fbpx

الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – (۷۳مه برخه)

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

————–

د رسول الله صلى الله عليه واله وصحبه وسلم غزاګانو ته يو نظر

كه د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) غزاګانو او دده له لوري استول شويو جنګي ګروپونو او پلاويو ته نظر وكړو، په نتايجو كې يې غور او دقت وكړو، نو دا به راته په ډاګه شي چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د تاريخ تر ټولو لوى او بې سياله قوماندان و، په شجاعت او حكمت، تدبر او پوهه كې يې سارى نه درلود. او هغه لكه څرنګه چې د نبيانو سردار او سالار دى همداسې د جنګ په ډګر كې هم د با تدبيره، زړورو او برياليو جنګ سالارانو سردار دى.

رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) بې وخته او بې ضرورته جګړه نده كړى، او كله چې د جګړې ضرورت پيښ شوى، نو په پوره شجاعت، تدبير او قاطعيت سره يې د جګړې امور ترتيب او عملي كړيدي. كله هم داسې نده شوې چې د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) لښكر دې د جنګي استراتيژۍ، پلان او تګلارې د کمزورۍله امله ماتې خوړلې وي، د مناسب ځاى انتخاب، د لښكر تنظيم، مناسبه استراتيژي او نورو برخو كې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) دا په اثبات رسولې ده چې هغه د نړۍ له هر بل جنګي قوماندان نه پوه او مخكې دى.

د احد او حنين د پيښو او ماتې سبب د يو شمير غازيانو كمزوري او د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د اوامرو مخالفت او هغه څه نه پلي كول و چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) له پوځي اړخه لازمي بللي و. او پدې دواړو غزاګانو كې د مسلمانانو له ماتې نه وروسته د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) نبوغ، شجاعت او حكمت په اثبات رسيږي. د احد په ورځ د جګړې په ډګر كې دومره استقامت او مقاومت كوي چې له امله يې د جګړې مخه په بله اوړي، ماتې بيرته په بري بدليږي، همدا راز د حنين په غزا كې هم په پوره حكمت او دقت سره ماتې خوړلى لښكر مقاومت ته رابولي، او داسې يې تنظيموي چې دښمن يې نور په وړاندې مقاومت نه شي كولى، د دښمن روحيات ماتوي، حوصلې يې پريوزي او ماتې خوري. پدې ډول حالاتو كې ډير لوى او زړور قوماندانان خپله روحيه له لاسه وركوي، هر څه ورنه شړيږي او د ځان له ژغورنې پرته د بل څه په فكر كې نه وي، خو رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) نه يوازې مقاومت كوي بلكه د دښمن برى په ماتې بدلوي. مطلب دا چې د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) جنګي پوهه او حكمت دومره ؤ چې تاريخ يې سارى نلري.

رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د خپل حكيمانه جنګي تاكتيك او بريالۍ استراتيژۍ پواسطه وكولى شواى په عربي جزيره كې امنيت ټينګ كړي. د اسلام او سولې دښمنان له مينځه يوسي، مشركان سولې ته اړ كړي او د اسلامي دعوت په وړاندې ټول خنډونه ليرې كړي هغه پخپل حكمت سره منافقان هم تجريد كړل، ريښتوني مومنان له دروغجنو او منافقانو نه بيل شول.

رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) نه يوازې پخپله عظيم لارښود او قوماندان ؤ، بلكه هغه ډير نور نوميالي قوماندانان هم روزلي دي. او همدا د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) په لاس روزل شوي قوماندانان وو چې د خپل لارښود له وفات نه وروسته يې د فارس او روم په مقابل كې جګړې وكړې، د شام او عراق په دښتو كې يې د مقابلې په ډګر كې پر دښمن غلبه وموندله، خپله برلاسي يې په اثبات ورسوله، او پخپل تدبر او حكمت سره يې وكولاى شواى دښمنان مات كړي، او د وخت دوې امپراطورۍ دړې وړې كړي.

د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د جګړو او غزاګانو بله ګټه دا وه چې د مسلمانانو لپاره كور، ځمكه او كار پيدا شو، د بې وسه مهاجرينو مشكلات حل شول، هغوى هم جنګي وسايل او مصارف پيدا كړل. دا ټول مشكلات پداسې حال او داسې طريقې سره حل شول چې په هيچا هم يوه ذره ظلم و نه شو.

رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د جاهليت د زمانې ټول دودونه بدل كړل، د هغې تورې دورې د جنګ اسباب او اهداف يې هم له مينځه يووړل. په جاهليت كې د جنګ معنى او هدف چور، چپاول، ظلم، تيرى، انتقام، د نورو حقوق تر پښو لاندې كول، د كليو او كورونو ورانول، د بې ګناه خلكو بې ځايه وژل، د ښځو په عفت تيرى، د ماشومانو، ښځو، زړو او بې وسانو پر حقوقو تيرى، د فصلونو او ونو له مينځه وړل او په ځمكه كې هر ډول فساد خورول ؤ. هو جنګ د اسم او معنى دواړو له مخې بدل شو، جنګ په جهاد بدل شو چې هدف يې مقدس او سپيڅلى ؤ دا داسې جنګ و چې انسانيت پرې وياړي، ددې جنګ هدف له ظلم او وحشت نه د انسان آزادي وه. پدې سره بې وسانو خپل حقوق تر لاسه كړل، د زورورو زور اوبه شو، د زور او ظلم دوره تيره شوه، حق او انصاف قايم شو. ددې جهاد هدف د هغو ښځو، ماشومانو او بو ډاګانو آزادي وه چې ويل به يې: اې ربه! مونږ لدې ظالمانو نه خلاص كړې، مونږ لدې كلي نه چې اوسيدونكي يې ظالمان دي وباسې، ربه! زمونږ چاره وكړې، زمونږ سره مرسته وكړې، او مونږ ته ولي او سرپرست پيدا كړې.

د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د جګړو هدف دا ؤ چې ځمكه له فريب، چل، غدر، خيانت، تيري او فساد نه پاكه كړي. ځاى يې انصاف، وفا، عدل، او پاكي ونيسي. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د جنګ لپاره شريفانه او سپيڅلي قواعد وضع كړل او كله به يې  چې كوم صحابي د لښكر قوماندان ټاكه نو د تقوى، عدل او انصاف توصيه به يې ورته كوله، امر به يې ورته كاوه چې له خلكو سره ښه معامله وكړي. سليمان بن بريده له خپل پلار نه روايت كوي:

رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) به چې څوك د لښكر قوماندان وټاكه نو د تقوى او له مسلمانانو سره د نيكۍ امر به يې ورته كاوه او فرمايل به يې: ‏(‏اغزوا بسم اللّه، في سبيل اللّه، قاتلوا من كفر باللّه، اغزوا، فلا تغلوا، ولاتغدروا، ولا تمثلوا، ولا تقتلوا وليداً‏.‏‏.‏‏.‏‏)‏ الحديث‏.[‏د الله په لار كې د الله په نامه جنګيږئ، له كافرانو سره جګړه وكړئ، جنګ وكړئ خو خيانت، غدر، فريب او چل مه كوئ، څوك مه مثله كوئ (اندامونه يې مه پرې كوئ) ماشومان مه وژنئ….] همدا راز د نرمۍ امر به يې ورته كاوه فرمايل به يې: ‏(‏يسروا ولا تعسروا، وسكنوا ولا تنفروا‏)‏‏.‏  آساني كوئ، سختي پريږدئ، خلك خپل كړئ او له ځان نه يې مه بيزاروئ.(1)

رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) به د شپې له خوا پر دښمن بريد نه كاوه، په اور د سوځيدو اجازه يې نه وركوله د ماشومانو، ښځو او زړو له وژلو، او چور چپاول نه يې په كلكه سره نهي كوله، فرمايل به يې: ‏(‏ِإن النُّهْبَى ليست بأحل من الميتة‏)‏‏.‏غلا او لوټ شوى مال د مردارې غوښې په شان مردار دى. د فصلونو له تباه كولو، ونو، بوټو له قطع كولو نه يې منع فرمايلې. او له خاصو ضروري شرايطو پرته يې كله هم د ونو د پرې كولو اجازه نده وركړې. دمكې د فتحې په وخت كې يې فرمايلي: ‏(‏لا تجهزن على جريح، ولا تتبعن مدبراً، ولا تقتلن أسيراً‏)‏.  زخمي مه وژنئ، او څوك چې درنه تښتي هغه پسې مه ورځئ، او اسير مه وژنئ. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) فرمان صادر كړى ؤ چې سفير او قاصد به نه وژل كيږي، د ذمي (هغه مشرك چې له مسلمانانو سره عهد او تړون ولري) مرګ ندى روا. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) فرمايي:

(‏من قتل معاهداً لم يُرِحْ رائحة الجنة، وإن ريحها لتوجد من مسيرة أربعين عاماً‏).‏ چا چې ذمي وواژه د جنت بوى به و نه مومي، پداسې حال كې چې د جنت بوى د څلويښتو كلو سفر په مسافه ليرې محسوسيږي.

دا او ديته نورې هغه اساسي لارښوونې دي چې د جاهليت د زمانې جنګ يې په مقدس جهاد بدل كړ.(١)

—–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د