نظــر

د خلافت په اړه د ډاکټر وهاج افغان د واضحو ټکو لا وضاحت!

سيف الله مستنير
د حزب التحرير ولايه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رييس

په دې وروستيو کې د نن ټکي آسيا ويبپاڼې له لارې د ډاکټر وهاج افغان په نامه د يوه ليکوال ليکنه چې د «خلافت په هکله په واضحو ټکو کې» تر سرليک لاندې ليکل شوې وه خپره شوه. که څه هم د ليکنې پيل له پايلې سره پراخ تناقض درلود، مګر بيا هم موضوع ډېره د اهميت وړ ده، ځکه نن سبا د خلافت موضوع د امت په منځ کې د فکري، سياسي او فقهي بحثونو بنسټيزه موضوع ګرځېدلې او د همدغو بحثونو په پايله کې به امت خپله برخليک ټاکونکې قضيه له موقتي، بشري او ښکېلاکي تګلارو څخه بېلوي او په پايله کې به د خلافت په برخليک ټاکونکې قضيه باندې ټينګې منګولې لګوي. له دې سره-سره د ډاکټر وهاج افغان ليکنه په ځينو مواردو کې له سخت فکري، سياسي او فقهي انحطاط څخه ډکه وه. غواړم د هغه د ليکنې په اساسي ستونزو باندې لنډه تبصره وکړم.

ښاغلی وهاج په پيل کې د خلافت سياسي نظام ته ورته د مسلمانانو داسې حکمراني چې ټول مسلمانان يې تر چتر لاندې د برابرو حقونو په شتون کې را ټول شي؛ بهترين عمل، لوړ هدف او د ټولو مسلمانانو د زړونو تمنا او ارزو بولي او د هغې لپاره په ګډ سوله ييز کار باندې باور لري، ترڅو ولسونه يو له بل سره فکري نږدې شي، فرقې ختمې يا کمې کړای شي، ترڅو د اسلامي ورورګلوۍ فضا خپره شي. نوموړی زياتوي چې اسلامي حرکتونه بايد يو له بل سره همغږي شي، او خپل اختلافات پای ته ورسوي. هغه وايي چې دا ډېره د سړې سينې اوږدمهاله پروسه ده، تشنج قتل او قتال ته په کې اړتيا نشته. هغه په دې هم ټينګار کوي چې د نړۍ د روانو چارو درک کول او هغو ته په واقعي ډول کتنه هم اړينه ده.

موږ د هغه د ليکنې د دغې برخې له کلياتو سره بشپړ موافق يو او ګومان نه کوو چې هېڅ مخلص اسلامي حزب او مسلمان شخص به له هغو سره مخالفت وکړي، مګر په جزئياتو کې:

لومړی: د خلافت په اډانه کې د اسلامي دولت جوړول، هغه عظيمه او برخليک ټاکونکې قضيه ده، چې امت ته نه ښايي له هغې سره د هيلې او آرزو په څېر چلند وکړي، بلکې هغه د امت برخليک ټاکونکې قضيه او سپېڅلې موخه ده. ځکه اسلام د خپلې عقيدې پر بنسټ د شرعي احکامو له مخې ټول بشري ژوند ته د قيامت تر ورځې بشپړ نظام «حل لارې» ورکوي. په دې هم ټول علما توافق لري چې په ژوند کې د بشپړ اسلام تطبيق د امت فريضه ده او که څوک هغه پلی نه کړي، نو هغه ته الله سبحانه وتعالی فاسق، ظالم او آن کافر ويلي دي. نو لکه څنګه چې د اسلام دين او د هغې ټول ارشادات د الله سبحانه وتعالی په واسطه تکميل شوي دي او په دې برخه کې خپله رسول الله صلی الله عليه وسلم د حاکميت په برخه کې خپل ځايناستي ته خليفه ويلی او له هغه څخه يې امت ته په اطاعت امر کړی دی، همداراز له هغې وروسته صحابه وو رضوان الله عليهم اجمعين د خلافت په واحد نظام اجماع کړې ده. نو دا به ډېر لوی ظلم وي چې له داسې مهمې مسئلې سره چې تر سيوري لاندې يې بشپړ اسلام پلی کيږي د فريضې په څېر نه بلکې د هيلې او آرزو په انداز کې چلند وشي، ځکه د هرې فريضې وسيله خپله هم فرض ده. نو د بشپړ اسلام د تطبيق يوازنی مشروع سياسي نظام خلافت دی او بس.

دويم: که څوک د دې تمه وکړي، چې د امت ترمنځ دې فقهي اختلاف له منځه لاړ شي، دا ناممکنه غوښتنه ده. له همدې امله الله سبحانه وتعالی يو شمېر فکري او فقهي مسايل قطعي او ګڼ شمېر نور مسايل يې ظني نازل کړي دي، چې همدا ظني برخه د فقهي اختلاف ډګر دی او په دې برخه کې اجتهادي اختلاف د امت لپاره رحمت دی. خو په عقيده او قطعي مسايلو کې اختلاف په قرآن کې ناروا بلل شوی او د بنو اسرائيلو د انحراف بنسټيز لامل ګڼل کيږي او په دې برخه کې د امت ترمنځ اختلاف هم يوازې او يوازې د ارتداد فتنه رامنځ ته کوي او بس.

پاتې شو د امت ترمنځ سياسي اختلاف، هغه هم په امت کې د منازعې او بغاوت فتنه رامنځ ته کوي، چې د اسلام له مخې لويه ګناه ګڼل کيږي. له همدې امله په احاديثو کې د امت په سطحه له يوه امير څخه اطاعت واجب کړی او که څوک له هغه سره د منازعې هڅه وکړي، د هغه د وژلو امر يې کړی دی. دغه موضوع په ګڼو احاديثو او د عمر رضی تعالی عنه د شهادت پر مهال د صحابه وو په اجماع ثابته ده. له همدې امله د خلافت له سقوط راهيسې تقريبا يوه پېړۍ د کفارو لاسپوڅو جبريه نظامونو دغه سياسي تفرقه په امت باندې تپلې ده. نو په قطعي مسايلو کې د اختلاف او د امت ترمنځ د سياسي اختلاف مخنيوی يوازې او يوازې د خلافت په واسطه امکان لري، نه د ملي تش په نامه اسلام ته منسوبو نظامونو، اسلامي کنفرانس، د اسلامي خاورو کنفدريشن او نورو له لارې… ځکه دغه نظامونه، د هغو جغرافيوي واحدونه، اسلامي کنفرانس او … ټول د کفارو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د نړيوال نظم تر سيوري لاندې تنظيميږي، چې د کفارو دا ډول سلطه پر مسلمانانو ناروا او حرامه ده. له همدې امله خلافت بايد د يوه داسې نظام په توګه رامنځ ته شي، چې له لومړي سره د اوسني کفري نړيوال نظام پيروي ونه کړي او ډېر ژر دغه نړيوال نظام له منځه يوسي او خپله د حلف الفضول د تړون په څېر نوی نړيوال نظم رامنځ ته کړي، چې د صدارت مقام يې بايد له اسلامي دولت سره وي. لکه څنګه چې اسلامي خلافت دغه مقام د فارس او روم له امپراطوريو څخه ډېر په بيړه د ځان کړ.

