نړۍ

نايجيريا کې چاودنو له پنځوسو زيات کسان وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۱۲مه، ۱۳۹۴ ل): نايجيريا کې د ډزو او چاودنو له امله لږ تر لږه پنځوس کسان وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي.

غربي رسنيو داسې انځورونه خپاره کړي، چې د نايجريا شمال ختيځ کې د چاودنو له امله ګڼ شمېر خلک غواګانې او مېښې پرتې دي.

ځايي خلک وايي، چې له چاودنو وروسته څو ساعته پرله پسې د سپکو او درنو وسلو ډزې اورېدل کېدې او شاوخوا پنځوس تنه په کې وژل شوي، مګر رويټرز خبري اژانس د خپل خبريال له قوله ليکلي، چې ده په خپله ۶۵مړي ليدلي دي.

چارواکي د دغو چاودنو پړه القاعده پورې تړلې پر بوکو حرام ډلې اچوي.

د نايجريا ولسمشر محمد هوهاري رسنيو ته ويلي، چې دوی د بوکو حرام جهادي ډلې پر ضد عملياتو کې بريالي دي او په ډېره لنډه موده کې به ماتې ورکړي.

د غربي رسنيو له قوله د بوکو حرام او حکومت په جګړو کې تر اوسه له ۱۷۰۰۰ زيات کسان وژل شوي او نږدې شل لکه بې کوره شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x