افغانستان

د کابل اوسېدونکي: اوس مو نه ځان او نه مال خوندي بللی شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): د پلازمېنې کابل اوسېدونکي په دې ښار کې د جنايي جرمونو ډېرښت اندېښمن کړي او د دوی په خبره نه يې ځان او نه هم مال خوندي ګڼل کېږي.

د جمعه خان په نوم د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي چې د شپې خو څوک د ډېر ضرورت له امله هم د باندې وتلو ته زړه نه شي ښه کولی، ځکه چې د ښار په کوڅو کې مسلح غله ګرځي.

د امین الله په نوم یو بل تن وايي چې غله ان له مسجدونو نه هم د چندې صندوقونه لوټي او پیسې له ځان سره وړي.

د هغه په خبره څو ورځې وړاندې په مزاري واټ کې ولیعصر مسجد ته غله ننوتل د مسجد د چندې لپاره ایښی صندوق يې ولوټه او په ارامه له مسجده ووتل.

په ورته توګه د موبایلونو، کمپیوټرو او نقلیه وسایلو د تښتولو پېښې د ښار په ګوټ ـ ګوټ کې پښې شوې دي چې ښاريان اندېښمن کړي دي.

د کابل امنیتي مسوولین بیا وايي چې دوی هڅه کړې او په وينا يې د څو میاشتې پخوا په پرتله دا پېښې کمې ګڼل کېږي.

د کابل د امنیه قومندانۍ د جنايي څېړنو مشر فریدون عبیدي وايي چې وړاندې تر دې ښار تر دې بد وضعیت درلود، خو د دوی په هڅو جنايي پېښې دېرش سلنه کمې شوې دي.

ياده دې وي پر پلازمېنه سربېره په کندهار او هرات ښارونو کې هم د جنايي جرمونو د ډېرېدو خبرونه ورکړل شوي دي، چې د اوسېدونکو په قول يې سیمه ییز مسوولین يې پر وړاندې بې وسه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x