fbpx

پاکستان په خوست او پکتیا کې هم د تاسیساتو هوډ لري

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): د خوست او پکتیا اوسېدونکي وايي چې تر ډېورنډ کرښې په دې لوري کې پاکستانۍ ملېشې مېشت شوې او لارې يې بندې کړې دي.

د خوست د اوسېدونکو په قول له څو اوونیو راهیسې د ببرک تاڼې سرحدي لار او د ځاځي میدان ولسوالۍ څخه غځېدلې لارې د پاکستاني ملېشو له لوري بندې شوې دي او د دوی مېشت ځايونو ته څوک نه ور پرېښودل کېږي.

حاجي پټان د ځاځي ميدان ولسوالۍ اوسېدونکی وايي چې افغان سرحدي ځواکونه ورځ پر ورځ په شا ر روان دي او پاکستانۍ ملېشې وړاندې راځي.

د هغه په خبره افغان سرحدي ځواکونه له پاکستانيو ملېشو سره یوه خوله دي او ولايتي ادارې يې خو اصلاً په اړه خبر نه اخلي.

په ورته وخت کې د پکتیا ولایت ډېورنډ کرښې ته څېرمه اوسېدونکي هم ورته شکایتونه کوي او وايي چې پاکستانۍ ملېشو د څمکنیو لاره تړلې ده.

د دوی په خبره له پاکستان څخه بار وړونکي موټر افغانستان ته پرېږدي خو له دې لوري بیا موټر هغه بل اړخ ته نه خوشي کوي.

د پکتیا د اوسېدونکو په قول افغان سرحدي ځواکونه یا د پاکستاني ملېشو پر وړاندې بې وسه دي یا يې هم د کومې معاملې له مخې ورسره جوړه کړې.

د خوست او پکتیا اوسېدونکي وايي چې دوی پر دې باور دي چې پاکستانۍ ملېشې دلته هم لکه د پکتیکا په څېر په افغان خاوره کې تاسیسات پیلوي.

د خوست او پکتیا ځايي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې د پکتیکا په برمل کې په افغان خاوره کې څو کیلومتره د ننه د پاکستاني پوځيانو له لوري جوړه شوې دروازه رسماُ پرانیستل شوه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د