MUSLIM-WOMAN

ښځې ولې چټي ژاړي؟!

حامد افغان

ماشو له خپلې مور نه پوښتنه وکړه: ولې ژاړې؟ هغې په ځواب کې ورته وویل: ځکه زه ښځه یم، ماشوم وویل: زه په دې نه پوهیږم! مور یې په غیږ کې ونیو، او ورته کړه یې: هیڅکله به په دې پوه نشې .. وروسته ماشوم له خپل پلار نه پوښتنه وکړه: پلار جانه! زما مور ولې چټي ژاړي؟! پلار یې ورته وویل: زویه! ټولې ښځې چټي ژاړي ..

ماشوم لوی او سړی شو، خو لا نه پوهيدی چې ښځې ولې چټي ژاړي! یوه ورځ یې يو هوښیار عالم پیدا کړ او هغه ته یې دا پوښتنه وړاندې کړه او هوښیار عالم د دې پوښتنې داسې حکیمانه ځواب ورکړ: کله چې الله ښځه پیدا کړه هغې ته یې د ژوند د درنو پیټیو وړلو له پاره ځواکمنې مټي ورکړې، هغې ته یې د نازکو خو سختو کارونو له پاره پاسته لاسونه ورکړل، هغې ته الله پریمانه داخلي ځواک ورکړ لکه د ماشوم زیږولو او بیا د هغه پالنې او روزنې ځواک، له ماشوم سره د دومره ستونزو ګاللو سره بیا هم د هغه له خوا په سختیو او نافرمانیو صبر او حوصله، داراز هغې د کورنۍ زیاتو او سختو کارونو ته په مختلفو حالاتو کې اوږه ورکړې وي، او له دې سره د نږدې سړیو د احسان فراموشي تراخه هم زغمي.

له دې سره الله ښځې ته اوښکې او د اوښکو بهولو نعمت! هم ورکړی دی څو یې د اړتیا په وخت تویه کړي، د هغې ځیني پنځیز او طبعي مسؤلیتونه نرم او پاسته بدن ته اړتیا لري او دا نرم بدن بیا د درنو کارونو د ترسره کولو مسؤلیت هم لري، نو په داسې حالاتو کې هغه مختلف دردونه زغمي او د دې زغم سختي یې زړه له دوکه او کړاوه ډکوي او هغه دوک او کړاو د سترګو له لارې د رڼو اوښکو په بڼه راباسي، او دا د دوک، کړاو او دردونو بهانده چینه بې رحمه سړي د ښځو کمزوري بولي!

خدایګو د ښځې دا چټي(!) اوښکې په حقیقت کې د هغې لوی ځواک ده، او دا اوښکې د ډېر احترام او زیات درنښت وړ دي، د کورنۍ د نیکمرغي، خوشالي او چوپړ د سختیو زغمل اسانه کار نه دی، ښځه دا ټولې سختي په چوپتيا سره زغمي او که د زغم کاسه یې ډکه او درنه شي نو د اوښکو له لارې یې تشوي او سپکوي، نو دا اوښکې چټي او د کمزوري مه بولئ، دا درنې او محترمې اوښکې دي او دا هغه ملغلرې او زرزري دردانې دي چې زما او ستا د ارام او نیکمرغي په لاره کې د سختیو د زغم په ټس کې بهیږي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حنیف
میلمه
حنیف

حامد افغان صیب سلامونه او احترام!
زه ستا هره لیکنه لولم او خوند او فایده تری اخلم خو دا لیکنه می دی خوشه نه شوه، ددی په زای دی دنبوی سیرت یا دصحابوو دکوم یو کیسه لیکلای وای یا دکوم دینی عالم کومه نیکه خبره یا مشوره راوری وای نو په دنیا او اخرت کی به الله اجرونه درکری وای، پدی لیکنه کی نه دنیوی فایده شته او نه اخروی، هسی چتی لیکنه ده لکه خزی چی هسی چتی ژاری.

Hamid
میلمه
Hamid

حنیف صیب منندوی مو یم چې زما لیکنې لولئ
او دا لیکنه به ستا له نظره چټي وي خو همدلته تر زرو زیاتو کسانو لایک کړې او خوښه کړې ده 🙂
د هر چا خپل خپل نظر وي ستا نظر ته په احترام د ځینو چټي نورو ته غوره وي دلته هم دا کیسه ده.