نظــر

نېکې په جنجال واوښته

 ټولنه کې د یوشمیر منفې اړخونو ترڅنګ ډیر ښه اومثبت اړخونه هم شته ،پخوا او اوس هم ډیری عام خلک له نورو هیوادوالو او انسانانو سره په ځينو سختو شرایطو اوحالتوکې د خواږۍ،مرستې او بار وړلو عادت لري.

 ممکن دا به زمونږ د کلتور یوه برخه جوړه شوي وی ،خوکه هرڅه دی د بیوزلو اونیازمنو خلکو سرهپه ترینګلوحالتوکې  مرسته اوهمدردی یوښه صفت دی.

 د اسلام مقدس دین هم مسلمانان یوبل سره مرستې اوهمکارۍ ته  رابولې او هڅويي، اوان په ځینو مواردو کې یوبل سره په مرسته کولو ورته امرکوي، لکه څنګه چې د یوحدیث شریف مفهوم دی مسلمان د بل مسلمان ورور اوبلکه د یوجسد په څيردی

که احیاناْ یومسلمان ورور د کوم ستونزې اوجنجال سره مخ وی نوبل مسلمان ته بویه چې د خپل وس سره سم  ورځنې مرسته ونه سپموئ، په غم يي غمجن اوپه خوښې يي خوښ شي.

ځکه باید دا د یو مسلمان صفت وی، نیکې بدله هم  د قرانکریم دایاتونو په رڼا کې  نیکې ده لکه څنګه چې الله ج د رحمن په مبارکه سوره کې فرمايلې دی، یعنې که چیرې کوم مسلمان له بل سره نیکې اومرسته کوي نو په بدل کې به يي ارومرو نیکې اوبدله ګورئ له هغه ځایه چې مسلمان ددی نړۍ د ژوند وروسته په بل ژوندون معتقد دی نوکه چیرې په دی دنیا کې ېې ونه وینئ نوپه آخرت کې حتمن ورته اجر اوثواب ورکړل کیږي.

څو ورځې وړاندی یو دوست د کابل نه د شمال یو ولایت ته سفر درلوده، هغه ته خپله نیکې اومرسته بده شوي وه، هغه پرلاره یوه ترافیکې پېښه لیدلې وه، د پيښې ټپیان يي غوښتل روغتون د درملنې په موخه ورسوي، کله چې  ټپیان روغتون ته لیږدولې، نوبیا وايي  (( ټپیان مې پخپلو لاسونو د خپل ګاډي نه راکوز کړل، تصادف پردغه ورځ مې  پرتن سپینې جامې وی چې د معمول سره د ټپیانوپروینو ککړي شوي وي د روغتون په دروازه کې پولیسو کلک پلک ونیولم، هرڅه چې مې  استدلال ورسره وکړ راسره يي ونه منله بالاخره جنجال لوی شو.)) نوموړې  کرۍ ورځ په توقیف خونه کې تیره کړی وه ترهغې چې ماښام ناوخته د ټپیانو وارثان روغتون ته ورغلې و، اود لوی لارې نورو چلونکیو ورته ویلې و چې دی سړی بیګناه دی او د ټپیانو خپلوانو په رسمې توګه ابراء ورته کړی وه نو بیا يي په نیکې پیښمانه کس  پریښې و.

ورته کېسه په تخارکې یوتن سمیه ییز خبریال زلمې آشنا باندی هم  تیره شوی وه، هغه راته ویلې چې له فرخاره تالقانو ښار ته راته د ښار په منځ کې پرموټرسائکل سپورکس کابود ۵ کلنو ماشوم وواهه زما ورباندی زړه درد وکړ د هغه په وینولت پت حالت مي ونشو زغملای،پرهغه  بلا خلک راټول و،خوچا ورسره مرسته نه کوله ځکه هغوي پوهیدل چې وروسته پاېلې له خطره ډکې دی،راټولو خلکو ماته هم ويي ویل چې لاس مه ورړه، ما له ځانه سره وویل څه بم خونه دی انسان اوبیاماشوم دی! پخپل موټرکې مې د تالقانو مرکزي روغتون  ته راوست، د ټپۍ ماشوم د خولې اوپزی نه وینې بهېدلې، حال يي خورا خراب و، خو روغتیا پالانو ورته ویلی چې مونږ نه غواړو د ټپۍ درملنه وکړو، ځکه وارث يي تراوسه نشته داجنايي دوسیه لری اوبیا وررسته سرخوږی او کړاو جوړوی، نوموړي ورته ټینګارکړی و،چې مسوولیت زه پرغاړه اخلم دا ماشوم تلف کیږی په څه غذر اوننواتو ډاکټران مجبور شوي و، چې دهغې درملنه پیل وکړی د زلمې وینا له مخې د کوچنې سر۷ کوکه اوپزی ۵ کوکله وخوړول، امنیتې مسوولین راغلل مونږ يي ایسار کړو  ترماذدیګره مو کرۍ ورځ هلته تیره کړه په پای کې له نیکه مرغه د ماشوم خپلوان او وارثان پیداشول او تورن کس هم ونیول شو، ګنئ خدای خبرچې وروسته به څومره ستونزه اوجنجال تری راټوکیده.

دغه ډول کیسو او د ترافیکې پيښوپرمهال د خلکو سره مرستې وروسته کړاو خلک د یوبل سره د مرستې نه بیزاره اوزړه توری کړئ، څه موده پخوا له ننګرهاره کابل ته راتلم د مشالې تنکې استحکام پله ترڅنګ زمونږ تر ورسیدو د مخه تازه ترافیکې پېښه شوي وه معمولاْ پردغه لاره ورته پېښې زیاتي دی، د سپرلۍ ګاډی سرعت هم د پام وړ و، په ګاډي کې ناستو خلکو باور داو چې اوس به پېښې ته چلونکې ګاډي دروی اوله ټپیانوسره به مرسته اوکوم روغتون ته به يي لیږدوي، هرچا د ټکړشویوګاډومحل ته له خپلوهندارو نه برند برند کتل، خوچلوونکې په ډير بې تفاوتې سره تیری راتیرشو، یوچا له وروستۍ سیټ نه پرچلونکې غږکړ مسلمانۍ همداسې وی!  هلته خلک ساه ورکوي  محض ګاډي هم نه دروي  چې ټپیان روغتون ته ورسوو،چلوونکې ورته په ځواب کې وویل،زه نه غواړم ځان په بلاکې ورکړم غریب سړی یم بچیانو ته یوه مړۍ ډوډی ګټم که ستا مسلمانۍ پخه وی تا به ورته کوز کړم، د چلونکې انګیرنه اوتجربه داوه چې دراتلونکې جنجال پیښیدو له امله د مرستې اونیکې نه تیرشو ګنې بد سړی نه بریښیده.

 د مجرم د نیولواوپه نښه کولو نورې لارې اومیکانیزومونه دی ولټول شي،دغه اړونده ادارې کولې شي که وغواړی مجرم ومومئ په اسانې سره هرڅه کولي شي، ګنې خلک به  د مرګ په وخت له خپلوخلکو سره مرسته بنده کړی بیا به هغه مهال خلک ګرم نه بلکه سیستم به ګرم وي. اوپه دی سره به په ټولنه کې د یوبل سره د مهمو پېښوپرمهال د مرستې اوهمکارۍ روحیه کمزوری اوله منځه ولاړه شي.  

همایون بابر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x