ډاکټر صاحب وهاج ليکي چې؛ د راشده خلافت يا د (علی منهاج النبوة) خلافت په نامه هېڅ کومه فريضه په اسلام کې نشته، د تېر خلافت د صيغې فرضيت په اسلام کې نشته، بلکه هغه يوه تنفيذي صيغه وه، يوه وسيله وه، د يوې مرحلې سره د حکم متناسبه صيغه وه او پر ځای شوه، که چېرې بيا هغه اوضاع برابره شي؛ کېدی شي؛ بيا را وګرځي، نو نفي کوو يې نه.

ښاغلی ډاکټر صاحب! هر اسلامي مفهوم يو لغوي او بل شرعي مفهوم لري. د خلافت لغوي مفهوم چې ځايناستي ته ويل کيږي، رښتيا هم چې فرض نه دی. اما د خلافت شرعي مفهوم چې په حاکميت کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د شريعت د بشپړ تطبيق لپاره د اسلام په سياسي نظام باندې دلالت کوي، د هغې تاسيس فرض څه چې ام الفرائض يا تاج الفروض دی. ځکه د خلافت د نشتوالي له امله د ټولو اسلامي خاورو په منځ کې اسلام نه پلی کيږي، بلکې وضعي بشري قوانين پلي کيږي. د ټولو اسلامي خاورو بهرني سياستونه په دعوت او جهاد نه دي ولاړ، بلکې له کفارو سره په دوستۍ او يو له بل سره د ملي ګټو په دښمنۍ ولاړ دي. د ټولو اسلامي خاورو د پيسو ملاتړ د رسول الله صلی الله عليه وسلم د سرو او سپينو زرو د معيار پر ځای امريکايي ډالر ګرځېدلی. د ملي تش په نامه اسلامي دولتونو وسله وال ځواکونه د يرغلګرو، د اسرائيلو او بشار د وحشي او نيواکګرو ځواکونو پر ځای په هره اسلامي خاوره کې مسلمانان وژني. د مسجد الاقصی، فلسطين، عراق، افغانستان، کشمير، چيچن او … د آزادولو پر ځای آزادي غوښتونکي سياسي او وسله وال مسلمان پاڅونوال وژني.

دې ته ورته زما او ستا د اختلاف ټکی د خلافت لغوي صيغه نه ده، بلکې خلافت د اسلام د سياسي نظام په توګه دی. دا سمه ده چې د اسلام سياسي نظام «خلافت» وسيله ده. مګر څه ډول وسيله؟! هغه وسيله ده، چې له لارې يې بشپړ اسلام پلي کېدای شي او په نړيواله سطحه د امت فکري، سياسي او جغرافيوي يووالی تضمينوي. نو خلافت د فرايضو وسيله ده. له همدې امله مشهوره فقهي قاعده ده چې په هغه څه چې يو واجب پر ځای کيږي، هغه وسيله خپله هم واجب ده.

بل پلو دې ته هم بايد پام وکړو، چې اسلام دومره ناقص دين نه دی، چې د قيامت تر ورځې د ټول بشريت د ستونزو د حل ادعا ولري، خو مشخص سياسي نظام ونه لري. د دغه نظام نوم لومړی رسول الله صلی الله عليه وسلم په خپلو سنتو کې موږ ته پرې اېښئ، ورپسې يې لويو صحابه وو په راشده توګه پلی کړی او ورپسې تر ۱۳۰۰ کلونو زيات اسلامي امت هغه په غير راشده يا عاض ملک «په کورنيو کې د واک په انحصاري» ډول سره تطبيق کړی دی.

همداراز ستا دغه ادعا چې خلافت د هماغه شرايطو نظام و، دا کټ مټ له غربي فرهنګ څخه د اغېزمن شوو کسانو استدلال دی. ځکه ته وايې چې که بيا هغه شرايط رامنځ ته شي نو ردوم يې نه. خو دا يو ثابت حقيقت دی چې نه موږ بېرته هغه پخوانيو مدني شرايطو ته ستنېدای شو او همداراز نړۍ او بشريت هم د ټکنالوژۍ په برخه کې شاته نه ځي، بلکې پر مخ ځي. خو اسلام د خپل نظام له مخې د بشر ستونزې د انسان او بشر په توګه په هر ډول زماني او مکاني شرايطو کې معالجه کوي. نو اسلامي خلافت نن هم د تطبيق وړ دی او سبا هم او د قيامت تر ورځې هم. ځکه نن به هم د پخوا په څېر خلافت د علم، عدل، ټکنالوژۍ، خير او نړيوالو ته د اسلام د نور د خپرېدو تر ټولو لوړه مناره وي. نو نن سبا دا زما او ستا مکلفيت دی، چې د هغې تاسيس ته شرايط تيار کړو او هغه تاسيس کړو. نه دا چې د شرايطو په انتظار کښېنو، هغه هم ستا په تعبير چې په ټکنالوژيکه او علمي برخه يا مدنيت کې څوارلس سوه کاله وروسته لاړ شو بيا به يې پلی کوو. دا ډېر ناقص او اسلام ځپونکی غربي استدلال دی. يعنې خلافت د مسلمانانو کومه تاريخي موسسه نه ده، بلکې د اسلام حکومتي نظام او ام الفرائض يا تاج الفروض دی.
وهاج صيب ليکي: «علماء د معاوية رضی الله عنه په اړه وايي، هغه چې خلافت يې په متوارث ملک بدل کړ: که چېرې معاويه د راشده خلافت نهج او طريقې ته استمرار ورکړی وی؛ نو خلکو به ترې نه وی منلی؛ ځکه چې خلک هغسې نه و پاتې؛ څنګه چې مخکې وو». دا هم ډېر ناقص استدلال دی. ځکه څه فکر کوئ، چې الله سبحانه وتعالی به بشريت ته يو غير عملي نظام پر ځای پرې اېښی وي. دا چې ته وايې چې د هغه وخت مسلمانانو به نه وای ترې منلی، دا د هغه عصر د مسلمانانو ګناه وه او د دې ترڅنګ دا کوم واقعيت نه بلکې منطقي فرضيه ده. د هغوی له ګناه څخه د ننيو مسلمانانو لپاره موږ احکام نه استنباط کوو. ځکه احکام يوازې له قرآن او سنتو څخه په شرعي اجتهاد سره استنباط کيږي، نه د ګنهګارو مسلمانانو له اعمالو څخه.  موږ وايو چې الله سبحانه وتعالی په موږ باندې د اسلام بشپړ تطبيق د يوه نظام په اډانه کې فرض کړی دی، دغه نظام ته رسول الله صلی الله عليه وسلم، اصحابو، تابعينو او تبع تابعينو خلافت ويلی دی، نو د همدغې موخې لپاره يې پر موږ تاسيس فرض دی او ته هم هېڅ حق نه لرې چې د هغې نوم بدل کړې او د ورځې له کفري برانډونو سره ورته سمون ورکړې.

