دیني، سیرت او تاریخ

بایبل پیژنده (۱۳)

لیکنه او څېړنه: عبد الغفار جُبیر

د بايبل او تلمود په هکله د قرآن عزيز بله وړاندوينه

أَفَلَا يَتَدَبَّرُ‌ونَ الْقُرْ‌آنَ ۚ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِندِ غَيْرِ‌ اللَّـهِ لَوَجَدُوا فِيهِ اخْتِلَافًا كَثِيرً‌ا ﴿٨٢﴾ سورت النسآء: ۸۲

ژباړه:ایا نو فکر او غور نه کوي دوی په دې(فصیح بلیغ معجز) قرآن کښې او که وي دا(قرآن) له جانبه د غیر د الله څخه نو خامخا موندلی به ؤ(دوی) په هغه کښې اختلاف ډير(لکه چي د بشر په کلام کښې د معناګانو تناقض او د الفاظو تفاوت موندل کيږی).

له دې ایات مبارک څخه دا جوتیږي چي د هر هغه کتاب چي و الله ته منسوب وي په هغه کي به ټکرونه، غلطیانې او نور څه نه وی پکښې لکه قرآن کریم،او هر هغه کتاب چي انسان لیکلی وي هغه به ضرور د ټکرونو څخه ډک وي، غلطیانې به پکښې تر شمار وتلی وي،خرافات به زښته پکښې ډېر وي،او داسی بې هوده او سرګردانه جملې به پکښې وي چي د انسان به سرنه په خلاصیږی چي له دې جملې څخه ئې موخه څه ده لکه بایبل او تلمود چي عیسایی او یهودي نړۍ ئې و خدای ته منسوبوی او حال داچي انسانانو لیکلی دي او د خدای جلا جلاله د وینا مطابق د خرافاتو، غلطیانو او هر څه څخه ډک دي. چي په راتلونکو کرښو کي به و تاسوته پوره جوته او روښانه شي.

په بايبل کي تحريفات، غلطيانې،ټکرونه،فحشا،پوچي او بې بنسټه خبرې ،درواغ ،اختلافونه،او داسی نور زښته ډېر دي؛ زما د مطالعې په اساس زه ويلای شم چي په بايبل کې لږ د خدای خبرې، لږ د پيغمبرانو ويناوې ،ډيرې د مؤرخينو خبرې،د يهودو شجرې او ډيرې داسی ويناوې پکښې شته چي موږ نشو کولای چي و خدای، د خدای و رسول،و حواری،و راهب و زاهد او حتی و يوه ښه سړي ته ئې منسوبي کړو.

بايبل ليکلي وحي نه دي!!!

عیسایی علماء وایی چي بایبل داسی وحی نه دي لکه قرآنکریم چي نازل شویدی، چي کله به یو سورت یا ایاتونه نازیدل هغه به لیکل کېدل او د وحی کاتبان به ورته ناست وو، دوی وایی چي د بایبل لیکوالان چي څلویښت کسه کيږی دا په روح القدس (جبرائیل علیه السلام) باندی معموره وو، روح القدس له دوی سره ؤ او دوی ته به ئې څه ویل دا وحی دي، او دوی بیا لیکل،دا په مختلفو وختونو کي مختلفو اشخاصو لیکلی دي، که موږ و بایبل ته راشو نو په بایبل کي په روح القدس باندی معموره کيدل،ددې بیلګې ډیري دي لکه:

الیشع دروح القدس نه معموره شو.(لوقا۱:۴۱)

د هغه پلار زکریا په روح القدس معموره شو.(لوقا۱: ۶۷)

عیسی چي د روح القدس نه معموره د اردن سیند نه واپس شو. (لوقا۴:۱)

او ټول په روح القدس معموره شول،(اعمال درسولانو ۲:۴)

بیا پطرس په روح القدس معموره شو.(اعمال درسولانو۴:۸)

خو ساول چي ورته پولس هم وایی په روح القدس معموره ؤ.(اعمال درسولانو ۱۳:۹)

و بل لور ته که موږ و تثلث ته راشو نو روح القدس ئې یوه برخه ده لکه :

For there are three that bear record in heaven, the Father, the Word, and the Holly Ghost: and these three are one. (1 john,5 : 7)

ژباړه:

