نظــر

د پګواش غونډې دوه بارز ټکي

غلام حضرت شاکر –

ولسمشر اشرف غني د پګواش غونډې ته پیغام استولی ؤ او په هغه کې یې لیکلي ؤ، چې طالبان د سیاسي مخالف ځواک په حیث په رسمیت پېژني او ورسره مخامخ خبرو ته چمتو دی.

څرګنده نه ده چې دا خبره به څومره په واقعیت ولاړه وي؛ خو که ریښتیا وي؛ نو دا د ولسمشر د ښه دریځ څرګندتیا کوي، دا هغه پسته ژبه ده چې په دیپلوماسۍ کې یې استعمال اړین او د سولې په را غبرګېدلو کې مرستندویه ثابتېدای شي، زموږ ډېری ستونزې (چې د سولې په لاره کې خنډونه بلل کېږي) له همدېنه را ولاړېږي، چې ښکېلې غاړې په یو بل پسې د ښکنځلو او پېغورونو تر بریده بد- رد وایي!!

طالبان افغان چارواکو ته د لویدیځ لاسپوڅي وایي او افغان چارواکي طالبان د (آی ایس آی) ګوډاګیانو په نوم مخاطبوي، دوی د سولې پر مېز د کیناستلو په مهال هم ، په خپلو اذهانو کې یو بل ته د پېغورونو او ناندریو الفاظ له ځانونو سره وړي، طبیعي ده چې په دغسي ذهنیت استوار مخامخ کېدل او ورسره د ستوخې ژبې استعمال د دواړو لوریو احساسات لمبه لمبه کولی شي ، چې نه یوازې سوله منځته نه راوړي لا چې د جنګ لمبې لا هم ژبغړاندې ساتي!!

دا یوازې د طالبانو او افغان چارواکو ستونزه نه ده چې د یو بل په وړاندې درانه او له تهذیب نه ډک الفاظ نه شي کارولی؛ بلکې دا زموږ د ښکېلو ټولو لوریو ځانګړنه ده، چې نه یوازې د خپلو سیاسي رقیبانو حق نه مني لا چې د مذمت په برخه کې یې د تهذیب ټولې پولې نړولی شي!! په افغان چارواکو کې «حامد کرزی» یوازینی مشر ؤ چې د اقتدار تر پایه یې نه د طالبانو په وړاندې بد الفاظ وکارول او نه د حکمتیار، طالبان یې خپل وروڼه بلل او حکمتیار صیب یې محترم حکمتیار باله او تر اخره یې د دې هڅه وکړه چې ټول په یو پلاټ فورم کې شامل وویني.

د طالبانو او سولې مخالفینو څو څو ځلې هغه په دې ګرم وباله چې طالبان یې خپل وروڼه ګڼل ؛ خو هغه خپله بزرګواري وساتله او طالبان یې بیا هم وروڼه بلل. افغان شنونکي د کرزي په ښه نیت شک نه کوي او باور لري، چې نوموړی د سولې پلوي ؤ؛ خو پردیو ځواکونو یې د سولې لاره ډب ساتلې وه.

په هر صورت خبره مې د ولس مشر په هغه پیغام کوله چې د پګواش غونډې ته یې استولی ؤ او په هغه کې یې خورا ښه ژبه کارولې وه، موږ ولس مشر ته د همدغسې نرمې او خوږې ژبې توفیق غواړو، له طالبانو او ټولو ښکېلو لوریو نه هم د داسې ژبې د استعمال غوښتنه کوو چې په تهذیب او د یو بل په درناوي استواره وي او د سولې په را تاندون کې مرسته وکړي، انسان اشرف المخلوقات بلل شوی او چې د اسلام کلمه ورسره غوټه شي؛ نو مقام یې لا لوړ شي، یو اشرف مخلوق د غوسې په مهال هم اشرف پندار او اشرف ګفتار کاروي، او په عادي حالاتو او د سولې مذاکراتو په مهال خو یې ځکه باید ژبه خوږه او د اکرام له مراتبو ډکه وي، چې بحران ورسره کمېدای شي. اشرف غني دا بزرګواري وښوده چې هم یې طالبان د یو سیاسي ځواک په توګه په رسمیت وپېژندل او هم یې ډیالوګ ته ورسره تیاری وښود، دا واقعاً د سولې په راوستلو کې مرسته کولی شي، موږ د ولس مشر دغه ډول موقف په نیک تفاول نیسو؛ خو د دې په څنګ کې یې څو ټکو ته پام را اړول غواړو:

۱ – طالبانو د پګواش په غونډه کې یوه غوښتنه کړې وه، چې باید له بهرنیانو سره رابطه تعریف شي او دا مالومه شي چې افغانان په دایمي توګه د خارجي عسکرو په شتون ترکیز کوي او که یې د دوامداره دوستي غوښتنه لري؟

