افغانستان

د کابل دهمزنګ کې د پوليسو پر مرکز درنه چاودنه وشوه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۱۲مه، ۱۳۹۴ ل): پلازمېنې دهمزنګ څلور لارې کې د پوليسو پر مرکز درنه چاودنه وشوه.

عيني شاهدان وايي، چې سيمه کې يې ګڼ شمېر مړي او ټپيان ليدلي، مرستندويه ډلې او امبولانسونه د پېښې ځای ته رسېدلي دي.

د دهمزنګ يوې امنيتي سرچينې رسنيو ته ويلي، چې يو سرتيري بریدګر غوښتل، چې له چاوديدونکو توکو سره د پوليسو مرکز ته ننوځي، مګر له ننوتو وړاندې يې د مرکز دروازه کې چاودنه وکړه.

د کورنيو چارو مرستيال وزير جنرال سالنګي په خپل ټويټر پيغام کې ليکلي، چې د دهمزنګ پوليسو پر مرکز سرتيري بريد لږ تر لږه لس تنه وژلي او شاوخوا شل ټپيان دي.

دا چاودنه په داسې حال کې شوې، چې د المان يو رسمي پلاوی کابل ته په سفر راغلی دی.

د چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x