شعـــــرونه

خالقیار احمدزی – شعرونه

مخ ښکاره کړه!

خالق یار احمدزی

چې راګران شولې جنابه مخ ښکاره کړه .
چې مې مېنه شوې شبابه مخ ښکاره کړه .

یارانې رانه ښکلاوې کړلې هیرې .
وه اغزی،اغزی ګلابه مخ ښکاره کړه

ماښامونه نن په ورځ میلمانه شوی
بیا دستورو سپین افتابه مخ ښکاره کړه .

په نکتو کې به دې ښه عمیق نظر کړم .
حاشیه ګورم کتابه مخ ښکاره کړه

طالب جانه د دستار یوسفی ګل شې !
چې پښه ګدې په رکابه مخ ښکاره کړه

آخ د مینې سمندر مې طوفانی شو .
نه جاله شته نه سرابه مخ ښکاره کړه .

ستا په مینه مې خبرې هم غزل شی .
یوه نغمه شوه د ربابه مخ ښکاره کړه

خالق یار احمدزی

په لیمو کې دې اثر دی د سنګر خوږه جانانه
.د پیغلوټو مستو هیلو د آثر خوږه جانانه

.چې دفتحې پیلامه دې په حسین ښکلی آذان شی
.د ښکیلاک د سر قاتله د باختر خوږه جانانه

.د علومو سمندره ، طالب جان د مشالونو
وا د سپین دستار څښتن د زړګی سر خوږه جانانه

چې د ستورو په مدار مې، ستا ښکلا ولټوله
له سپوږمۍ څخه وې ښکلی هم له لمر خوږه جانانه
.د داعش د سر قاتله چې نطفه کې دې خنثا کړل
له پامیر او هندوکشه تر سپین غر خوږه جانانه

الهامونه تغزل مې تخیل کې کرښې وکړې
خالقیاره ملکه مې ستا هنر خوږه جانانه

خالقیار احمدزی

د ګلونو ښاریئ چې تاته راغلم
.د اغزو وې نښانې چې تاته راغلم

.لمر ترې پټ ؤ سپوږمۍ هم نقاب پوښلی
.اې ! د ستورو دایرې چې تاته راغلم .

خوشالی زموږ میراته چم مو ړنګ ؤ !
نن د برکلی کوڅې چې تاته راغلم

.یار ، تریاره د مطلب پخاطر یار ؤ.
د جانان ، جانان قیصې چې تاته راغلم .

دواعش ، او یرغلګر په منډو سر دی
د طالب مبارزې چې تاته راغلم.

له قلمه خالقیاره ټوپک جوړ شو.
د پښتون غزل شملې چې تاته راغلم‏

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x