درې دي چي ګواهې ورکوی په اسمان کي پلار،ځوی او روح القدس او دا درې سره یو دی. (لومړی لیک دیوحنا ۵: ۷- ۹)
دا په (King James Version) بایبل کي او په اردو بایبل (کلام مقدس، کاتولیک بایبل کمیشن پاکستان ۲۰۱۱) کي شته او په (Holly Bile Revised Standard 1952) Version کي بیا دا د تثلیث ایات نشته، او که و عربي اردو او پښتو بایبلو ته
راشو نو په هغوکي هم دا تثلیث نشته په عربی بایبل، پښتو بایبل او اردو بایبلو کي همدا د یوحنا ایات ۷ نشته او و اتم ایات ته ئې د ۷ شماره ورکړیده یعنی تثلیث نشته. لاندی بایبلونه وګورئ:

الکتاب المقدس، جمعیة الکتاب المقدس فی لبنان- ۱۹۹۳ الطبعة الثلاثون

انجیل شریف، اول جیبی چاپ ۱۹۹۶میلادی، بایبل سوسایټی پاکستان

کتاب مقدس، پاکستان بایبل سوسایټی انارکلی لاهور ۲۰۱۱

انجیل مقدس، پاکستان بایبل سوسایټی انارکلی لاهور- ۵۴۰۰۰، ۲۰۰۹

په تثلث کي خدای، روح القدس او حضرت عیسی علیه السلام شامل دي، نو دوی و هر یوه ته خدای وایی، یعنی خدای خدای دی، روح القدس خدای دی او حضرت عیسی علیه السلام خدای دی (نعوذبالله من ذالک)او اوس به موږ وګورو چي ایا دا درسته ده چي ودې خلکو ته روح القدس وحی کړیدی او بیا دوی نوشته کړیدی؟؟؟نه هیڅکله داسی نه ده.

که چیری دغه یو روح القدس وی او و ټولو ته ئې وحی کړی وي نو بیا په بایبل کي غلطیانې، ټکرونه،تحریفونه او نور…. ولی شتون لری موږ به ئې په یوه بیلګه سره روښانه کړو.په بایبل کي ترسلو(۱۰۰) زیات ټکرونه شتون لری چي موږئې یوه بیلګه وړاندی کوو:

په بايبل کي ټکرونه

ټکر# ۱:

داؤد چا وهڅاوه چي د اسرائیلو جنګیالی وشمېری؟

ا: خدای دا کار وکي۔ (دوهم سمئول،۲۴ باب، ۱ ایات)

ب: شیطان دا کار وکي۔ (لومړی تواریخ، ۲۱ :۱)

د نړۍ په هیڅ مذهب کي داسی نه ده چي خدای او شیطان دی سره یوشی.

ټکر # ۲:

د جنګ لپاره څومره د اسرائیلو جنګلیالی پیدا شول؟

ا: ۸۰۰۰۰۰۔ (دوهم سمئویل ۲۴: ۹)

ب: ۱۱۰۰۰۰۰۔ (لومړی تواریخ ۲۱: ۵)

دا یواځی د صفر غلطیا نه ده او نه ئې داسی څه معمولی توپیر شته بلکې فرق ئې لکه د ځمکې او اسمان.

ټکر # ۳:

په یهوداه کي څو جنګیالی پیدا شول؟

ا: ۵۰۰۰۰۰۔ (دوهم سموئیل ۲۴: ۹)

ب: ۴۷۰۰۰۰۔ (لومړی تواریخ ۲۱: ۵)

ټکر# ۴:

خدای د خپل پېغمبر داؤد د ترټلو لپاره پر هغه څو کاله قحطی راوستله؟

ا: ۷ کاله۔ (دوهم سموئیل ۲۴: ۱۳)

ب: ۳ کاله۔ (لومړی تواریخ ۲۱: ۱۲)

ټکر# ۵:

اخزیا د څو کالو وو چي دده سلطنت پر بیت المقدس پیل شو؟

ا: د ۲۲ کالو وو۔ (دوهم پاچایان ۸: ۲۶)

ب: د ۴۲ کالو وو۔ (دوهم تواریخ ۲۲: ۲)

ټکر# ۶:

یهویا کين د څو کالو وو چي د بیت المقدس پاچا شو؟

ا: د ۱۸ کالو وو۔ (دوهم سلاطین ۲۴: ۸)

ب: د ۸ کالو وو۔ (دوهم تواریخ ۳۶: ۹)

که ته و ماته ووايی چي دا د کاتب غلطیا ده او یو توری ور څخه پاته شوی او یا هم زیات شوی دی، نو زه درته وایم چي په هغه وخت کي عدد په تورو لیکل کېدل نه په هندسی اعدادو باندی لکه(اتلس او اته)، او پاته دی نه وی چي په هغه وخت کي هندسی عدد نه وو.

