نړۍ

اروپا کې لس زره پناه غوښتونکي ماشومان ورک شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۱۲مه، ۱۳۹۴ ل): په تېرو دوو کالو کې اروپا ته تلونکو خلکو کې له لس زرو زيات ماشومان ورک شوي دي.

د اروپايي ټولنې پوليس وايي، چې دوی سره راجستر شوي زرګونو ماشومان اوس چې دوی ورپسې ګرځي ورک دي او هېڅ درک يې نه لګيږي.

د اروپايي چارواکو په وينا د دې خبرې قوي امکان شته، چې دغه ماشومان د مافيايي کړيو لاسته ورغلي وي او هغوی ترې د نورو وحشي کړنو ترڅنګ ناوړه جنسي ګټې هم ترلاسه کوي.

د ماشومانو د ژغورنې نړيواله اداره «سيو دي چلډرن» وايي، چې يوازې تېر کال له ۲۶ زرو زيات ماشومان له خپلو کورنيو او مشرانو پرته اروپا ته راغلي دي.
دا لومړی ځل دی، چې لويديځې رسنۍ د چارواکو له قوله د زرګونو ماشومانو د ورکېدو خبر ورکوي.

د اروپايي ټولنې د کشفي پوليسو مشر يورو پول نومي افسر ګارډين برتانوي ورځپاڼې ته ويلي، چې د لس زرو ماشومانو ورکېدو دوی اندېښمن کړي او د پيدا کولو هڅه يې کوي.

نوموړی وايي، چې دا لازمه نه ده، چې دا ټول ماشومان دې د مافيايي کړيو لاسته لويدلي وي، کېدای شي ځينې يې خپلو کورنيو او خپلوانو ته ورغلي وي، مګر دوی بيا هم انديښمن دي او هڅه کوي، چې د ورکو ماشومانو د ژوند او امنيت په اړه کره معلومات ترلاسه کړي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x