دیني، سیرت او تاریخ

د هجرت او سفر اقسام

ليکوال : مفتی محمد شفيع صاحب رحمه الله
ژباړه : م، نجم الرحمن (فضلي)

امام قرطبي رحمه الله د هجرت او وطن پريښودو ډولونه او د هغو په يو شمير احکامو باندې يې يو ډير ګټور مضمون ليکلی، قرطبي د ابن عربي په حواله ليکلي دي : له وطن څخه وتل او په زمکه کې سفر کول کله له کوم شي څخه د تښتيدلو او د ځان ساتلو لپاره وي، او کله د کوم شي ترلاسه کولو او لټون لپاره وي، لومړی قسم سفر چې له کوم شي څخه د تښتيدلو يا د ځان ساتلو لپاره وي هغه ته هجرت ويل کيږي، او دا په شپږ ډوله (قسمه) دی :

اول : يعنې له دارالکفر څخه دارالاسلام طرفته تلل، دا قسم سفر په عهد رسالت کې هم فرض وو، او تر قيامته پورې د استطاعت او قدرت په شرط فرض دی (کله چې په دارالکفر کې خپل ځان، مال او آبرو په امن کې نه وي، يا د ديني فرايضو اداء کول ممکن نه وي) د دې باوجو که څوک په دارالحرب کې پاتې کيږي نو ګنهګار به وي.

دويم : له دارالبدعت څخه وتل : ابن قاسم رحمه الله ويلي چې ما له امام مالک رحمه الله څخه آوريدلي چې د هيڅ مسلمان لپاره په همداسې ځای کې اوسيدل روا نه دي، چيرته سلفو صالحينو ته بد رد ويل کيږي او کنځل ورته کيږي، ابن عربي د همدغه قول له نقل کولو وروسته ليکلي چې دا بالکل صحي ده، ځکه که چيرته تاسو د کوم منکر ازاله نشی کولای نو په تاسو باندې لازمه ده چې په خپله له همغه ځای څخه ليرې يعنې جلا شی، لکه څرنګه چې رباني ارشاد دی : وَاِذَا رَاَيْتَ الَّذِيْنَ يَخُوْضُوْنَ فِیْ اَيَاتِنَا فَاَعْرِضْ عَنْهُمْ.

درييم : هغه سفر دی چيرته چې د حرامو غلبه وي، نو له هغه ځای هم وتل دي، ځکه چې د حلالو طلب کول په هر مسلمان باندې فرض دي.

څلورم : له جسماني ضررونو څخه د بچ کيدا لپاره سفر دی، دا سفر روا او د الله تعالی له لوري انعام دی، چې انسان په کوم ځای کې له دښمنانو څخه د جسماني ضررونو خطر محسوس کړي نو له همغه ځای څخه ووځي، ترڅو له همدغه خطر څخه په امن کې شي، همدغه څلورم قسم سفر له ټولو مخکې حضرت ابراهيم علیه السلام کړی، کله چې د قوم له ضررونو څخه د نجات ترلاسه کولو لپاره له عراق څخه د شام په لور روان شو او وې فرمايل : اِنِّیْ مُهَاجِرٌ اِلَی رَبِّیْ، له هغه وروسته حضرت موسی علیه السلام همداسې يو سفر له مصر څخه د مدين په طرف کړی، فَخَرَجَ مِنْهَا خَآئِفًا يَّتَرَقَّبُ.

پنځم : دا هغه سفر دی چې د اوبو او هوا د خرابوالي يا د مرضونو له خطر څخه د بچ کيدا لپاره وي، اسلامي شريعت د دې اجازه هم ورکړې، لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې يو شمير شپنو ته له مدينې څخه د باندې په ځنګل کې د قيام کولو ارشاد وفرمايه، ځکه چې ښاري آب او هوا له هغوی سره موافقه نه وه، همدا ډول حضرت عمر فاروق رضي الله عنه ابوعبيده رضي الله عنه ته حکم کړی وو چې دارالخلافة له اردن څخه نقل کړي او کوم داسې لوړ ځای ته ولاړ شي چيرته چې آب او هوا خراب نه وي.

ليکن دا په هغه وخت کې دي کله چې په کوم ځای کې طاعون يا وبائي مرضونه خپاره شوي نه وي، او په کوم ځای کې چې وباء خپره شوې وي د هغه لپاره حکم دا دی چې کوم خلک له اوله هملته موجود وي هغوی به له همغه ځای څخه نه تښتي، او کوم چې د باندې دي هغوی به نه ورته راځي، لکه حضرت عمر فاروق رضي الله عنه چې شام ته د سفر کولو په مهال له همداسې واقعې سره مخامخ شوی وو، کوم وخت چې د شام سرحد ته ورسيد ورته معلومه شوه چې د شام په هيواد کې طاعون خپور شوی، نو دی رضي الله عنه همدغه هيواد ته په ورواخليدو کې شکمن شو، له صحابه کرامو رضي الله عنهم سره له پيوسته مشورو وروسته کله چې حضرت عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه دا حديث ورته بيان کړ چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي :

اِذَا وَقَعَ بِاَرْضٍ وَّاَنْتُمْ بِهَا فَلَا تَخْرُجُوْا مِنْهَا وَاِذَا وَقَعَ بِاَرْضٍ وَّلَسْتُمْ بِهَا فَلَا تَهْبِطُوْا عَلَيْهَا (رواه الترمذي وقال حديث حسن صحيح).

