نړۍ

نن د نوماندانو د امتحان لومړۍ ورځ ده، ټرمپ او هيلري تر نورو وړاندې دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۱۲مه، ۱۳۹۴ ل): د روان کال په نومبر کې د امريکا ولسمشريزو ټاکنو لپاره جمهوري پلوه او ډيموکراتان د خپلو نوماندانو د غوراوي امتحان نن اييووا ايالت کې اخلي.

د دواړو ګوندونو ګڼو احتمالي نوماندانو له تېرې يوشې مياشتې راهيسې دغه ايالت ته له ۳۵۰ ځله زيات راغلي او هر يو دا هڅه کړې، چې د ولسمشريۍ د نوماند په توګه خپله وړتيا وښيي.

د جمهوري پلوو احتمالي نوماندانو کې ميلياردر ډونلډ ټرمپ د خپل پرمختګ او وړتيا ښوولو لپاره خپله ښځه ميدان ته راويستې او د ډيموکراتانو له ګونده د احتمالي نوماندانو په لړ کې د بهرنيو چارو پخوانۍ وزيرې هيلري کلنټن، د هغې مېړه بل کلنټن او لور چيلسي په ګډه هڅه کوي، چې هيلري له خپل ګونده کانديده اعلان شي.

دجمهوري پلوو له ډلې د پخواني ولسمشر کشر بوش ورور جېب بوش د نوماندۍ ترلاسه کولو لپاره خلکو ته وړيا برګر ورکول پيل کړل، د همدې ګوند ټيډ کروز د خپل ښکاري ټوپک سره د و لسي خلکو په مرسته د مرغيو په ښکار پسې وتی و.

د څو مياشتو پرله پسې هڅو وروسته نن د نوماندانو د بريا او ناکامۍ وروستۍ ورځ ده.

د اوييووا ايالت د اوسېدونکو شمېر شاوخوا دېرش لکه دی او سره له دې، چې دې ځای کې بريا او ناکامي د نوماندانو د برخليک پرېکړه نه کوي، مګر د متحده ايالتونو قانون دا دی، چې ګوندونه د خپلو نوماندانو د غوراووي امتحان له دې ځايه پيلوي.

د اييووا ايالت اوسېدونکي تر ډېره پر دې خبره خوښ دي، چې د ولسمشريزو ټاکنو نوماندان له دې ځايه غوره کيږي، مګر ځينې نور يې پر تلويزونونو د پرله پسې سوداګريزو اعلانونو او پر مبايلونو له راتلونکو پيغامونو څخه تنګيږي.

د جمهوري پلوو له لوري تر اوسه ډونلډ ټرمپ او ټيډ کروز ترمنځ سيالي روانه ده. ټرمپ د خپلو پلويانو د زياتولو لپاره کله د مېکسکو په اړه ترخې خبرې کوي او کله بيا د مسلمانانو پر ضد له تاوتريخوالي ډکې خبرې او ګواښونه کوي.

ټيډ کروزي بیا وايي، چې ډونلډ ټرمپ د ډيموکراتانو ايجنټ دی او کله بيا وايي، چې د ټرمپ له امله امريکا کې مسيحيت له ګوښ سره مخ دی او له دې لارې هڅه کوي، چې د خپل ګوند له لوري د نوماندي څوکۍ ته ځان ورسوي.

د جمهوري پلوو له لوري درېيم احتمالي کانديد مارکو روبيو دی او د امريکايي رسنيو په وينا فعاليت يې ښه دی او که نوماندي وبايلي، په ډېر لږ توپير به يې بايلي.

په لومړيو کې خو داسې ښکارېده، چې هيلري کلنټن د ډيموکراتانو ځانګړې نومانده ده، مګر وروسته څرګنده شوه، چې د دې لپاره اوسني حالات هم د ۲۰۰۸م په څېر دي او يو غير مشهور سياسی فعال برني سينډرز غواړي، چې د هيلري پر ځای د خپل ګوند له لوري د ولسمشرۍ نوماند شي.

سينډرز ګوند کې د ښي اړخو پلوي کوي او په ويناوو کې يې تر ډېره هغه جذبه ښکاري، کومه چې ۲۰۰۸ کې د بارک اوباما په ويناګانو کې ښکارېده.

د سينډرز په جلسو کې ډېری ګډونوال ځوانان او منځني عمر لرونکي وي.

د ټاکنيزو چارو څارونکي وايي، چې کېدای شي، راتلونکو ايالتونو کې برني سينډرز له هيلري وړاندې شي، دمګړۍ په ډېرو لږو شمېرو هيلري کلنټن له سينډرز وړاندې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x