
مزمل: په قوي حالت کې د سولې خبرې د طالبانو عزت ښيي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): استاد محمد زمان مزمل افغان لیکوال، شناند، جهادي او علمي شخصیت او سیاسي فعال دی. په افغانستان کې د اسلامي نهضت فعال او مخکښ غړی ګڼل کیږي. نوموړي په پښتو او عربي ژبو ګڼې لیکنې کړي دي. په عربي ژبه یې پنځه کتابونه او په پښتو ژبه یې تر څلویښتو زیات علمي اثار لیکلي.
استاذ مزمل د مجاهدینو د خپلمنځي جګړو پر مهال د سولې د مختلفو پلاوو غړی پاتې شوی. اوس مهال په هیواد کې د بهرنیو اډو پر ضد د ملي یووالي جبهې مخکښ غړی دی. نوموړی د پګواش نړیوالې موسسې له خوا په قطر کې د افغانستان په اړه دایر شوي کنفرانس ته وربلل شوی و. نن ټکی اسیا له استاذ محمد زمان مزمل سره مرکه کړې چې تاسو یې لوستلو ته رابولو:
نن ټکی اسیا: په پیل کې که مهرباني وکړئ د قطر په پګواش کنفرانس کې مو د ګډون د موخې په اړه راته ووایاست؟
مزمل: په قطر کې د پګواش دوهمي جلسې ته مونږ هم دعوت شوو. مونږ چې د انډيوالانو سره مشوره وکړه مطلب د سولې او د افغانستان د قضيې د مطرح او د حل په جهت کې مونږ ښه وګڼله چې د نه شرکت نه شرکت ښه دی. په همدې اساس ډېر په لنډ وخت کې خبر شوو او راغلو. دلته په دې جلسه کې مو د تيرې جلسې په رابطه ډير فرق وليده او جلسه تر ډيره حده زما لپاره خو ډيره اميد ورکوونکې وه.
نن ټکی اسیا: په دې ناسته کې هغه نوي ټکي کوم وو چې تاسو ته اميد ورکوونکي وو او له کوم اړخه مو ورته امید ډیر و؟
مزمل: نوي ټکي خو دا وو چې ښه شو طالبانو په يوه لويه مجموعه کې په څه مسائلو صراحت وکړ چې خلکو مخامخ واورېده. او ما چې وليده په دې کې د خلکو لپاره ډيره دلچسپي وه، دا يې يوه خبره. او دوهمه دا چې په دې جلسه کې د تېر حکومت پنځه يا شپږ مهم کسان وو او د هغوی حضور خپله يوه معنی درلوده بيا خاصتاً چې په داسي وخت کې هغوی دلته راغلل چې په افغانستان کې حالات ډير منفي خوا روان دي. او دوهمه دا چې هغوی چې کومي خبري وکړې ډيري سازنده وې او د بون د جلسې نه بعد چې کوم جريان روان دی په هغې باندي چې هغه پوښ او پردې پرتې وې همدې وزيرانو مخامخ وڅيرلې او داسي خبري يې وکړي چې تقريباً يوه اميدواري يې رامنځ ته کړه. زه باور لرم که همدغه خلک په افغانستان کې د يوې سولي لپاره، وطن ته د طالب د راتګ لپاره کار وکړي زه فکر کوم امريکايان خپله مخ په وتلو دي، دلته د امريکايانو د مخامخ حضور لپاره څه پاته نه دي. ولي د سياسي کردار لپاره د امريکانو لپاره چون يو ابرځواک دی کېدای شي په افغانستان کې په يو نوعه کردار هر څوک چې راشي ورته پاتي شي. ولي زمونږ د ملي حاکميت په رابطه چې ډير توهين آمېز هغه ده هغه تقريباً داسي راته ښکاري چې د دې جلسې په خلال کې ما ته لږ اميد پيدا شو چې دا ځلې به د کابل حکومت هغه زوړ لابي عوض کوي.
نن ټکی اسیا: تاسو د طالبانو دريځ او د هغو کسانو نظریات مو واوریدل چې د پخواني حکومت چارواکي هم په کې وو، دا تصور چې ګویا طالبان سوله نه غواړي يا افغان حکومت؛ څنګه توجيه کوئ چې کوم يو سوله نه غواړي او د طالبانو نوی دريځ څنګه وو؟
مزمل: د طالبانو سره خو زمونږ د سولي په رابطه ډير وخت د څو کلونو نه مخکي تماسونه وو او طالبان واقعاً چې داسي يوه سوله غواړي چې واقعاً لاره يې خلاصه وي. ولې سياسي سوله کې طالبان محتاط دي چې مبداء خبرو ته ننوځي او د دوی په مجاهدينو او د دوی په ملګرو منفي اغېز وکړي او بيا جانب مقابل ډير ژمن پاتي نه شي.