ليکوال ليکي: «که څوک وايي چې خلافت په هماغه پخوانۍ تنفيذي صيغې فرض دی، نو يو قرآني او حديثي دليل دې راوړي، هو، د الله تعالی د شرعې تطبيقول فرض دي او تطبيق يې حکم ته اړتيا لري، خلافت/پاچاهۍ/قُطري امارت/قُطري سلطنت/او نورو هغو تنفيذي عصري صيغو ته اړتيا لري؛ چې په مټ يې د الله تعالی شريعت تطبيقېدی شي، ځکه چې فقهي قاعده ده: ما لا يتم الواجب الا به فهو واجب، چې له يو څيز پرته واجب نه پوره کيږي؛ نو هغه څيز هم واجب ګرځي، نو په يادو تنفيذي صيغو کې چې کومه فراهمه وي؛ او استفاده ترې کېدی شي؛ عملي وي، واقعي وي، آسانه وي، د عصر د حالاتو سره برابره وي، مسلمانان پرې راټوليږي، ضرر يې کم وي، نو بايد استفاده ترې وشي، يعنې مهمه نه ده چې د راشده خلافت يا هغې ته ورته تنفيذي صيغه کې دې را څرګند شي، يا دې د يو خونړي داعشي خلافت په صورت کې را څرګند شي.»

د ليکوال د دغه برخې د يوې لويې ستونزې ځواب په پورته بحث کې هم ورکړل شوی دی، خو کوم چې نوموړی وايي چې خلافت په پاچاهۍ، قُطري امارت، قُطري سلطنت او نورو هغو تنفيذي عصري صيغو ته اړتيا لري؛ دا هم له نصوصو څخه د فقهي اصولو پر بنسټ د شرعي اجتهاد په توګه د اوسني واقعيت معالجه نه ده، بلکې له واقعيت څخه د استنباط په ترڅ کې د نصوصو د تحريف يوه ناکامه هڅه ده. ځکه خلافت د يوه ملت، يوه قوم، يوې کورنۍ او يوه جغرافيوي واحد حکومت نه دی، بلکې د نړۍ په سطحه د ټولو مسلمانانو نړيوال رياست دی، چې له نورو ټولو کفارو سره د اسلام د بهرني سياست «دعوت او جهاد» له مخې چلند کوي، ټوله ځمکه ورته دوه احکام لري، يو دار اسلام او بل دار کفر.

موږ عملا د پاچاهۍ تجربه په سعودي کې لرو، چې په داخل کې ځينې اسلامي احکام او حدود پلي کوي، پرېمانه قرآنونه چاپوي، تر يوه حده د حرمينو خدمت کوي، مګر د امت پانګه «د نړۍ ۲۵٪ تېل» يې کفارو ته ورکړي، اقتصادي نظام يې د نړيوال بانک، نړيوال وجهي صندوق او د نړيوال سوداګرۍ سازمان له پاليسيو سره سم په سود او له يرغلګرو او ښکېلاکګرو کفارو سره په دوستۍ او ملګرتيا ولاړ دی، د فلسطين د آزآدولو پر ځای په يمن کې زيديه مسلمانان وژني، په عربي جزيره کې يې د شيطان ښکر امريکايي- انګليسي ښکېلاک، د هغوی استخباراتو ته ځای ورکړی دی او اسلامي نړۍ ته د اسلامي دعوت او جهاد پر ځای مذهبي فتنه خوروي او … که لږ نور ځير شو له يوه مسلمان کارګر سره هغوی څه ډول ناروا او ناوړه چلند کوي.

موږ د قطري امارت تجربه هم د اسلامي خاورو په بېلابېلو برخو کې ترسره کړه. د دې پر ځای چې سعودي، امارات او پاکستان د افغانستان اسلامي امارت په رسميت وپېژني، بايد ورسره يې بيعت کړی وای او که هغه ورته مشروع نظام ښکارېده نو بايد په خپل ټول توان يې ورڅخه دفاع کړې وای. مګر دوی له امريکې سره د همدغه امارت پر ضد يو ځای شول او د افغانستان اسلامي امارت يې له منځه يووړ. کله چې د هر ډول اوسنيو اسلام ته منسوب نظامونو حدود د اوسني نړيوال نظم پر بنسټ وټاکل شي او هغوی هم د همدغه نړيوال نظم پيروي وکړي، هغه که په داخل کې بشپړ اسلام هم پلی کړي بيا هم اسلامي نظام نه دی، ځکه د امت يوه فريضه دا ده چې د نړۍ ګوټ –ګوټ ته بايد اسلام د خپل بهرني سياست «دعوت او جهاد» له لارې ورسوي، چې دا نه د سعودي شاهي نظام او نه هم قطري امارتونه او پاچاهۍ دا کار کولی شي، د دې ټولو ترڅنګ په غير مستقيم ډول د کفارو د لاس آلې ګرځي.

