شعـــــرونه

خوب ! لیکوال: قتیل خوږیاڼی

civilian killingيو سپين ږيرى شانته لمر دى
ترې تور ږيرى ماښام زيږي
د سپين سرې ابــۍ كور كې
چې نه اور شته نه ډيوه شته
د سپين سرې سپوږمۍ رحـم
وروي پـــرې رڼـــا تـــتـــه!
نـــازولـى شــان ماشــوم يې
پـه سپيره چـرگۍ ويــده دى

سرتــه ايښـى يــې د خاورو
يو كوچنى شانته بالښت دى
د خــــيالــونـــو سمنـدر كې
ابـــۍ ډوبــه ډوبــه درومـي
كلـــه يو شـان څپـــه راشي
د زنگـــــون پـــه آئينـه كې
پـــه خيالـــي دنيـــا ورگـډه
كله يو څه يې پـه زړه شي
ښې ورښمينې شــان جامـې واى
د زري تـــارو چَـــوَټــــې
بل طرف د سرو جامونــه
د خـــوږو پيو نــه ډك دي
خـــــيــــال يــــې وايــــي
كه راويښ مې نازولى شي له خوبه
د سرو جــام به ورله وركړم
ځان به پيـو باندې موړ كړي
دا د خيال و خـوب څپو كې
زنـــگيـــدلـــــه ډوبــيــدلــــه
چې يو دروند شانته آواز شو
وې زړې د كور شته راوړه
اوس زمــونږ مخې تـه كيده
زړه ويـــښه شـــوه ناڅاپـــه
گـــوري څـــو ببر سـرونــه
تمبـــوزك يــــې دى وهلـى
دا بــــه يــــې ويلـــې چــې
خـــپـــل شـــتـــــــه راوړه
دى زمـــونږ قلنگ په كلي
له دې كلي به ډك لاس ځو
كه نه ژوند په تا حرام شه
ماشوم پورته شو له خوبه
لـــه دهشــتــه لــړزيـدلــو
سوغــــيدلــــو ژړيـــدلــو
ژړيــــدلـــو سوغـــيدلـــو
ابــۍ چيغه كړه له وېرې
چـــې څه نه لرو بچيانو!
د څو شپو وږي پراته يو
نه ! په دې كله خلاصيدى شې
پــــه بــانـــو كـــې گټـــه نشته
در نه نــــه ځـــو تش لاسونـه
مال و شته دې بــوډۍ چېـرې
دي ښــخ كــړي راتـــه وايــه
چيغې مــه وهــه قـــرار شـه
كه نه مونږ به دې قرار كړو
درونــد آواز د درنـــدو ډزو
بـــوډۍ ويښــه كړه له خوبه!
بـــوډۍ ويښــه كړه له خوبه!

———————-
قتيل خوږياڼى(ورى، ۱۳۹۲ل.هـ- كابل)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x