طالب سره همدغه يو سوال دی چې دوی وايي وروستی تصميم په کابل کې د کابل د حکومت په لاس کې نه دی، نو هغوی زيات کوښښ کوي چې يو قسمت مسائل او يو سلسله وروستي تضمينات يې د امريکايانو او اروپايانو له خوا نه تنظيم شي، دوي په يوه داسي خام جهت کې ننه نه وځي چې بيا به هغوی وايي دا زه نه شم کولی او دا زه نه شم کولی. دوی دا د «نه شم کولی نه شم کولی» نه مخکي ځان ته لاره پاکوي. د دې نه د کابل حکومت او کابل کې شته خلک فکر کوي چې طالبان سوله نه کوي.
ولي زه په دې رابطه هم وايم چې طالبان بايد دا خبره ډيره اوږده نه کړي، دغه جلسه چې دلته وه کېدای شي په دې جلسه کې مهم خلک وو چې دولس ديارلس کاله يې کار کړی، کېدای شي هغوی هم د طالبانو دا خبره يوسي چې طالب يو قسمت مشکلات د امريکايانو سره لري، چې امريکايانو سره يې خبره صافه نه شي دا نور خلک خو خپلي خبري امريکايانو ته وړي نو د دوی (طالبانو) خبري به څنګه حل کړي؟!! دغه مسئله داسي يوه نوعه دې حد ته ورسوله چې دا ريښتيا هم يو څه مقدماتي کار غواړي او د دې مقدماتي کار نه وروسته به خلک واوري چې طالب سوله کوي. او هغه نور خلک چې هلي ځلي کوي، طالب دا ځلي بې له دې چې نور څوک يې ورته حاضر کړي دلته خلکو طالب مخامخ وليده. ولي دوهم او دريم ملاقات کې د قطر جرګه مجبوره ده چې يو تصميم ونيسي، ځکه چې مانا يې دا ده چې طالبان په قطر کې دفتر لري، خو دفتر بايد تصميم ګيرنده دفتر وي، چې تصميم ونه شي نيولی د دې بيا ريشتيا هم چې مايوسي عواقب يې ډير خراب دي.
نن ټکی اسیا: په غونډه کې طالبانو ځيني پېشنهادات وکړل، ایا تاسو دا پېشنهادات د شرائطو په ډول ارزيابي کوئ او که دا د مذاکراتو لپاره د زميني د مساعدېدو لپاره نظريات وو؟
مزمل: طالبانو څه مسائل مطرح کړل او دا منطق يې هم ورسره وويل چې دا شرط نه ده (دا مخکي له مخکي شرط نه ده) دا په دې خاطر ده چې طالبان وکولای شي، دا خو د يو بحران حال دی، دې کې چې د طالب موقعیت قوي نه وي، طالب نمايندګي ونه لري، د طالب بنديان را خوشي نه شي، هغه مهم خلک چې د طالب دي هغه پاته وي، دې ته ورته دوه درې مسائل نور هم دي، دا دوی په دې خاطر وويل چې په دې حال کې مونږ په يوه قوي منطق او په يو قوي جذبه باندي شرکت وکړو دا مو هدف نه دی چې خپل مسائل مخکي له مخکي نه حل کړو. تقريباً زما غوندي خلک خو قانع شول او زه فکر کوم چې اکثريت مجلس هم په دې باندي تر يو حده قانع شو چې طالبان دا خبره چې کوي دا ځل يې لږ افاده غوندي کړه.