ژباړه : کله چې په کوم ځای کې طاعون خپور شي او تاسو هلته موجود ياست نو اوس له همدغه ځای څخه تاسو مه وځئ، او چيرته چې تاسو له پخوا څخه موجود نه ياست او هلته د طاعون خپريدو خبر واوری نو هلته مه ورځئ.

په همدې وخت کې حضرت عمر فاروق رضي الله عنه د حديث په حکم باندې د عمل کولو لپاره ټولې قافلې ته د بيرته تلو اعلان وکړ.

ځينو علماء کرامو ويلي چې د حديث شريف په همدغه حکم کې يو ځانګړی حکمت دا هم دی چې کوم خلک په هغه ځای کې مقيم وي چيرته چې وباء خپره شوې وي نو غالب ګمان دا ده چې په همدغو خلکو کې به وبائي جراثيم موجود وي، اوس که چيرته هغوی له همدغه ځای څخه وتښتي نو په کومو کې چې همدغې وبائي مادې سرايت کړی هغه خو بچ کيدلای نشي، او چيرته چې دوی ولاړ شي د همغه ځای خلک له همدې څخه متاثره کيږي، له همدې امله دا حکيمانه فيصله يې وکړه.

شپږم : دا هغه سفر دی چې د خپل مال د حفاظت (ساتنې) لپاره دی، کله چې کوم کس په کوم ځای کې د غلو او ډاکوانو خطر محسوس کړي نو له هغه ځای څخه دې ولاړ شي، اسلامي شريعت ديته هم اجازه ورکړې، ځکه چې د مسلمان د مال احترام هم داسې دی لکه څرنګه چې د هغه د ځان دی.

دا شپږ قسمونه خو د هغه وطن پريښودلو دي چې له کوم شي څخه د تيښتې او بچ کيدا لپاره وو، او کوم سفر چې د کوم شي ترلاسه کولو او لټون لپاره وي هغه په نه (۹) ډوله دی :

(۱) د عبرت سفر : يعنې په دنيا کې سياحت او سفر کول د دې لپاره چې د الله تعالی مخلوقات، کامل قدرت اوپخواني قومونه وويني او عبرت حاصل کړي، قرآنکريم د همداسې سفر کولو ترغيب ورکړی : فَلَمْ يَسِيْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَيَنْظُرُوْا کَيْفَ کَانَ عَاقِبَةُ الَّذِيْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ، د حضرت ذی القرنين سفر هم ځينو علماء کرامو د همدغه قسم سفر له جملې بللی، او ځينو ويلي چې د هغه سفر په زمکه باندې د الله تعالی د قانون نافذ کولو لپاره وو.

(۲) د حج سفر : د دې له يو شمير شرطونو سره اسلامي فرض کيدل هر چا ته معلوم دي.

(۳) د جهاد سفر : د دې فرض يا واجب يا مسحب کيدل هم ټولو مسلمانانو ته معلوم دي.

(۴) د معاش سفر : هر کله چې کوم کس ته په خپل وطن کې د ضرورت مطابق د معاش سامان په لاس نه ورځي، نو په هغه باندې لازمه ده چې له همدغه ځای څخه سفر کړي، او چيرته په بل ځای کې د روزګار پيدا کولو کوښښ وکړي.

(۵) د تجارت سفر : يعنې له ضرورت څخه د زيات مال ترلاسه کولو لپاره سفر کول، دا هم شرعًا روا دی، د حق تعالی جل جلاله ارشاد دی : لَيْسَ عَلَيْکُمْ جُنَاحٌ اَنْ تَبْتَغُوْا فَضْلًا مِّنْ رَّبِّکُمْ، له ابتغاء فضل څخه مراد په دې آيت کريمه کې تجارت دی، الله تعالی د حج په سفر کې هم د تجارت کولو اجازه ورکړې، نو د تجارت کولو لپاره سفر کول په طريقه اولی روا شول.

(۶) د علم حاصلولو لپاره سفر کول : د همدغه سفر د دين د ضرورت په اندازه فرض عين کيدل، او له ضرورت څخه د زيات فرض کفايي کيدل هم مشهور او معروف دي.

(۷) د کوم مقدس او متبرک ځای طرفته سفر کول : دا له دريو مسجدونو (جوماتونو) پرته نورو ته صحي نه دی :

(۱) مسجد حرام (مکه مکرمه).

(۲) مسجد نبوي صلی الله علیه وسلم (مدينه منوره).

(۳) مسجد اقصی (بيت المقدس)، دا د قرطبي او ابن عربي رأيه ده، د سلف او خلف نورو اکابرو علماء کرامو عامو متبرکو ځايونو ته هم سفر کول روا بللي (محمد شفيع).

(۸) د اسلامي سرحدونو د حفاظت (ساتنې) لپاره سفر کول : کوم ته چې رباط ويل کيږي، چې په ډير زياتو احاديثو کې يې ستر فضيلت ذکر شوی.

(۹) له عزيزانو او دوستانو سره د ملاقات کولو لپاره سفر کول : په حديث کې دا هم د اجر او ثواب وړ ګڼل شوی، لکه د صحيح مسلم په حديث کې چې له اقرباؤ او دوستانو سره د ملاقات کولو لپاره سفر کوونکي ته د فرښتو د دعاګانو ذکر شوی (دا په هغه وخت کې ده کله چې په همدغه ملاقات کې د الله تعالی رضا مقصود وي، کوم مادي غرض پکې نه وي).

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x