د اسلامي خاورو د کنفدريشن  موضوع هم د اسلامي خاورو په کنفرانس کې تر يوه حده تمثيل شوې ده، مګر د اسلامي امت لپاره يې لا تراوسه هېڅ نه دي کړي، يوازې د ملګرو ملتونو، امنيت شورا او کفارو په اشاره يې غونډې ترسره کړې دي، غوړې ډوډۍ يې خوړلې دي او تشناب ته تللي او بس. خلافت به د امت عزت او ذلت سره يو کوي، خلافت به د امت ښکېلاکي بيرغونه د رسول الله صلی الله عليه وسلم په لواء «سپين بيرغ له تور رنګه سپېڅلې کليمې سره» او رايه «تور بيرغ له سپين رنګه سپېڅلې کليمې سره» بدلوي. خلافت به د امت لپاره واحد بيت المال رامنځ ته کوي، خلافت به د اسلامي امت له ګوټ-ګوټ سره يو ډول عدالت کوي. خلافت به په خپل ټول فکري، سياسي، نظامي اوفرهنګي ځواک سره د نړۍ په ګوټ –ګوټ کې د مسلمانانو له وينو، مقدساتو، شتمنيو او عزت څخه دفاع کوي، نو خلافت په هېڅ صورت له دغو غير اسلامي، لاسپوڅو او جبريه نظامونو سره ورته نه دی.

ډاکټر وهاج ليکي: تر ننه اخوان المسلمين د داعشيانو خلافت نه مني، او داعشيان اخوانيان ګمراه بولي، حزب التحريريان بيا د داعشيانو او اخوانيانو دواړو نه مني. نورې اسلامي ډلې خو لا پرېږده. درحاليکه چې د اعادة الخلافة او احياء الخلافة جذاب شعار د اخوانيانو ابتکار و، خو اخوانيان د دغه ابتکار داعشي او حزب التحريري تطبيق نه مني.

د خلافت احيا کول د هېچا ابتکار نه دی، بلکې د اسلامي دولت هغه نوم دی، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم، اصحابو رضوان الله عليهم اجمعين، تابعينو او تبع تابعينو ورباندې اېښی دی. تقريبا څوارلس سوه کاله پلی شوی او له ړنګېدو وروسته امت ورته په بېلابېلو طريقو کار پيل کړی دی. مګر له سيد قطب رحمه الله پرته چې د دغه نظام په اړه يې ځانګړی ليدلوری درلود او په خپلو ليکنو کې يې د جاهلي او اسلامي ټولنې تر منځ دقيق توپير رامنځ ته کړی و، نور مې په اخوان المسلمين کې څوک نه دي ليدلي چې د خلافت نوم يې د هغه په سمه معنی اخيستی وي. ځکه د اسلامي خاورو ملي واکمنان به يې کله پاچا او کله جمهور رييس او کله … خليفه بلل. خلافت او ملي نظامونه ډېر سره ليرې دي. خلافت او فدرېشن او کانفدرېشن هېڅ سره اړيکه نه لري. نن اردوغان ته هم کله نا کله په مستقيم او غير مستقيم ډول د خليفه اصطلاح کاروي، په داسې حال کې چې هغه په ترکيه کې د رسمي فاحشه خانو او له اسرائيلو سره د سوداګريزو او سياسي اړيکو د غوڅولو جرئت نه لري. دا ډول غير قادر خليفه ګان طبعا د منلو نه دي.

اوسمهال ټولو ته معلومه ده چې د خلافت له نامه سره د حزب التحرير نوم د لازم او ملزوم په توګه تړل شوی دی. يعنې؛ کله چې د خلافت نوم ياديږي، په بيړه د خلکو ذهن ته د حزب التحرير نوم راځي او کله چې د حزب التحرير نوم ياديږي، نو ژر د خلکو ذهن ته د خلافت سپېڅلې او بنسټيزه موخه ورياديږي. دا ځکه چې په اسلامي نړۍ کې د خلافت له سقوط وروسته يوازې حزب التحرير و، چې په غوڅ ډول يې د امت لپاره د اسلامي ژوند بيا پيلول يوازې او يوازې د اسلام د سياسي نظام «خلافت» تر سيوري لاندې ممکن وبلل او د دغه موخې د ترلاسه کولو لپاره يې متمرکز فکري او سياسي تياری ونيوه او د دغه موخې لپاره يې په ټولنه کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د تغيير او بدلون طريقه د خپلې مبارزې د تګلارې په توګه غوره کړه، د دولت د تاسيس، د هغه له لارې د اسلام د بشپړ تطبيق او د دعوت او جهاد له لارې نړيوالو ته د اسلامي دعوت د رسولو په موخه منظم ثقافت را منځ ته کړ، تر هغه چې امت ته يې د خلافت د پيلولو لپاره دستور «اساسي قانون» جوړ کړی، ترڅو د خلافت لومړۍ هسته د مذهبي اختلافاتو او افراط او تفريط ښکار نه شي.

ډاکټر وهاج تر دې هم وړاندې ځي او ليکي: «په دې سربېره د دغه ډول خلافت رامنځته کول اوسمهال عملي او واقعي هم نه بريښي، د دې معنی دا ده چې د پنځوسو اسلامي هيوادونو له مسلحو پوځونو سره جګړې وشي، د نړيوال سياسي نظام سره جګړې وشي؛ چې د مثبتی نتيجې ضمانت يې هيڅوک نشي ورکولی؛ خو دا چې څومره تباهي به رامنځته کړي؛ هغه له هيڅ يو عاقل انسان څخه پټه نه ده. نو اۍ کاش چې ځوانان نور د خلافت په نامه د وهم او سراب ښکار نشي، په دغه نامه جلب او جذب نشي، دا نن چې زمونږ ځوانان په کوم بد حال کې قرار لري؛ تکفيريان او خوارج ترې جوړيږي، خپل ځان هم تباه کوي؛ نور هم تباه کوي؛ خپل امت ته يې تاوان ډېر او ګټه هېڅ نه رسيږي، منشا او سبب يې همدغه وهمي سرابي شعار دی، چې ځينې خلک يې د ځوانانو د جلب او جذب لپاره کاروي، درحاليکه چې خپله هم پرې ايمان نلري؛ ځکه چې پوهيږي چې دوی وهم او سراب خرڅوي».

نه ډاکټر صيب د ترکستان په خوا تللی يې! ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم د دولت د تاسيس لپاره له ټولو عربي قبايلو، فارس او روم له لويو امپراطوريو او د هغو له وسله والو پوځونو سره جګړه وکړه؟! له شک پرته چې د دولت د تاسيس تر مهاله يې جګړه ونه کړه. مګر هغوی ته يې دعوت ورکړ او له هرې مقتدرې قبيلې څخه يې طلب النصره وکړه، چې بالاخره د اوس او خزرج قبيلو يې ملاتړ وکړ. اوس هم د اسلامي خاورو پوځونه د همدغه موخې لپاره د حزب التحرير د دعوت هدف دي او په منځ کې يې دعوت په خورا جديت سره دوام لري، چې د خلافت د لومړنۍ هستې له راڅرګندېدو سره سم به ځينې پوځونه خپلې خاورې له خليفه سره له بيعت وروسته يوځای کړي.