نن ټکی اسیا: تاسو د طالب چارواکو خبري واورېدې، څومره باوري ياست چې دوی دا وار ريښتيا هم سولي ته ژمن دي؟
مزمل: زما ډيره پخوانۍ خبره ده چې که سوله شروع شي سوله ډير وخت نيسي. دا مسائل چې دومره يې جنګ پيچېده کړی دا داسي نه دي چې سړی کلکولېټر راواخلي لکه د حساب ماشين د ضرب او د تقسيم رموزو باندي ګوته کښېږدي او هلته يې په آينه کې نتائج ترې وويني. دا پيچيده مسائل دي، زه فکر کوم چې دا هم يو قدم وو چې د دولت ډير مهم خلک چې ډير سوابق يې درلودل مخامخ له طالب سره کېناستل، وايې ورېدې او په صراحت يې واورېدې. زه فکر کوم چې يو دوه پړاوه بايد له خلکو سره د دې حوصله وي. زه فکر کوم، مايوس نه يمه، چې طالبان به په دريم ملاقات کې کېدای شي د ډيرو مسائلو لپاره ځان اماده کړي چې حل يې غواړي. ولي زه خپله په دې عقيده نه يمه، د سولې په دې منځ منځ کې به ډير مشکلات راپيدا کيږي، کله کله به يوه جزيه يوه حادثه پېښه شي چې کېدای شي د سولي خبرو په رابطه يو حساس اغېز وکړي، انسان بايد د دې شيانو نه په تدريج… تاسو وګورئ يو ايران ديارلس کاله د امريکا سره د اتومي مسائلو په رابطه چنه وکړه، نه ايران په کې بې حوصلې شو او نه امريکا، يو نتيجې ته ورسېدل. زمونږ سوله خو د ايران د اتوم نه هم مهمه خبره ده، ۴۵ ملکه راغلي دي دلته يې يوه لويه… زمونږ خلک نيم يو خوا شوي او نيم بل خوا شوي دي، دا به يو څه مرحله او تدريج غواړي.
نن ټکی اسیا: ستاسي په باور د سولي د مېکانيزم د پرمختګ لپاره د پګواش هڅي څومره د ستايني وړ يا څومره مثمري دي؟ د سولي لپاره منځګړيتوب څومره په کار دی يا منځګړي بايد څوک واوسي؟
مزمل: زه خو شرمنده په دې يم چې مونږ د سولي خبري په قطر يا په بل ملک کې کوو. که د سولي لپاره جذبه او اراده وي نو ولې دا خپل خلک بېګانه وګڼو؟ خپل وطن ولي بېګانه وګڼو؟ خپل خلک که بېرون کې ولي يې بېګانه وګڼو؟ خو بيا هم يا دا دی چې زما سن ډير زوړ دی، زه د پګواش دا کوم سيستم او طريقه يې چې جوړه کړې ده دا ښه طريقه وه تقريباً د بحث لپاره د زغم څه په کې ډير وو يعني کومه طريقه چې انتخاب شوې وای ښه خبره يې دا ده چې افغانان دغسي يوه دوه درې جلسې وکړي. او دې جلسه کې هم څه خبري داسي مخامخ چيړ ته ولوېدې چې يو تعداد خلک کېدای شي خفه شوي وي، خو زه په دغه چېړ ځکه خوشحاله شوم چې دا چېړ داسي ده لکه هغه د نجار رنده او تېشه غوندي. په همدې چېړ، مجادله او مباحثه کې هغه خنډونه او هغه شيان له منځه ځي او کميږي. زه فکر کومه چې دويمه جلسه او دريمه جلسه به مشکلات ولري، ان شاءالله طالبان چې ما وليدل طالبان هغه طالبان نه دي چې د امريکايانو د تګ نه مخکي وو او خلک هم شايد دې ته ډير اميدوار وي چې طالبانو د دې سياست او د دې جنګ نه ډير څه زده کړي دي، جنګ مونږ ډير خراب هم کړو او اميد ده چې طالبانو ته يې د نوي سياست ډير نوي څه ورزده کړي وي.
نن ټکی اسیا: د ښځو د حقوقو، د ښوونې او روزنې د پراختیا، بیان ازادۍ او یا د نوې ټکینالوجۍ سره د همغږۍ په اړه تاسو د طالبانو نظریات څنګه واوریدل؟ په ځانګړي توګه په دې ناسته کې څو خويندو هم ګډون کړی وو له دوی سره د طالبانو برخورد څنګه وو؟
مزمل: زما لپاره هم ډيره فوق العاده وه او د ناستو خلکو لپاره هم فوق العاده وه. هغه افغانۍ نجونو يا زنانه وو چې حصه اخيستې وه هغوی ډير په داسي اسلوب وغږېدې چې د طالبانو په رابطه مي فکر نه کاوه چې دوی به په يو چېړ کې نه ورسره لويږي. خو له طالبانو سره ډير زغم وو او تقريبا هغه برخورد چې په دې جلسه کې د ښځو د مسائلو په رابطه د اورېدو په رابطه، طالبانو وروڼو هغوی کې ډير مشران علماء هم ناست وه هغوی چې کوم شی وښوده يعني تقريبا زما لپاره هم دا يوه نوې خبره وه چې زمونږ علماء زمونږ د دې خپل وطن د مسائلو لپاره ډير څه چې کېدای شي دا زمونږ کلچر يې ونه مني، زمونږ دا مرحله يې ونه مني، په جنګي مراحلو کې د ښځو مسائل داسي مطرح کول لکه دې جلسه کې چې مطرح شول زه هم موافق نه وم. که زما هم ږيره نه وای او زما هم لنګوټه نه وای کېدای شي زه خپله هم له دې خويندو سره درګير شوی وای. زمونږ په ملک کې حالات ډير خراب دي او بيا چې ډير خراب دي همدې امريکايي نظام خراب کړي دي. د ظاهر شاه د يو کال حوادث د ښځو په رابطه، د خشونت، د بې عزتۍ دا د يو کال مسائل په يوه مياشت کې دلته په دې څوارلسو کلونو کې پېښ شول بيا هم خلک د ظاهر شاه د وخت نه اوس دا زمونږ ځيني خوندي تودې دي.
