fbpx

الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – (۷۱مه برخه)

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

————–

له غزا نه د پاتې شويو كيسه

بيرته پاتې شوي هغه چې بې عذره له رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) نه پاتې شوي وو، غزا ته نه وو ورسره تللي. د دوى په هكله خاص حكم وشو چې بايد له ټولنې ګوښي كړى شي تر څو توبه يې قبوله شوه او بيرته په اسلامي ټولنه كې ومنل شول. د تبوك غزا د ځانګړو شرايطو درلودونكې وه، د مسلمانانو لپاره يې له هر پلوه د سخت امتحان حيثيت درلود په همدې جګړې سره  مؤمنان له نورو نه بيل او وپيژندل شول. الله تعالى  تل په سختيو سره ريښتوني له دروغجنو نه بيلوي، الله تعالى فرمايي: (مَا كَانَ اللَّهُ لِيَذَرَ الْمُؤْمِنِينَ عَلَى مَا أَنْتُمْ عَلَيْهِ حَتَّى يَمِيزَ الْخَبِيثَ مِنْ الطَّيِّبِ)) (آل عمران: 179)

[ترجمه:  ندى الله چې پريږدي مؤمنان مختلط ستاسې په شان، تر څو جلا كړي ناپاكه له پاكه ځنې.]

كله چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د تبوك د غزا حكم صادر كړ، ټول مؤمنان روان شول، څوك چې پاتې شول مطلب يې دا ؤ چې په زړه كې يې نفاق دى. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ته به چې وويل شول چې فلانى ندى راغلى په مدينه كې پاتى شويدى نو ده به فرمايل: ‏(‏دعوه، فإن يكن فيه خير فسيلحقه اللّه بكم، وإن يكن غير ذلك فقد أراحكم منه‏)‏. [پرې يې ږدئ، كه خير پكې وي نو الله تعالى به يې حتماً راولي، او كه خير نه وي پكې نو ښه ده خداى يې له شر نه وژغورلئ.]

له همدې كبله له ريښتينو مومنانو نه هيچا هم لدې غزا نه سر و نه غړاوه، يوازې د عذر خاوندان پاتې شول او هغه منافقان و نه وتل كوم چې په الله او رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) يې ايمان نه ؤ. ځينو په دروغو سره بهانې جوړې كړې له رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) نه يې د پاتې كيدو اجازه واخيستله. لنډه دا چې يوازې منافقان او د عذر خاوندان پاتې شول، نور ټول لاړل، دلته درى كسان داسې هم وو چې له يوې خوا ريښتوني مؤمنان وو، عذر يې هم نه درلود، او له بلې خوا له غزا نه هم پاتې شوي وو همدغو كسانو ته پاتې شوي وايي په همدوى الهي ازموينه راغله تر څو بريالي ورنه ووتل.

كله چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) له تبوك نه بيرته مدينې ته تشريف راوړ، لومړى جومات ته لاړ، دوه ركعته لمونځ يې ادا كړ بيا يې له خلكو سره خبرې شروع كړې. منافقان چې شميره يې له اتيا1 نه زياته وه راغلل ډول ډول عذرونه يې وړاندې كول، قسمونه يې خوړل، رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) به هم د دوى عذر مانه، د دوى ظاهري اعتراف به يې قبلاوه بيعت به يې ورنه اخيست د مغفرت دعا به يې ورته كوله او نور به يې خداى ته  سپارل.

پدې ډله كې چې له رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) سره غزا ته نه وو تللي، درې كسه داسې وو چې د كلك ايمان خاوندان وو، اوس يې هم د رښتيا لاره غوره كړه، دروغ يې ونه ويل اعتراف يې وكړ چې بې عذره لدې غزا نه پاتې شوي وو. دغه درى كسان كعب بن مالك، مراره بن ربيع او هلال بن اميه نوميدل. دوى ومنل چې هيڅ عذر يې نه درلود خو په غزا كې يې ګډون ونكړ، همدا وه چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) امر وكړ چې بايد دوى له ټولنې نه ګوښي شي، مسلمانانو ته يې وويل چې له دوى سره اړيكې وشلوي او خبرې كول ورسره بند كړي.