ټکر# ۷:

داؤد چي خپله نېزه پورته کړله څو خلک ئې مړه کړل؟

ا: ۸۰۰ خلک ئې مړه کړل۔ (دوهم سموئیل ۲۳: ۸)

ب: ۳۰۰ خلک ئې مړه کړل۔ (لومړی تواریخ ۱۱: ۱۱)

ټکر# ۸:

داؤد کله د عهد صندوق و بیت المقدس ته راوړی د فلسطینیانو تر ماتې مخکي که وروسته؟

ا: وروسته ۔ (دوهم سموئیل ۵ او۶)

ب: مخکي۔ (لومړی تواریخ ۱۳ او ۱۴)

ټکر# ۹:

څو پاکې جوړې حیوانات حضرت نوح علیه السلام د خدای په امر سره و کښتۍ ته ور واچول؟

ا: ۲ جوړې۔ (پیدایښت ۶: ۱۹، ۲۰)

ب: ۷ جوړې۔ (پیدایښت ۷: ۲)

ټکر # ۱۰:

عیسی و بیت المقدس ته پر څو حیواناتو ولاړی؟

ا:پر یوه ـ بهاڼ۔ (مراقس ۱۱: ۷، لوقا ۱۹: ۳۵)

نو هغوی عیسی ته بهاڼ را وستی او خپلې جامې ئې پرې واچولې او هغه پر سپور شو۔

ب: پر دوو حیواناتو ـ بهاڼ او خره ۔ (متی ۲۱: ۷)

دوی وعیسی ته بهاڼ او خر راوستی او خپلې قباګانې ئې پر کښېښودلې او دی پر سپور شو۔

یواځی په نسب نامه کي ۶ ټکرونه دي د بیلګې په ډول سره:

#عیسی د یوسف زوی هغه دعیلی زوی .(لوقا۳: ۲۳)

په نورو بایبلو کي ئې (عالی) لیکلی دی.

#عیسی د یوسف زوی هغه د یعقوب زوی.(متی ۱:۱۶)

اوس به د یوه ټکر څېړنه وکړو او هغه داچي حضرت عیسی علیه السلام په بایبل کي څلور پلرونه لري لکه:

۱-حضرت عیسی علیه السلام د یوسف زوی دی. (متی ۱:۱۶)

۲- حضرت عیسی علیه السلام د خدای زوی دی. (مرقوس ۱:۱)

۳- حضرت عیسی علیه السلام د داؤد زوی دی. (متی ۱: ۱)

۴- حضرت عیسی علیه السلام د ابراهیم زوی دی .(متی ۱:۱)

Jesus Christ, the son of David, the son of Abraham.

دا څنګه روح القدس دی چي په عین حالت کي ئې و متی ته وویل چي حضرت عیسی علیه السلام د یوسف زوی دی،بیا دده څخه هیر شو او بیائې ورته وویل چي د داؤد زوی دی او بیائې هیر شو او ورته ئې وویل چي د ابراهیم زوی دی،او بیائې و مرقوس ته وویل چي حضرت عیسی عیسی علیه السلام د خدای زوی دی.

دا روح القدس چي دوی ئې خدای بولي څومری ئې هیره زیاته ده؟ څومری ئې علم لږ دی؟ څومری ئې تجربه لږ ده؟ ولی پخپلو غلطیانو نه پوهیږي؟ ولی ئې و خپلو غلطیانو ته نه فکر کيږی؟ ولی هغه څوک چي د روح القدس ویناوی لیکي ولی د هغه نه ورته فکر کيږی؟ په صفت د یوه انسان باید و خپلو ټکرونو ته ئې فکروي،دغه ټول ټکرونه چي را واخستل شی نو د مځکي او اسمان ترمنځ ئې توپیر شته ،نو موږ ویلای شو چي دا روح القدس نه دي ورته ویلی، او نه هم دوی په روح القدس باندی معموره شوی دي، بلکې دوی پخپله لیکلی دي او دا د بایبل مقدس کتابونه په سلګونو لیکوالان لري نه یواځی ۴۰ کسه، کيدای سی چي یو انجیل څو تنو لیکوالانو لیکلی وي یوه لیکوال دا ګمان کاوه چي حضرت عیسی علیه السلام د خدای زوی دی، بل دا ګمان کاوه چي دی د یوسف نجار زوی دی، بل داسی فکر کاوه چي دی د ابراهیم زوی دی او بل داسی ګمان کاوه چي دی د داؤد زوی دی او داسی نور…
بايبل ځکه د خدای کتاب نه دی چي !