نو زه فکر کوم چې د طالبانو برخورد هم ښه وو، مسائل يې هم داسي مطرح کړل چې زما له نظره خو د ښځي د تعليم او د کار په رابطه یې آخرنۍ خبره د طالب نه واخيسته، چې زه په دې خوشحاله هم نه شوم ځکه چې زمونږ په ملک کې يو مصيبت دا دی چې د ښځي حقوق خلک د يو امريکايي او غربي منظار نه مطرح کوي، او زه خپله شخصاً له دې سره ډير مخالف يم. د ښځي حقوق هغه طبعي حقوق دي هغه زمونږ په حدودو کې چې کوم حد اسلام ټاکلی او داسي نه يې په کار چې ښځه په هر شي کې له نر سره برابرول. زه فکر کوم دا يو غلط منطق دی او زمونږ په ډيرو خویندو کې داسي فکر په کار دی چې په افغانستان کې د افغاني ښځي سطحه د غربي ښځي سطحې ته پورته کوي. غرب خپله له دې نه په تنګ دی، غربي ښځه خپله پښېمانه ده چې غربي ديموکراسۍ له کوره نه هم وويسته او له عزت نه يې هم وويسته او ښځه له ښځينه طبيعت نه ايستل دا بې منطقه کار ده او د غربي تهذيب ډير غلطۍ دي. يوه غلطي يې دا ده چې ښځه يې له خپل فطرت نه وايستله او په همدې خاطر په غرب کې د دې اثرات حتی په اولادو کې ليدل کيږي، کورنۍ نظام په غرب کې ړنګ شو، ماشومان داسي رالوييږي چې د جرئت له نګاه نه هم فرق کوي. دا چې فرانسه کې تاسو وليده چې هغه عمليات وشول د اولس کلن او اتلس کلن نه ټيټ هلکانو يې غوښتل چې له خپل مورګانو (ميندو) سره څملي. زه دا نه وايم چې زمونږ په ملک جنګ دی نو د جنګي روحيې په مقابل کې يې بايد خلک حساسيت ونه ښيې، مګر داسي هم نه ده په کار چې په يو ښار کې يو دوه عمليات وشي، او د دوی دا عسکر راغلي دلته زمونږ په کليو کې هره ورځ همدا معاملې کوي. ولي زمونږ ماشومان خو د ادې په څنګ کې نه څملي، دا ددې نتيجه ده چې په غرب کې کورنۍ نشته، ماشومان د جذبي او روحيې د نګاه نه دغسي نيمګړي لويږي.
نن ټکی اسیا: د وروستۍ پوښتني په توګه، افغان حکومت او طالبانو ته مو څه پېغام دی؟ او په افغانستان کې د ميشتو په اړه مو نظر څه او هغوی ته څه پېغام لرئ؟
مزمل: د افغانستان حکومت ته مي دا پيغام دی چې که د حکومت وس مو درلوده پنځلس کاله مو تېر کړل، وزارتونه مو په کې تکرار وکړل… آبرومندانه په عزت خبره داسي ده لکه دلته چې يو دوه وزيرانو ډيرې د عزت خبري وکړې، سړی چې په خپله غلطۍ پوه نه شي نو بيا دا وزارت څه مانا ورکوي؟ او بيا دا سياست څه مانا ورکوي؟ دوی بايد په دې پوه شي چې يو خو يې هغه کوم ارمان چې وو هغه پوره شو او که د دې نه هاخوا د افغانستان د سولي او د ترقۍ لپاره ارمان درلوده حقيقت خبره دا ده چې دوی هغه پروني افغانستان ته چې دوی په ۲۰۰۱ يا ۲۰۰۲ کې راغلل هغه افغانستان ته به مونږ دوه درې کاله نور هلي ځلي وهو چې هغه افغانستان ته ورسيږو، دا وضعه يې دومره خرابه بولي. او بل د افغانستان د حکومت چارواکو ته مي داده چې کومي پيسې مو چې ګټلي دي مطمئن اوسېږئ تاسي سره څوک حساب مساب نه شي کولی، جنګي حالات دي قرار لاړ شئ افغانستان نه، پرېږدئ، کېدای شي افغانستان په يوه آبرومنده طريقه د يو کانفرانس له لاري لکه د بون يا چې ټول افغانان په کې حصه ولري لکه لويه جرګه… پرېږدئ چې يو دوه دورې موقت حکومتونه راشي. ايران کې هم همداسي وو د بازرګان حکومت راغی بيا د بنی صدر لږ نيمه منتخب حکومت راغی، معتدل خلک يې راوستل.
