شعـــــرونه

ترې نفرت کومه

مخکي مي يار وو اوس اغيار دئ ترې نفرت کومه
دا چي ملګرى دخو نکار دئ ترې نفرت کومه

ديرغلګرو کړي خدمت پرې خپل وطن ورانوي
داربکي ځوان دغه کاردئ ترې نفرت کومه

دا دمظلوم اولس قاتل دادناټو طرفدار
وران دئ لاس پوڅ داستکباردئ ترې نفرت کومه

دي په ښکاره يې غزولي ددوستئ لاسونه
په پټ مار دي لوى ښامار دئ ترې نفرت کومه

پرې تازه کيږي فاسقان تل دشيطان په مرسته
ډول دئ باجه ده که سيتاردئ ترې نفرت کومه

دې کوڅه ګښتو بې حياو تل ځوانان تېر ايستي
په غم لړلى يې سينګاردئ ترې نفرت کومه

الهامه ډير راباندي ګران وو آن رهبر مي باله
اوس دپرديو خدمتګار دئ ترې نفرت کومه
2013/04/11
—————————-

نړ يوال مغرور قاتله!

خزانګيه !راته وايه !دا ګلونه څنګه هېرکړم
مړې بلبلې ړنګ ګودر ړنګ چنارونه څنګه هېر کړم

اې دفيل په غوږ کي پروته ګوډاګيه منصبداره !
دا زخمونه دا در دونه دا ويرونه څنګه هېر کړم

دا معصو مې جنازې او دامظلوم شهادتو نه
څنګه هېرکړم زوى دي ومره داظلمونه څنګه هېرکړم

ماسيواله دې مي هم درنه خوږې خاترې نشته
نړئ وال مغرور قاتله !زندانونه څنګه هېر کړم

داشېبې به دي کړم هېري چي په سپکه راته ګورې
دا چاپې دا سکنجې دا بمبارونه څنګه هېر کړم

دزړګي دصبر توان مي وړى دئ دکونډو ساندو
ديتيم پرمخ داوښکو قطارونه څنګه هېر کړم

هرګړى راته ياديږي څڼېور لالى په مينه
دشهيد مين دميني دا يادونه څنګه هېر کړم

ترې کورونه، عفتونه هم قرآن مومحفوظ نه دئ
نمرودي ميراث لاسونه هم اورونه څنګه هير کړم

زماالهام تربورګى نه يې چي به وار درته پرېږدمه
زما دخداى باغي دښمنه ستا وارونه څنګه هېرکړم
2013/04/09
————————

وير نه واى

جنګ نه واى ګيلې نه واې ښېرې نه واى خپګان نه واى
پاکه سپينه مينه واى ، شيرينه واى ، هجران نه واى

هر انسان کو لاى په سيا لي دبـنـدګي ژوندون
رب نه بغاوت نه واى ، ګناه نه واى،شيطان نه واى

نه واى دخالق نه سيوا بل ته غلا مي کو ل
دين او وطن فروش نه واي،غدار او بې ايمان نه واى

اْف!څومره به ښه ووچي مظلوم نوم پروت په چانه واى
وير نه واى، اسير نه واى، ظالم نه واى، زندان نه واى

هرې کورنئ ته واى خپل غــړي دستر وياړ سبب
څوک دمور او پـلار او مشــرانو نا فرمان نه واى

للى واى نفسونه ،درست فکرونه هم نظرونه درست
سازنه واى، رباب نه واى، ډولک نه واى، ډمان نه واى

هله به پوره واى اې الهامه ! ستا همدا ارمان
دغه يهود يان ، منــافقان او اربـکيان نه واى
2013/04/08

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x