په بايبل کي فحشات د بيلګې په ډول سره:

بیا شمشون و غزې ته ولاړی،او هلته ده و یوې فاحشی ښځي ته وکتل او د هغې سره دننه ولاړی( جماع ئې ورسره وکړه) .( قضاة ۱۵: ۱)

هغه زنا وکړه او د زنا له کبله ئې دا ملک ناپاک کړ او هغه د ډبرې او لرګې سره زنا وکړل. (ارمیاه ۳باب: ۹)

 هغوی په اسرائیلو کي بدکاري وکړه او د خپلو همسایه ګانو د ښځو سره یی زناوی وکړې. (ارمیاه ۲۹باب: ۲۳)

هغې زناکاری د خپلی چهرې څخه او بدکارې د خپلو تیو د منځ څخه لیری کړل، زه هغه ټوله نه لوڅوم او داسی نه کوم لکه د پیدایښت په ورځ چي لوڅه وه. (هوشیع ۲باب: ۲)

اوداسی نور…

په بایبل کي د زنا توری (۲۳) ځله راغلی دی، د زنا کار توری (۱۱) ځله راغلی دی، د زناکارۍ توری (۸) ځلی راغلی دی، د زناکارانو توری (۴) ځلی راغلی دی، لمن لیکونه ئې د بیلګې په ډول سره:

پیدایښت ۳۸: ۲۴، خروج ۲۰: ۱۴، احبار ۲۰: ۵، استثناء ۲۲: ۲۲، قضات ۲: ۱۷، قضات ۱۵: ۱، امثال ۶: ۳۲ او داسی نور…
د[هم بستری او هم اغوشی] (جماع) توری په بایبل کي (۱۵) ځلی راغلی دی، د تیو بیان په بایبل کي(۲۳) ځلی راغلی دی. په دې ټولو فقرو کي و زنا ته تشویق له ورایه معلومیږی او پر زنا باندی بندیز او مجازات، و شهوت پرستۍ ته بلنه ده نه رټنه.
که په بایبل کي و فحشاء تورو، ایاتو او فقرو ته وګورو نو داسی ویلای شو چي په بایبل کي داسی فحشاء شته چي یو رښتنی عیسایی ئې و خپلې مور، خور او مېرمنې ته ئې نشی ویلای، او نه داسی فحشاء یوه رښتنی عیسایی ښځه اوری،نو موږ ویلای سو چي دا د خدای کتاب نه دی بلکې دا د خلکو په ګوتو لیکل شوی دي،دا داسی کتابونه دي چي لیکوالانو ئې داسی فکر نه کاوه چي دا به و داسی شهرت او مقبولیت ته و رسیږی،بلکې دا د نوم ورکو خلکو فاحشي لیکنې دي چي اوس کلیسا و حواریینو، و انبیاء او نورو عیسایی علماء ته منسوبی کړیدی.

که تاسی پوښتنه وکي چي په قرآنکریم کي خو هم د زنا توری او بحث راغلی دی، نو زه به درته ووایم چي په قرآن کریم کي د زنا کيسې نشته نه هم و زنا ته بلنه ده بلکي حکم ، بندیز او مجازات ئې راغلی دي،

په قرآن عزيز کي د زنا په هکله راځئ:

وَلَا تَقْرَ‌بُوا الزِّنَىٰ ۖ إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَسَاءَ سَبِيلًا ﴿٣٢﴾.(الاسراء : ۳۲)

ژباړه: او زنا ته مه نژدې کيږی، بې شکه چي (زنا) بده کړنه او بده لاره ده.