دوى له ټولنې نه داسې پرې او بيل شول چې دا دومره لويه ځمكه ورباندې تنګه شوه، له ژوند نه ماړه شول له څلويښتو ورځو نه وروسته امر ورته وشو چې له خپلو ښځو نه هم جدا شي، لس ورځې نورې هم له ټولو نه پردي وو، تر څو له پنځوس ورځې بيلتون نه وروسته الله تعالى رحم پرې وكړ توبه يې قبوله شوه او دا آيت شريف نازل شو:((وَعَلَى الثَّلاثَةِ الَّذِينَ خُلِّفُوا حَتَّى إِذَا ضَاقَتْ عَلَيْهِمْ الأَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ وَضَاقَتْ عَلَيْهِمْ أَنفُسُهُمْ وَظَنُّوا أَنْ لا مَلْجَأَ مِنْ اللَّهِ إِلاَّ إِلَيْهِ ثُمَّ تَابَ عَلَيْهِمْ لِيَتُوبُوا إِنَّ اللَّهَ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ.))(التوبۍ: 118)

[په هغو دريو كسانو چې بيرته پاتې شوي وو تر هغه پورې چې تنګه شوه پر دوى دا ارته ځمكه او تنګ شول پر دوى زړونه د دوى او يقين يې وكړ چې نشته ځاى د پناه له قهره د الله، پناه يوازې له الله سره ده، بيا الله دوى ته د توبې توفيق وركړ بيشكه چې الله ښه توبه قبلونكى ډير رحم والا دى.]

پر دوى الهي رحم وشو، مسلمانان زيات خوشاله شول، دوى هم له ډيرې خوشالۍ نه صدقې وركړې او دا يې د ژوند تر ټولو نيكمرغه ورځ وه.

د هغو مؤمنانو په هكله چې د عذر په اساس يې په دې غزا كې ګډون نه و كړى، دا آيتونه را نازل شول: ((لَيْسَ عَلَى الضُّعَفَاءِ وَلا عَلَى الْمَرْضَى وَلا عَلَى الَّذِينَ لا يَجِدُونَ مَا يُنفِقُونَ حَرَجٌ إِذَا نَصَحُوا لِلَّهِ وَرَسُولِهِ مَا عَلَى الْمُحْسِنِينَ مِنْ سَبِيلٍ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ (91) وَلا عَلَى الَّذِينَ إِذَا مَا أَتَؤكَ لِتَحْمِلَهُمْ قُلْتَ لا أَجِدُ مَا أَحْمِلُكُمْ عَلَيْهِ تَوَلَّوا وَأَعْيُنُهُمْ تَفِيضُ مِنْ الدَّمْعِ حَزَناً أَلاَّ يَجِدُوا مَا يُنفِقُونَ)) (التوبۍ: ٩١- 92)

[نشته هيڅ ګناه په كمزورېو او نه په رنځورانو او نه په هغو كسانو چې نه مومي دوى هغه مال چې ولګوي يې په غزا كې كله چې اخلاص كوي له الله او رسول سره او نشته پر محسنانو ملامتيا. او نشته ګناه په هغو کسانو چې تا ته راغلل تر څو د سورلۍ لپاره څه ورکړې، تا ورته وويل ستاسې د سورلۍ لپاره څه نلرم، او دوى پداسې حال بيرته ستانه شول چې سترګې يې له اوښکو ډکې وې پدې غمجن وو چې د خداى په لار کې د لګښت لپاره څه نلري]

همدا راز رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) چې كله د بيرته ستنيدو په وخت كې مدينې ته را لنډ شو نو ويې فرمايل: ‏(إن بالمدينة رجالاً ما سرتم مَسِيراً، ولا قطعتم وادياً إلا كانوا معكم، حبسهم العُذْرُ‏)‏، قـالوا‏:‏ يا رسول اللّه، وهــم بالمدينۍ‏؟‏ قال‏:‏ ‏(‏وهم بالمدينة‏)‏‏.‏ په مدينه كې داسې كسان شته چې ناست هلته دي خو ستاسې ټول ثواب يې ګټلى دى، په هره دښته او هره لاره چې تاسې تللي ياست د هغې ثواب دوى ته هم ور رسيدلى دى، ځكه دوى عذر درلود او عذر يې ددې مانع شو چې له تاسې نه پاتې شي. اصحابو (رضي الله عنهم) ورته وويل يا رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم)! دوى ته ثواب په مدينه كې وركول كيږي؟ ده وفرمايل: هو همدا ثواب يې  پداسې حال كې په برخه دى چې دوى په مدينه كې ناست دي.

د تبوك غزا پايلې او اغيزې

دې غزا په عربي جزيره كې د مسلمانانو د نفوذ د پراختيا او پياوړتيا په لار كې لويه اغيزه درلوده خلكو ته ثابته شوه چې دلته يوازې اسلام هغه ځواك دى چې د بقا او دوام چانس لري او مسلمانان له ټولو نه ځواكمن او د زيات نفوذ خاوندان دي.

