظم او مجهز کړي، صدقې يې واخلي، د غلو، لوټ مارانو مخنيوى وکړي، د جمعې او اخترونو لمنځونه برپا کړي، د خلکو ترمينځ شخړې او منازعات قطع کړي، او په حقونو باندې ګواهي قبوله کړي، د بې سرپرسته ماشومانو پالنه او تزويج وکړي، او غنيمتونه تقسيم (وويشي).

(ان فيه اي في نصب الامام دفع ضررمظنون وانه واجب اجماعاً بيانه انا نعلم علما يقارب الضرورة ان مقصود الشارع فيما شرع من المعاملات والمناکحات والجهاد الخ) (المواقف في علم الکلام ).

ژباړه : يحيى فرمايلي: د امام په نصبولو او انتخابولو کې د متوهم او مظنون د ضرر دفعه پرته ده، ځکه چې د ضرر دفعه کول شرعاً واجب دي، لکه څرنګه چې معلومه خبره ده چې د شارع  مقصود او هدف د معاملاتو، مناکحاتو، جهاد، حدودو او قصاص له مشروعيت څخه او په اخترونو او جمعه کې د اسلامي شعائرو له اظهار څخه مصالح دي، چې خلکو ته په دنيوي او اخروي ژوند کې راجع دي، او دا مقصود پرته له امام (مشر) او حاکم نه په لاس نه راځي، چې په هغه شي کې ورته مراجعه وکړي کوم چې د شارع له لوري د دوى دپاره معين شوي دي، له پورتنيو اقوالونه د وظيفې په لحاظ هم دا څرګنديږي چې د امام ټاکل او نصبول واجب دي، ځکه چې اکثره واجبات د امام (امير) تر وجود پورې موقوف دي، او د واجب مقدمه واجبه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x