شعـــــرونه

غزل – نظام کندهاری

يــــــاګار

زه چي غــــم د يــــار راسره ساتمـه
دا يــې يو يـــادګار راســـره ساتمــه

غاړه ورکوم د هجــــر شپـــو ته يې
تمـــــه د سهـــــار راســــره ســـاتمه

کـــج باڼه يې واري د خنجـــــر کوي
تل سينــــه پرهار راســـره ســــاتمه

ځــــم لکه بـــورا د ګلاب غيـــږي ته
زخـــم يې د خــــار راسره ساتمــــه

جام کي يې حنظل د جدايۍ راکړل
خود به زړه بيمـــــار راسره ساتـمـه

ستا له پاکي مينــي به منکر نشـــم
هر وخت دا اقـــرار راسره ساتمـــه

طُــعــن چي نـظــام د رقيـبانو وړم
خونــد يې د رخسـار راسره ساتمـه

نظام کندهاری

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x