پدې غزا سره د منافقانو او جاهلانو هيلې له خاورو سره خاورې شوې. دوى تمه درلوده چې ګوندې روميان به مسلمانان له مينځه يوسي خو هسې ونه شول، همدا وه چې دوى هم مجبور شول ديخوا ته مخه کړي، نورې لارې ورباندې بندې شوي، نو واقعيت ته تسليم شول. او لدينه وروسته نور داسې دليل نه و پاتې چې مسلمانان نرمې ورسره وكړي. الله تعالى امر وكړ چې سختي ورسره وشي، صدقې يې ونه منل شي د جنازې لمونځ يې  ادا نه شي، رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) بايد نور د دوى لپاره مغفرت و نه غواړي او په قبرونو يې ونه دريږي. امر وشو چې د مسجد ضرار په نامه جوړ شوى د شر مركز ونړول شي. د قرانكريم آيتونه نازل شول منافقان يې داسې معرفي كړل لكه چې نومونه يې ياد كړي وي، ډير سپك او رسوا شول، نور ټولو پيژندل، پردې يې  له مخونو پورته شوې. ددې غزا اغيزه دا وه چې د عربي پلاويو شميره ډيره شوه، كه څه هم د مكې له فتحې نه وړاندې او وروسته د عربي قبايلو نمايندګان د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) خدمت ته راتلل خو له تبوك نه وروسته ددې ډول وفدونو شمير نور هم زيات شو.(1)

ددې غزا په هكله د قرآنكريم لارښوونې

د برائت سورت زيات آيتونه د همدې غزا د حالاتو او احكامو په هكله نازل شول. پدې آيتونو كې ځينې داسې دي چې غزا ته له روانيدو نه مخكې نازل شوي، ځينې د سفر په دوران كې او نور له غزا نه له بيرته ستنيدو نه وروسته نازل شويدي. ددې آيتونو په واسطه الله تعالى ددې غزا حالات او شرايط بيان كړي، د منافقانو حقيقت يې پكې څرګند او په ګوته كړيدى. د ريښتينو مجاهدينو مقام او فضيلت ته يې اشاره كړيده، د هغو دريو كسانو توبه پكې قبوله شوې چې بې عذره پاتې شوي وو او داسې نور.

ددې كال ځينې مهمې پيښې

پدې كال كې څه داسې پيښې شوې چې په تاريخ كې د ډير اهميت درلودونكې دي:

1- له تبوك څخه د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) له ستنيدو نه وروسته د عويمر عجلاني او ميرمنې تر مينځ يې لعان واقع شو. لعان يعنې د ښځې او ميړه له خوا يو پر بل لعنت ويل.
ددې حكم تفصيل د نور سورت  په نهم آيت كې راغلى دى چې لنډيز يې داسې دى: كوم كسان چې خپلو ښځو ته د زنا نسبت كوي او پدې هكله شاهدان ونلري، نو بايد لومړى ميړه څلور ځلې قسم وخوري او په قسم سره ووايي چې پخپله خبره كې صادق دى او پنځم ځل ووايي كه دروغ يې ويلي وي نو د خداى لعنت دې ورباندې وي، لدينه وروسته حد په ښځه راځي، خو كه ښځې هم لعان ووايه يعنې څلور ځلې په قسم سره يې د ميړه خبره دروغ وبلله او پنځم ځل يې وويل چې كه دروغ وايي نو د الله غضب دې پرې وي پدې سره له حد نه نجات مومي خو دواړه سره جدا كيږي.

2- له غامدي قبيلې نه يوه ښځه راغله د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) په حضور كې يې په زنا اعتراف وكړ هغه وخت يې وړوكى ماشوم درلود، خو كله يې چې ماشوم له شيدو نه جدا شو، ډوډۍ خوړل يې شروع كړل نو هغه ښځه سنګساره شوه.

3- د حبشې پاچا اصحمه وفات شو، او رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) يې  د جنازې غائبانه لمونځ ادا كړ.

4- د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) لور ام كلثوم (رضي الله عنها) چې د عثمان (رضي الله عنه) ميرمن وه وفات شوه. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ډير غمګين شو او عثمان (رضي الله عنه) ته يې وفرمايل: ‏(‏لو كانت عندي ثالثۍ لزوجتكها‏)‏‏.‏ كه دريمه لور مې درلودى هغه به مې هم تا ته په نكاح دركړې واى.
5- د منافقانو رئيس عبدالله بن ابي مړ شو. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) يې د جنازې لمونځ وكړ او د مغفرت دعا يې ورته وكړه. عمر (رضي الله عنه) مخالفت كاوه چې بايد جنازه يې ونه شي، له جنازې نه وروسته هغه آيتونه را نازل شول چې د عمر (رضي الله عنه) دريځ او خبره پكې تاييد شويده.

—–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د