او د وهم او خيال په اړه به له ګڼو قرآني آيتونو څخه تېر شم او يوازې د احاديثو په لاندې نصوصو به بسنه وکړم:

له نعمان بن بشير رضی الله تعالی عنه څخه روايت دی، چې ويل يې؛ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: “تَكُونُ النُّبُوَّةُ فِيكُمْ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ، فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ مُلْكًا عَاضًّا، فَيَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ يَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ مُلْكًا جَبْرِيَّةً، فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا، ثُمَّ تَكُونُ خِلَافَةً عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ ” .ثُمَّ سَكَتَ. رواه احمد.

يعنې: په تاسو کې به نبوت وي، ترکله چې الله سبحانه وتعالی وغواړي، چې وي. بيا چې کله وغواړي هغه به واخلي. بيا به د نبوت پر تګلاره خلافت وي، ترکله چې الله سبحانه وتعالی وغواړي، چې وي. بيا چې کله وغواړي هغه به واخلي. بيا به ستاسو ترمنځ عاض (په غاښو باندې نيول شوی) ملک وي، ترکله چې الله سبحانه وتعالی وغواړي، چې وي. بيا چې کله وغواړي هغه به واخلي. بيا به جبريه ملک وي، ترکله چې الله سبحانه وتعالی وغواړي، چې وي. بيا چې کله وغواړي هغه به واخلي. بيا به د نبوت پر منهاج (تګلاره) خلافت راځي. بيا يې چوپتيا غوره کړه.

نو تاسو د پورتني حديث شريف مفهوم او د امت په ژوند کې د هغه تاريخي تطبيق ته په غور سره پام وکړئ، خپله د رسول الله صلی الله عليه وسلم د وړاندوېينې په توګه دغه حديث ژوندۍ معجزه ده. ځکه مرحله په مرحله د امت په تاريخ کې ياده وړاندوېينه تطبيق شوې ده، چې اوس يې موږ په جبريه دوره کې ژوند کوو او ورپسې به د نبوت پر منهج (تګلاره) باندې خلافت قايميږي. يعنې د نبوت له دورې وروسته د نبوت پر تګلاره د څلورو راشده خليفه ګانو خلافت و، ورپسې د امويانو، عباسيانو او عثمانيان عاض (په غاښونو باندې نيول شوی) ملک و، چې هغوی حاکميت په خپلو کورنيو کې منحصر کړی و او له ۱۹۲۴م کال راهيسې چې د مصطفی کمال اتاترک په واسطه خلافت له منځه يووړل شو، د جبريه نظامونو دوره پيل شوې او ترننه دوام لري، په دغه دوره کې اسلام نه تطبيق کيږي، امت خپل فکري، سياسي او جغرافيوي وحدت له لاسه ورکړئ، د ظالمو، فاسقو او آن ځينو کافرو چارواکو له لوري په امت باندې هر ډول ظلم دوام موندلی، د رعيت مقدسات، نواميس، وينې او شتمنۍ ټولې تر لوټ او تالان لاندې دي. نو په دغه جبريه دوره پسې د نبوت پر تګلاره؛ يعنې د ابوبکر، عمر، عثمان او علي رضوان الله عليهم اجمعين په څېر خلافت به يو ځل بيا تاسيس کيږي.

همداراز امام احمد په خپل مسند کې روايت کوي: إِذْ سُئِلَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم أَيُّ الْمَدِينَتَيْنِ تُفْتَحُ أَوَّلًا قُسْطَنْطِينِيَّةُ أَوْ رُومِيَّةُ؟ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلی الله عليه وسلم: “مَدِينَةُ هِرَقْلَ تُفْتَحُ أَوَّلًا” يَعْنِي قُسْطَنْطِينِيَّةَ. يعنې: کله چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وشوه، چې له قسطنطينيې او روم څخه کوم يو ښار به لومړی فتح کيږي. نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د هرقل ښار “قسطنطينيه” به لومړی فتح کيږي. د دغه حديث شريف د وړاندوېينې په برخه کې قسطنطينيه د محمد الفاتح په واسطه فتح شوه او د روم فتح پاتې ده، چې د الله سبحانه وتعالی په ‌آذن سره به يې راتلونکی راشده خلافت فتح کوي. ځکه په اوسنۍ جبريه دوره کې هېڅ هغه مسلمان حاکم چې د نظام سره يې د اسلام مختاړی او وروستاړی شتون لري، د دې جرئت او وړتيا نه لري چې اوسنۍ نړيوال نظم ګډوډ کړي او په فتوحاتو پيل وکړي. نو څوک چې له بغدادي، اردغان، غنوشي او يا محمد مرسي ډوله چارواکو څخه دا تمه لري، هسې پر سراب باندې د اوبو ګمان کوي. د رسول الله صلی الله عليه وسلم دغه وعده به د هغه حاکم په لاس ترسره کيږي، چې دولتي نظام يې خلافت وي او د ملګرو ملتونو په اډانه کې اوسنۍ نړيوال نظم نه مني او هره لحظه بشريت ته د اسلام د نور د خپرولو لپاره دعوت او جهاد ته په خپل بهرني سياست کې دوام ورکوي. چې دا به هم راتلونکی راشده خلافت ترسره کوي.

دې ته ورته  له تَمِيمٍ الدَّارِيِّ څخه روايت دی، وايي: له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه مې اورېدلي چې ويل يې: لَيَبْلُغَنَّ هَذَا الْأَمْرُ مَا بَلَغَ اللَّيْلُ وَالنَّهَارُ، وَلَا يَتْرُكُ اللَّهُ بَيْتَ مَدَرٍ وَلَا وَبَرٍ إِلَّا أَدْخَلَهُ اللَّهُ هَذَا الدِّينَ، بِعِزِّ عَزِيزٍ، أَوْ بِذُلِّ ذَلِيلٍ، عِزًّا يُعِزُّ اللَّهُ بِهِ الْإِسْلَامَ، وَذُلًّا يُذِلُّ اللَّهُ بِهِ الْكُفْرَ”. رواه احمد. يعنې: خامخا به دغه امر (اسلام د نظام په اډانه کې) هغو ځايونو ته رسيږي، چېرته چې شپه او ورځ رسيږي (احساسيږي او شتون لري) او الله سبحانه وتعالی هېڅ د وچې او لمدې کور او کېږدۍ نه پريږدي، مګر دا چې الله سبحانه وتعالی به دغه دين ورداخلوي، چې عزيز به پکې پياوړتيا مومي او ذليل به ذلت، هغه عزت چې الله متعال به د هغو په واسطه اسلام ته عزت (قدرت) ورکوي او هغه سپکاوی او ذلت چې الله سبحانه وتعالی به کفر ورباندې ذليل او سپک ګرځوي.