د طالبانو وروڼو لپاره مي همدا پيغام دی چې جنګونه چې په اوو، اتو کلونو کې د حل لار ه پيدا نه کړي د دې نه فاجعه جوړيږي، دا يو بحران دی، دا په افغانستان کې اوس يو بحران دی، دوی بايد په دې کې ډير سوچ وکړي، په دې کې ډير افتخار ونه کړي چې مونږه د امريکا سره جنګيږو او مونږ د غرب سره جنګيږو، د قيامت تر ورځي پوري دا اولس ونه جنګوي، جنګ له داخل نه خلک ډير خرابوي. نو طالبان وروڼه بايد منطقاً ډيرو مسائلو ته متوجه وي چې خپلو ترانو نه راووزي، دا خلک چې غرب ته ځي، د کورنۍ سره ځي، د لور سره ځي، دا وطن خوشي کوي دوی بايد احساس د مسؤليت وکړي چې دغسي وطن چې دوی آزاد کړي څه به کوي؟
خلک له خپلو خلکو نه کرکه لري او طالبان هم بايد ډيره لا فاصله ورته پاتي ده هغه وخت کې چې دوی په کابل کې حکومت درلوده دوی ډيري غلطۍ وکړې زه فکرکومه چې هغو غلطيو يو قسمت يې اخيستی ده او يو زيات قسمت يې لا پاتي ده. که په مشرانو طالبانو کې يو څه اصلاحات راغلي ټيټو کې کېدای شي د جذبې د نګاه نه هغه زړه جذبه مسلطه وي، يو ملت جوړېدل ډير زغم غواړي، ډيره حوصله غواړي، ډير تنازل غواړي.
سياست ګوره د ضد ځای نه ده، سياست د التئام ځای ده، د جوړولو او د راټولولو ميدان ده. نو طالبان وروڼه هم بايد فکر وکړي چې اوس خو پنځلس کاله وشوه د دې جنګ د سولي لپاره قوي عزم ولري او تحرک ولري.
زه دا نه وايمه چې خلک به دوی ته راځي، دوی دي د خلکو خبرو ته سمي خبري وکړي، نه، دوی خپله بايد ونه شرميږي، دوی په قوي حالت کې دي، سبا به دا حالت هم دوی ته نه وي. دا تېر کال کې دا دی کندوز د دوی په لاس کې ولويده او څو ولاياتو کې ډيري ولسوالۍ د دوی په لاس کې دي، دوی که په دغسي حالت کې د سولي لپاره هلي ځلي وکړي په دې خو دوی ته کسرشان نه راځي، دا خو د دوی لپاره ډيره د عزت خبره ده، خلک به پوه شي چې طالب د مشرتابه ظرفيت پيدا کړی، د مشرتابه ظرفيت دا چې ملت قانع نه شي په چا باندي چې دې کې د مشرتابه ظرفيت شته که نه، دا مونږ راټولولای شي، دا مونږ زغملای شي. ما ډيرې پخوانۍ خبري کړې ده چا راته ويلي کله افغانستان ته ځې؟ ما ويل چې يو سازنده ووينم چې ارمونه یې شاته تړلې وي او يو ملا کتابونه، نو زه هم د تورخم نه اوړم. هغه ډير وخندل، ما ويل سازنده به زمونږ چيرته ځي؟ نو مثال مي دی چې په يوه ملک کې خو ټول خلک نه اصلاح کيږي. دلته به د پېغمبر په مدينه کې هم له خلکو نه ګناوي کېدې او ګناوي کيږي د ګناه مخه خو څوک نه شي نيولی.
نن ټکی اسیا: ډیره مننه.