دا خبره یوازې په طالبانو کې منحصره نه ده؛ بلکې ټول افغانان دا غواړي، چې له بهرنیانو سره اړیکي یو څرګند لوری ولري، که ترکیز په دې وي چې بهرنیان زموږ په هېواد کې دایمي یا اوږد مهاله شتون ولري او د ایستلو په اړه یې هیڅ مهال وېش ونه ټاکل شي؛ نو دا د سولې د راوستو په لاره کې د پاټک اچول دي، دا یوازې د طالبانو او حزب اسلامي خبره نه ده چې د بهرنیانو په وتلو ټینګار کوي او د سولې له راتلو سره یې د یو شرط په توګه ضمیمه کوي؛ بلکې دا د هرمسلمان او آزاد افغان غوښتنه ده، چې خارجیان یې له هېواده ووځي؛ ځکه چې د جنګ اساسي عاملین دي، دوی زموږ ملک ته بحرانونه راوړي او کال په کال ترې نوې نوې پروژې زېږوي!! په دوی خوش باوري داسې ده لکه پرون چې کمونیستانو په روسانو درلودله!! آیا نننی جنګ دهماغې دوستي او خوش باوري انجام نه دی؟ آیا کمونیستانو د روسانو په دوستي کې افغانستان ته سر په سر غمیزې رانه وړې؟ که خبره هو وي؛ نو دلته د نورو بهرنیانو شتون او دوامدار پاتې کېدل هم، دېته ورته پایلې درلودلی شي!!

ښاغلي ولس مشر دې په غړېدلیو سترګو وګوري، چې بهرنیانو منځني ختیځ ته څه ډالۍ کړل!؟ نه یوازې (هلته) یې ثبات رانه وست لا چې قوم قوم یې په بلا اخته کړ او دا دی نن د منځني ختیځ ټول هغه هېوادونه د تجزیې په درشل ولاړ دي، چې د امریکا ډول ته یې څڼې غورځولې!!! هغه عراق چې د امریکایي ځواکونو تر ورتګ مخکې یې یو مسلط نظام درلود، نن په درې برخو وېشل شوي، اتباع یې د سني او شیعه په عنوان په جوماتونو او زیارتونو کې پر یو بل چاودنې کوي، یو مستقل کردستان او په امریکا متکي ایزمستانونه پکې د جوړېدو په حال کې دي، او ورسره په څنګ کې یې د جګړو اور ټولو ګاونډیو ته رسېدلی!!

آیا دا کفایت نه کوي چې له هغو نه درس واخلو؟

آیا د پردیو شتون به دلته د منځني ختیځ هېوادونو په څېر ترخې پایلې ونه لري؟

ضرب المثل دی، چې هوښیاران یې پر بل ازمایي؛ بې عقلان یې پر ځانونو!! موږ ولي ددې ضرب المثل مصداق وګرځو؟

ولي له منځني ختیځه پند نه اخلو او ځانونه په دغه امتحان کې اچوو!؟

یوه بله د تامل وړ خبره دا هم ده چې دلته تر ټولو زیات هغه کمونیستان د پردیو په شتون تاکید کوي، چې پرون یې دا ملک د سرې امپراطورۍ واکمنانو ته د پینځلسم جمهوریت په توګه په تحفه کې ورکاوه!!؛ نو که د هغوی او روسانو موالات تر ننه دا ملک له بلا مصیبتونو سره مخامخ کړی، سبا ته له نورو اجانبو سره د دوستي پایلې هم همدغسې در واخله.
۲

– ولس مشر د جلال اباد مشرانو ته په خبرو کې وویل چې په اساسي قانون او څوارلس کلنو لاسته راوړنو معامله نه شي کولی، یانې دا له مخالفینو سره د خبرو په اجندا کې نه شته!! حال دا چې د طالبانو او نورو مخالفینو یوه غوښتنه د اساسي قانون په ځینو مادو کې تغییر راوستل هم دي، نه پوهېږو اساسي قانون بلا تشبه قرآن دی چې تغییر پکې نه شي راتلای؟ او که اساسي قانون تر سولې پورته قېمت لري؟

که چارواکي واقعاً سوله غواړي او زموږ د بې ګناه وګړو په وینو تویېدلو یې خوابدېږي؛ نو زر ځله دې دا د انسانانو په لاس جوړشوی قانون تر سولې ځار کړي؛ ځکه چې له دې سره سوله را غبرګېږي او د سولې راتلل د افغانانو ژوند تامینوي، آیا چارواکو ته زموږ د ولس وینه هم ارزښت لري او کنه؟ او که یې لري؛ نو بیا له اساسي قانون سره ولې سرې کرښې تړي، او ولې مخالفینو ته د جنګ د دوام پلمه په لاس ورکوي؟

همدا راز څوارلس کلنې لاسته راوړنې باید تعریف شي، د ښو او بدو ټکو تر منځ یې تفکیک وشي، د هغو برخو پر دوام یې تاکید وشي، چې زموږ له کولتور او آيين سره په مغایرت کې نه وي، په فرهنګي هغو کې یې هم د هغو برخو پر دوام ټینګار وشي چې له ابتذال او بربنډتوب نه خالي وي، هغه برخې یې باید ترې حذف شي چې د پردیو ملکونو فرهنګي مافیا پرې مسلطه ده، او په دې ملک کې د بربنډتوب تعمیم ته لاره هواروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x