رسول الله صلی الله عليه وسلم تردې هم پياوړی زيری راکوي؛ له ثوبان رضی الله عنه څخه روايت دی چې ويل يې: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: “إِنَّ اللَّهَ زَوَى لِي الْأَرْضَ، فَرَأَيْتُ مَشَارِقَهَا وَمَغَارِبَهَا، وَإِنَّ أُمَّتِي سَيَبْلُغُ مُلْكُهَا مَا زُوِيَ لِي مِنْهَا … ” رواه مسلم. يعنې: له شک پرته الله سبحانه ما ته ځمکه (د يوې کُرې په ډول) واړوله راواړوله، چې مشارق او مغارب مې يې وليدل او زما د امت ملک (د اسلام تر واکمنۍ لاندې خاوره) به ډېر ژر ټولو هغو برخو ته ورسيږي، چې ما ته راوښودل شوې دي.

په دغه حديث شريف کې: دا چې مشارق او مغارب مې يې وليدل؛ يعنې د ځمکې ټول اړخونه، کله چې د ځمکې په يوه برخه کې لمر لويږي، په بله کې راخيژي، نو رسول اکرم صلی الله عليه وسلم تر دوه ختيځونو او دوه لويديځونو زيات ليدلي او بيا يې د ټولې هغې ځمکې په اړه چې ده ته الله سبحانه وتعالی ښودلې د خپل امت د واکمنۍ د رسېدو زيری ورکړی. موږ په تېر اسلامي خلافت کې د آسيا لويه برخه، د افريقا او اروپا يوه برخه فتحه کړې، خو ټوله اروپا، چين روسيه، استراليا او … سيمې لا تراوسه نه دي فتح شوې. دا هم د راتلونکي اسلامي خلافت دنده ده، چې د خپل جرار پوځ په واسطه به دغه پاتې نړۍ هم فتح کوي. خو متاسفانه نن موږ په هغه حالت کې ژوند کوو، چې پر موږ باندې زموږ له خپل جنس څخه ظالم، فاسق او آن ځينې کافر چارواکي حاکم دي او امت په خپل منځ کې په فکري، سياسي او جغرافيوي نفاق باندې اخته دی او د يو او بل په هلاکت او تفرقه باندې لګيا دی. د افغانستان چارواکي وګورئ، په هره دوره کې څومره يو او بل سره وژنو، د عربي نړۍ، د منځنۍ او جنوبي آسيا چارواکي او نظامونه هم وګورئ، همداراز په افريقا او د اروپا په اسلامي خاورو کې ياد چارواکي او کفري نظامونه د دغه امت په هلاکت بوخت دي.

ډاکټر صيب بيا هيلو ته ورته کړنلاره وړاندې کوي او ليکي: «د مسلمانانو تر منځ اتفاق او وحدت؛ يو شرعي مطلوب او اسلامي پرتمين هدف دی، نو د هر عصر مطابق چې په کومه طريقه کېدی شي؛ د دغه وحدت رامنځته کولو کوښښ دې وشي، هغه که د يو بيرغ لاندې را ټولېدل وي چې فعلا ډېر ستونځمن بريښي؛ هغه که يو اتحاد رامنځته کول وي، هغه که يو کونفداراليشن يا فدراليشن رامنځته کول وي؛ هغه که يو څو غټ اسلامي دولتونه رامنځته کول وي، مهمه دا ده کوم چې ميسر وي، عملي وي، تاوانونه او عوارض يې کم وي؛ هغو ته دې پناه يوړل شي، زمونږ په وړاندې يو کامياب مثال: اروپايي اتحاد چې هلته ډېر هغه هېوادونه چې په مليونونه يې له يو بل وژلي و؛ نن د يو اتحاد چتر لاندې راټول دي، يوه پيسه لري، تر ډېره يو خارجي سياست لري. که چېرته دغه ډول اتحاد بيا د اکثريت په اتفاق سره د کامل دمج مرحلې ته داخليږي؛ نو فبها ونعمت، تر دې ښه خبره نشته، خو تر هغو په قطري (د قاف په پېښ) دولتونو کې پاتې کېدل، او له مشر، رييس يا امير سره يې بيعت شرعي بيعت دی». د هغه د نظر د دغې برخې اساسي ستونزې ته په ټوليز ډول په پورتني استدلال کې ځواب وويل شو، د موضوع د لا اوږدېدو له کبله بيا ورته کومه اشاره نه کوم. خو څه چې د ډاکټر صاحب وهاج په استدلال کې ستونزه ده، هغه دا ده چې نوموړی د اسلام د سرچينو پر ځای د امت اوسنۍ واقعيت معيار نيسي او له هغه څخه استنباط کوي او د نصوصو د تحريف او يا د هغو د پيغام د بدلولو هڅه کوي. مګر مهمه دا ده چې د امت اوسنۍ حالت د اصلاح وړ نه بلکې بشپړ تغيير او بدلون ته اړتيا لري، له همدې امله قرآن، سنت، اجماع او قياس بايد معيار ونيسو او د هغو پر بنسټ بايد خپل اوسنی حالت اصلاح نه بلکې په بنسټيز ډول بدل او تغيير کړو. همداراز موږ خپله نمونه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اخلو، نه له اروپايي اتحاديې څخه. ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم د بشريت د ژوند د هر اړخ نمونه دی او د هغه پر کړنلاره باندې تګ هم واجب دی. ځکه الله سبحانه وتعالی فرمايي: لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِّمَن كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا  ۲۱. الأحزاب. يعنې: بېشکه تاسو ته غوره نمونه د الله سبحانه و تعالی رسول دی. د هغه چا لپاره چې (دری ځانګړنې ولري:) الله سبحانه وتعالی ته هيله ولري، د آخرت غوښتونکی وي او د الله سبحانه و تعالی ډېر ذکر کوي.

