نړۍ

راپور: په بریتانیه کې د مسلمانانو شمېر تر درې میلیونه اوښتی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، سلواغې ۱۱مه، ۱۳۹۴ ل): په بریتانیه کې د مسلمانانو شمېر تر درې میلیونه اوښتی او په راتلونکي لسو کلونو کې به په ډیرو سیمو کې مسلمانان اکثریت وي.

د ملي احسائیې دفتر یا ONS په خپل راپور کې لیکلي چې د بریتانیا د پلازمېني لندن د ځینو سیمو د نفوس تر نېمه ډیره برخه مسلمانان دي او په راتلونکو لسو کلونو کې به تر ډیرو لږکیو د مسلمانانو شمېر زیات شي.

«او این ایس» په خپل راپور کې لیکلي چې په بلیک برن کې ۲۹ سلنه، سلو کې ۲۶ سلنه، لیوټن کې ۲۵ سلنه، برمنګهم کې ۲۳ سلنه، لیسیټر کې ۲۰ سلنه او په مانجسټر کې ۱۸ سلنه مسلمانان اوسیږي او دلته ژوند کوي.

د راپور مطابق په انګلستان او ویلز کې اوسېدونکي مسلمانان تر نیمایې ډیر په بهرنیو هیوادونو کې زېږیدلي او تر لسو کلو د لږ عمر لرونکي مسلمانانو شمېر تر بل هر مذهب او قوم ډیر دی، ددوی نفوس ورځ تر بلي په ډیره تېزی سره پرمخ روان دی.

په بریتانیه کې د درې میلیونه مسلمانانو مانا داده چې په هرو شلو بریتانویانو کې یو تن یې مسلمان دی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x