یا لکه چي قرآن عزیز د زنا کارو لپاره حد ټاکلی دی او سزاء ئې ورته بیان کړیده اووایی:

الزَّانِيَةُ وَالزَّانِي فَاجْلِدُوا كُلَّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا مِائَةَ جَلْدَةٍ ۖ وَلَا تَأْخُذْكُم بِهِمَا رَ‌أْفَةٌ فِي دِينِ اللَّـهِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّـهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ‌ ۖ وَلْيَشْهَدْ عَذَابَهُمَا طَائِفَةٌ مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ ﴿٢﴾ (النور: ۲)

ژباړه:که تاسی پر الله او د اخرت پر ورځ ایمان لرئ نو زنا کاره (ښځه) او زنا کار (سړی) له دواړو نه هر یو سل دُرې ووهئ د الله ددین په اړه دی په تاسی کي پر دوی باندی د زړه سوي احساس نه پاریږی او هغو ته د سزا ورکولوپه وخت کښې دی د مؤمنانو یوه ډله موجوده وي.

په قرآنکریم کي په څومری ښه انداز سره د زنا څخه منعه شوی ده، ا و په څومری شدت سره ئې د سزاء حد ټاکل شوی دی، او دا هم پکښی بیان شویده چي یو څو مؤمنان دی د عبرت لپاره موجود وي؛ سبحان الله.

او زنا په ډیر شدت سره منعه شوې ده، په قرآنکریم کي داسی څه نشته لکه په بایبل کي چي حکم ئې نشته او یواځی د زنا کيسې دي او و زنا ته تشویق دی، فلانکي یوه فاحشه پیداکړل او جماع ئې ورسره وکړل، او داسی نور..

په بایبل کي داسی فحش بحثونه شته چي انسانیت خو لاپریږده تر حیوانیت لا هم څو درجې لوړی دي، د بیلګې په ډول سره حزقیل ۲۳ باب، چي زه ېې د شرم له کبله نشم ذکر کولای، او پیل ئې داسی دی:

دوې ښځې د یوې مور لوڼې وي، هغوی په مصرکي زنا کوله، او په ځوانۍ کي ئې سره زناکوله او……

له همدې کبله د اسلام دوهم خلیفه امیرالمؤمنین حضرت عمرفاروق رضی الله عنه اصحاب کرام د اهل کتابیه ښځو سره د نکاح کولو څخه منع کړل او هغه داسی:

د کتابیه ښځو سره نکاح کول و امت مسلمه ته په تاریخ کي تاوانونه هم رسولی دی، او و امت ته ئې نقصانات رسولی دي، امیرالمؤمنین حضرت عمررضی الله عنه دا حس کړه، او مسلمانان حکمرانان یی په خصوصی ډول سره د اهل کتابو سره د نکاح کولو څخه منع کړل، د حضرت شقیق بن سلمه رضی الله عنه څخه روایت دی چي حضرت حذیفه بن یمان رضی الله عنه کله چي و مداین ته ورسیدی نو هلته ئې د یوی یهودۍ نجلۍ سره نکاح وکړه حضرت عمرفاروق رضی الله عنه چي کله خبر شو نو خبریی ورکي او ورته ئې ولیکل چي طلاق ورکړه، حضرت حذیفه رضی الله عنه ورته ولیکل چي ولی دا زما لپاره حرامه ده؟؟؟ امیرالمؤمنین حضرت عمرفاروق رضی الله عنه ورته ولیکل چي حرامه درته نه وایم لیکن ددی خلکو په ښځو کي عموما پاکدامنې او عفت نشته، په دی وجه بیریږم چي ددې خلکو په ذریعه ستاسو په کورنی کښې فحاشی او بدکاری داخله نشی.

دحضرت عمررضی الله عنه دوهم لیک دادی:

اعزم عليک ان لاتضع کتابی حتی تخلی سبيلها فانی اخاف ان يقتديک المسلمون فيختاروانسآء اهل الذمة لجمالهن وکفی بذالک فتنة لنسآء المسلمين (کتاب الآثار ص ۱۵۶، بحواله معارف القرآن)

ژباړه: زه و تاته قسم در کوم چي زما ددې لیک نه مخکي چي پخپل لاس کي ئې کښېږدې نو وهغې (ښځې) ته طلاق ورکړه، ازاده یی کړه ځکه چي زما ویره ده چي نور مسلمانان به هم ستا څخه عبرت واخلی او د ذمیانو کتابیانو ښځو لره به ددوی د ښکلا په وجه سره په مسلمانو ښځو باندی ترجیح ورکړی نو د مسلمانانو ښځو د پاره به ددې نه لوی مصیبت بل څه وی.

نوربیا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x