ډاکټر صيب بيا ټينګار کوي: «که څوک بيا هم په خلافت ټينګار کوي؛ او وايي چې: خلافت نه وي؛ نو مرګ د جاهليت مرګ دی، نو دی په حقيقت کې د تېرو 1300 کلونو علماء او ټول مسلمانان د پوښتنې لاندې راولي، او هغوی ټول ګناهګار بولي، ځکه چې هغوی موحد خلافت نه لاره او په يوه وخت کې د متعددو پاچاهيو تر حاکميت او متعددو بيعتونو لاندې پاتې شوي دي. په يادې موده کې په يوه وخت کې مسلمانانو مختلف دولتونه لرلي دي، د عباسيانو خلافت، د امويانو امارت، د طاهريانو، صفاريانو، سلجوقيانو، غزنويانو، فاطميانو, کردانو، موحدينو، ادراسه و مماليکو او ترکانو سلطنتونه او دولتونه». په دې اړه زه د اوس لپاره له تاريخي بحث څخه ډډه کوم، مګر بيا هم دا وايم چې موږ د دغه تاريخ پر بنسټ خپل اوسنی حالت په پټو سترګو نه منو او د خلافت لپاره له مبارزې لاس نه اخلو. ځکه موږ د خپلو اعمالو لپاره دليل له قران او سنتو څخه اخلو، نه له تاريخ څخه. مګر ښاغلی ډاکټر صيب هڅه کوي، له تاريخ او اوسني واقعيت څخه استنباط وکړي او امت د اسلام د يوازني مشروع سياسي نظام له تاسيس څخه په شا کړي، چې دا ډېره ناوړه او څرګنده ناروا هڅه ده. مګر دغه تاريخي واقعيت هم بايد مطالعه شي او ډېری وخت دغو بېلابېلو نظامونو چې په تاريخ کې په امپراطوريو مشهورې شوې دي، له مرکزي خلافت سره بيعت درلود او خطبې به د هماغه مرکزي خليفه په نامه ويل کېدې، په مرکز کې د خلافت د کمزورتيا او يا هم د سيمې د پراختيا له امله يې په شفافيت په اړيکو کې عمل نه کاوه، چې د خلافت د له منځه تلو يو عامل هم همدا کېدای شي. بل لور ته که ځينې داسې وو چې له خليفه سره يې پرته له شرعي دليله له بيعت څخه سرغړونه کړې وي، طبعا ګناه يې کړې ده. هغه مهال هم ناپوه، درباري او چاپلوس ملايان وو، نن هم شته. مګر رباني علما هېڅکله واقعيت ته په نصوصو ترجيح نه ورکوي او د هغوی په ګناه باندې اعتراف کوي. نو د هغوی له ګناه څخه موږ شرعي احکام نه استنباط کوو.

ډاکټر صيب ليکي چې: «زمونږ افغانستان او سيمه خو تقريبا د دويم قرن له پيله څخه تر ننه بيا له اسلامي غټو دولتونو مستقله پاتې شوېده، که چېرې تجوزا عباسي دولت ته خلافت ووايو، نو افغانستان او سيمه له هغه دولت څخه هم مستقله وه، ځکه چې دعباسي دولت په وجود کې دلته طاهري، صفاري، سلجوقي، غزنوي، دولتونه تېر شوي دي، د ترکانو د اسلامي دولت په وخت کې هم افغانستان مستقل پاتې شوی دی؛ آن چې د احمد شاه بابا دولت منځ ته راغی، هم مستقل پاتې شو».  دغه تش په نامه استقلال هم زموږ د خلکو د بغاوت له امله و، له همدې امله تر ننه دلته د اسلام بشپړ ثقافت تمرکز نه دی کړی، لږ اسلام او پراخ فرهنګي او ژبني دودونه مو ورځنۍ چارې سنبالوي، له همدې امله افغانستان هم د اسلام په تاريخ کې هېڅ د ترمذي، زمخشري، بخاري، نيشاپوري، نووي، غزالي او نورو په څېر علما او مفکرين نه دي روزلي. يوازې ابوحنيفه رحمه الله لرو، چې د هغه هم نيکونه کوفې ته تللي وو او د ده شخصيت هلته تکامل کړی و، نه زموږ په خاوره کې. نو د ډاکټر صاحب اصلي ستونزه دا ده چې د شرعي دلايلو پر ځای ډېری وخت له واقعيت څخه استنباط کوي او بيا په ډېر قطعيت سره خلکو ته د هغو حقيقت او حقانيت وړاندې کوې. آن تر هغه چې ځان عالم ګڼې او په خپل قوم کې د هدايت شوي عالم تمه هم نه کوي او ليکې چې «اللّهمّ اهد قومي فإنّهم لا يعلمون» اې الله ته زما قوم ته هدايت وکړې، ځکه هغوی نه پوهيږي. په داسې حال کې چې اوس د پاتې امت تر څنګ د افغانستان مسلمان ولس ته هم د اسلامي نهضت او بيدارۍ اوربڅري را رسېدلي او دغو مسلمانانو ته يې راشده مسير روښانه کړی او ګڼ شمېر مخلصو مسلمانانو ورباندې تګ پيل کړی دی.

بَلْ نَقْذِفُ بِالْحَقِّ عَلَى الْبَاطِلِ فَيَدْمَغُهُ فَإِذَا هُوَ زَاهِقٌ.الأانبيأء، ۱۸
«بلکه (موږ نه غواړو او) حق د باطل په غاړه کې وراچوو او حق د باطل د سر مغز سره ګډوډوي او باطل ډېر ژر له منځه ځي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
11 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

مستنیر صاحب السلام علیکم ! زه په هغه کچه چه لازم دی عالم څه چه طالب هم نه یم ، مګر مطالعه کوم له علماوو پوښتنی کوم په ځانګړی دول هغو مسایلو کی چه د اسلامی امت څه چه د هر مسلمان د ورځنی ژوند د پاره حیاتی اهیمت لری ، چه تر ټولو حیاتی مسله همدغه د خلافت اصل او موضع ده ، فکر کوم د وهاج لیکنه می نه ده لوستلی مګر ومی لیدله ، زړه می وو چه ویی لولم ، خو نورو مصروفیتونو تری غافله کړم ، زما عمر هم تر څو شپیتو رسیږی پشتو کی… نور لوستل »

سيف الله مستنير

دروند استاذ بيانزی صاحب اسلام علیکم ورحمه الله وبرکاته. ستا ټولې خبرې دقيقې دي او زما د ليکنې سره هېڅ په ټکر کې نه دي، مګر ما نشو کولای چې په دغه ليکنه کې دغو ټولو مسايلو ته اشاره وکړم، ځکه ليکنه همدا اوس کافي اوږده ده. اسلامي دولت، امارت، خلافت او امامت ټول ورته کارولی شو، مګر ملي فکر ولو که د امارت تر نامه لاندې هم وي، شرعا ستونزه لري. ځکه د دې ټولو شرعي حقيقت سره ورته دی. خو جمهوريت کارول راته بشپړ ناروا ښکاري، ځکه تر شا يې پروت مفهوم کفري دی. نو د بقرې سورت… نور لوستل »

