افغانستان

طالبان د ښځو حقونو او د بیان ازادۍ ته ځان ژمن بولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو پخپله اوونیزه تبصره کې چې د دوی رسمي نظر څرګندوي ویلي چې د ښځو حقونو او د بیان ازادۍ ته ژمن دي.

افغان حکومت، د دوی بهرني ملاتړي او مدني فعالان داسې انګېري چې له طالبانو سره له سولې وروسته به د ښځو حقونه او د بیان ازادي تر پښو لاندې شي، خو طالبانو ویلي چې دوی په دې برخه کې ځان ژمن بولي.

دغه تبصره چې د پګواش د وروستۍ ناستې په اړه شوې ده، په ياده ناسته کې د طالبانو د لوستلې وينا پر اړه هم څرګندونې شوي دي.

د تبصرې له مخې طالبانو د پګواش ګډونوالو ته ور واورول چې د اشغال خاتمه او د اسلامي نظام قیام د دوی هدف دی او د اسلامي اصولو او ملي ګټو په رڼا کې مدني فعالیتونو، د بیان ازادۍ او د ښځو حقونو ته ځان ژمن بولي.

طالبانو پر دې خوښي څرګنده کړې چې د پګواش د ناستې په پرېکړه لیک کې د دوی دریځ معقول بلل شوی او تاييد يې شوی دی.

دا غونډه چې د ښځو په ګډون سربېره پکې سیاسي مبصرينو او د نظر خاوندانو هم برخه لرله د د روان میلادي کال د لومړۍ میاشتې په ۲۳-۲۴مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د پګواش کاناډايي مؤسسې له لوري جوړه شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx