نظــر

ایا رشتیا امریکا سوله غواړي؟

غلام محمد معصومي

پوره ۱۴ کاله وسول چی په ګران هیواد افغانستان کی یو دا سی خونړي جنګ روان دی چی نه خلګ په پوهیږی نه دولت او نه هم ګاونډیان.

که سړي ودی بد نامی جګړي ته ځیر سی د اولی ورځی څخه بیا تر ننه پوری د افغان کور ته بلا را غلی ده دا بلا د امریکا متحد ایالاتو څخه د تروریزم پر ضد مبارزه ده، خو دا تروریزم چیري دی، څنګه دی اوله کله څخه دې پاکی خاوری ته را غلی او اصلی تروریست څوک دی؟

په دی خبرو خو اوس هر افغان پوهیږی چی دلته جنګ چا راوړي دی او څوک یی تود ساتی زما لیکلو ته ضرورت نسته اوس چی د دولت او مخالفینویعني وسله والوطالبانو ترمینځ لږنژديوالی راغلی دی.

نو د خبرو او سولی اول شرط هم دا و چی دا پاکه خاوره دی د امریکایي عسکروله شتون څخه خلاصه او ټول طالب بندیان دی له محبسونو څخه راخوشی او اور بند دي عملی سی.

دا خبری د اسلام اباد، کابل، چین او امریکا په شتون کي شروع سوی وی د افغانستان پاکستان چین او امریکا تر منځ اوس معلومه سول چی امریکا خپل حضور دلته غواړي ګواکی دلته سوله نسته دلته به تر ډیره جنګ روان وی کله چی امریکا یان افغانستان ته راغلل اول یی د بګرام، خلیج، تور جیل او ګوانتانامو په نومونو خطرناک زندانونه ځګه جوړ کړل چی دا جنګ ګرم وساتی او هر بندی چی راخلاصیدی هغه باید دافغان دولت پر ضد په وسله والو مبارزه لاس پوري کړي اوهغه به د تمدن او ترقی پر ضد جنګ کوی دا منم چی افغانان مسکینان دی خو خپله ورینداره او پاکه خاوره په امریکایی عسکرو نه ساتی.

(پردی د چا کور نه جوړه وی) دامتل هرچا اوریدلی دی، نواوس معلوم سول چی امریکایان افغانستان نه جوړه وی بلکی دلته د منطقی په خاطر خپل حضور دوامداره ساتی او منطقه هم ارامه نه پا ته کیږي که دلته له روسیی څه غواړي امریکا ده او که امریکا څه غواړي چین دی که هند وستان څه غواړي پاکستان دی که ایران څه غواړي عربستان دی تاسی خپله فکر وکړي د تاجکستان او ترکمنستان حرارتی برق چی کابل ته راروان دی او اوس یی خادې ویشتل سوی اوافغان دولت یی پړه پر طالبانو او طالبان یی پر دولت ور اچوی خو کابل بی برقه دی امریکا یانو په دی ۱۴ کاله کی زموږخپل د اوبو وطني برق لاهم را جوړ نه کړ چی اوس به نه تا جکستان او نه هم ترکمنستان ته اړ وای!!

له یوی خوا د سیګار په نامه امریکايي څیړنیزه څانګه خبر ورکوي، د افغانستان ۳۰ سلنه مځکه د وسله والو مخالفینو په لاس کی ده هغه مخالفین چی ۱۴ کاله تر مخه یې ۳۰ نفرملګري نه در لودل اوس دیرش فیصد مځکه څنګه په لاس کي ده؟
په تیرو نهه ویشتوورځو کی ۳۶۰مهاجرین د اورپا پر لار په اوبو کی ډوب سوی چی ډیری یی افغانان دی
ایران بیا د سوریې جنګ ته افغانان استوی او هلته هم افغانان وژل کیږی چی په دې افغانانو کي کم عمره تنکي ځوانان هم شامل دي.

که غور وکړو، دا په پردۍ جګړ کي وژل سوي افغانان د یوچا زامن د چا پلرونه او د چا نازک لالیان دي.

په خپل هیواد کي جګړه او وژني خو لاپرېږده داد دپردیو جنګونو وژني په څه معنی دی؟

داخبره خو هرچاته معلومه ده، چی اخر به دغه جنګیالیان، چي په سړي وژنه کي تجربه لري، همدلته به راځی او خپل وروڼه به د یوڅو کاغذي نوټونو لپاره وژني. نو په کار ده، چي افغان دولت د نورو دولتونو په څیر دخپلو خلکو د ستونزو غم وخوري او د راتلونکو نسلونو لپاره یو سمسور،مترقي او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان په میراث پریږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x