افغانستان

دناړۍ په جګړه کې ۱۵ داخلي عسکر وژل شوي

طالبان وایي نن سهار وختي یې دکونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې د داخلي اردو په یوه پوسته حمله کړې ، چې دسختې جګړې په پایله کې دپوستې ټول ۱۵ تنه عسکر وژل شوي او پوسته دمجاهدینو لاسته لویدلې .

طالبانو په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې په دې برید کې  ۱۷ میله وسله  چې یو هاوان ، یوه دهشکه او دوه ارپي جي توغندي ویشتونکي په کې شامل دي هم دطالبانو لاسته ورغلې ده ، بله غاړه په کابل کې ددفاع وزارت وایي چې په دې جګړه کې دیارلس عسکر وژل شوي دي ، حکومت منلې چې دغه په سیمه کې پوسته یې دطالبانو لخوا فتحه شوې ده .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x