محمود جان

محترم مستنير صاحب تاسو چی کومه لیکنه کړیره دادخلافت په اړه ده مګر ستاسی ملګری په فیسبوک کی لکه نصرت الله نصرت حقپال او ولید جان په امارت اسلامی پسی ډیری بدی وایی او هر وخت دمجاهدینو سوبی و امریکا اونورو ته منسوب وی دا په داسی حالت کی چی تاسو نه مسلح جهاد کوی او نه مو هم په 56 کالو کی ومسلح جهاد ته اراده شوی نو په تاسو به څنګه څوک داسلامی ګوند فکروکړی د نومنی په ډول د نصرت الله نصرت حقپال څو پوسټه درته وښیم . 1-کندوز د موصل په شان تسلیم شو(؟)! د ۲۰۱۴… نور لوستل »

محمد عبدالله

محترمو ورنو لږ توجه وکړی له دلو اوتنظیمونو او دتنظیمونو دپالیسیو دفاع مکوی ځکه بدون له شکه تولو دلو کی نیمګرتیاوی شته اما هغه نیمګرتیاوی چی باالکل انحراف ده لکه دکفارو او دکفار ملګری دوست نیول ،جهاد اوقتال نکول اویااوسنی شرایطو کی فرض نګنل،اسلامی حدود اوقوانین نه تطبیقول او پر زای یی کفری قوانینو ته غاړه ایخودل، یو خلافت دتول امت اسلام داتحاد لپاره نه جوړول او دننی انګریزی اوکفری جغرافیوی تقسیم ته رسمی او دجدایی یو اصل په سترګه ورته کتل او دهمدی سرحدونو پر اساس اتحاد کول (مونږافغانان یا دافغانانو ګته یا دسب سی پهلی پاکستن) او که… نور لوستل »

غوربندی

د اسلامپالو ورونو له خوا د خلافت د قیام هغه هم د مبارزی په مقدماتی پیل کی د تحميلي جغرافيوي تقسيماتو ناديده نيول پوره حماقت دي، د جغرافيوي حدودو رنگول په وسلواله طریقه د ولسونو د مستمر قتل عام ، فتنو او بدبختيو سبب کيژي، د جغرافيوي تقسيماتو د له منزه ورلو له موضوع سره مستقیم برخورد کول په داسي حال کی چی اسلامپال ورونه سیاسی وزن او اقتصادی ورتيا ونلري د مقسم اسلامی امت د لا ويشلو او توتی کيدلو أو د هغوي د قسمي هويت د له منزه تللو سبب جوريژي. كه زه خدانخواسته، العياذبالله مستشرق واي نو… نور لوستل »

سيف الله مستنير

محمود جانه وروره اسلام عليکم ورحمه الله وبرکاته، دا چې کافي وخت راسره نشته، نو بښنه غواړم. خو دومره درته ليکم چې د حزب التحرير د غړو او پلويانو فردي نظر د حزب التحرير رسمي نظر نه دی. د حزب التحرير رسمي نظر يوازې هغه خبرې دي چې د هغه رسمي ويندويان، مطبوعاتي اعلاميې او د ولايه افغانستان رسمي بيانونه دي او بس. دا چې حزب التحرير جهاد نه دی کړی، دا خبره مو دقيقه ده، چې حزب التحرير جهادي ډله نه ده، بلکې سياسي حزب دی. خو هر فرد يې د وړتيا په صورت کې ټول فرايض ادا کوي.… نور لوستل »

سيف الله مستنير

له محمد عبدالله ورور څخه هم مننه. په ټولنه کې د بنسټيز بدلون راوستلو لپاره بايد د رسول الله صلی الله عليه وسلم په ګامونو ګام کېږدو او دا طریقه توقيفي ده. نو د لا زيات معلومات لپاره د لاندې ليکنې د لوستلو وړاندیز درته کوم. http://hizb-afghanistan.org/article.php?lang=dari&category=5&aid=2737&parent=42 دې ته ورته حزب التحرير هېچا ته د خلافت د تاسيس لپاره زارۍ نه کوي، بلکې د امت تر منځ فکري او سياسي مبارزه کوي، هغوی راپاڅوي، امت غولېدلی، مګر په پوځونو کې لويه وړتيا شتون لري. دې ته ورته رسول الله صلی الله عليه وسلم طلب النصره کړې ده، حزب التحرير هم… نور لوستل »

محمد عبدالله

غوربندی صاحب الله دتاته اوماته هدایت وکړی ته سنګه دسرحدونو ختمول دمستشرقینو اوبیا دغربیانو نظریه بولی دا دمسلمانانو دنفاق جوړونی او داسلام بدنامولو او داحکامو دتبدیلولو کوشش خو همدا دمشتشرقینو کار دی چی په دیر افسوس بعضی کسان په همدالوبه کی لګیا دی او زه خو تولو ته همدا وایم چی اصل دین ته رجوع وکړی قران احادیث سنت رسول ص او دصحابه اودسلفو پیروی وکړی داسرحدونو ماتولو باندی کفار سخت خفه کیږی داکومو فوجونه چی دوی جوړ کړی دهر یو مسلمان زمکی اوجغرافیی ته او اربونو دالری ددی فوجونو په اکمال کی لګیږی دا زما او ستا یا دبل… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی

مسلمانانو ورونو السلام علیکم ! د اوسنی لیکنی په اړه چه کومی مناقشه ډوله تبصری لیکل شوی زه تری تر ډیری کچی راځی یم ، داسی بحث د حقایقو د رابرسیره کیدو سبب کیږی په دی شرط چه ورونه پکی د حقایقو د لاسته راوړلو دپاره تر ډيره کچی بیطرفی ولری ، مونږ پیغمبران نه یو چه معصومیت به لرو او نه دومره پوهان یو چه د اجتهاد کچی ته حتی نزدی شوی یو او نه دومره متقیان یو ، ټول سهوی خطاګانی لرو الله ج دی راته بخښنه وکړه چه هغه سهوی خطاوی مو قصدی نه وی او کله… نور لوستل »

منیر

جزاک الله بیانزی صاحب فه ایشاره کی دی دایومرتدفوهه کرل که فوهه شی دتا فه خبروداجاهل نوربه د مسلمانانو سره جنگ ختم کری

سيف الله مستنير

زه پوه نشوم چې منير به چا ته مرتد او جاهل ويلی وي؟ که څرګنده او واضح خبر وکړي، ښه به وي.

Back to top button
11
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x