د بغلان اوسېدونکي وايي، دغه مسجد د امنيتي ځواکونو په ډزو کې ونړيد.

بغلان: امنيتي ځواکونه ملکي تاسیسات په نښه کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۱۲مه، ۱۳۹۴ل): د بغلان اوسېدونکي وايي چې په دې ولایت د طالبانو پر ضد دولت په پیل شويو عملیاتو کې په لوی لاس ملکي تاسیسات په نښه کېږي.

د دوی په خبره دوی شواهد او اسناد لري چې دولتي ځواکونو ان مسجدونه نړولي دي.

ډنډغوري چې د بغلان په جګړه کې ښکېله ساحه ده، اوسېدونکي يې امنیتي ځواکونه ړانده بولي او ګیله کوي چې پرلپسې د طالب وېشتلو پر پلمه ملکي ودانۍ په نښه کوي.

د یوسف نظري په نوم د ډنډغوري یو تن اوسېدونکی پخپله فیسبوک پاڼه لیکي چې دوی همدا شېبه د ملي اردو په هوان کې د لګيدلي مسجد د نړېدلې برخې په رغولو بوخت دي.

بغلان؛ ډنډ غوري؛ د ملکي ودانيو د لوټ یوه بله بېلګه ده

بغلان؛ ډنډ غوري؛ د ملکي ودانيو د لوټ یوه بله بېلګه ده

په بغلان کې د جګړې د شدت له امله د لوی درستیز مرستیال مراد علي مراد هم دې ساحې ته رسېدلی، چې د عسکرو له لاسه وتې جګړه را کنټرول کړي.

دولتي سرچينې وايي چې تر اوسه يې تر ۵۰ ډېرو طالبانو ته مرګ ـ ژوبله اړولې او طالبانو بیا د بغلان په ټوله جګړه کې د شاوخوا ۴۵ تنو امنیتي ځواکونو د مرګ ـ ژوبلې خبر ورکړی دی.

ياده دې وي د بغلان په یاده جګړه کې پلازمېنې کابل ته د غځېدلې برېښنا پايه هم نړول شوې ده، چې دولتي سرچينو د طالبانو کار وباله، خو وروسته يې ومنل چې دا پایه د درنو ډزو په پایله کې نړېدلې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د