دیني، سیرت او تاریخ

د خوارجو ظهور د قيامت نښانه

م، نجم الرحمن (فضلي)

اوږده خو ډيره په زړه پورې :

د قيامت له نښانو څخه دا هم ده چې په امت کې به د نبي کريم صلی الله عليه وسلم او د صحابه کرامو رضی الله عنهم له منهج او طريقو څخه مخالفې څه ډلې (فرقې) به پيدا شي، له هغوی څخه يوه فرقه خوارج هم دي، دا د حضرت علي رضی الله عنه د ډلې خلک دي کوم چې له هغه سره يو ځای په جنګونو کې شريک شوي ؤ، کوم وخت چې د حضرت علي رضی الله عنه او د حضرت امير معاويه رضی الله عنه تر مينځ د (تحکيم) معامله منځته راغله نو دوی له حضرت علي رضی الله عنه څخه منحرف شول او کوفې ته نږدې په ( حروراء) نامي کلي کې اباد شول.

د هغوی عقايد:

(۱) هغوی هغه خلک چې د کبيره ګناه کوونکي وي لکه زنا کونکي او شراب څښونکي ټول کافر او دائمي جهنميان بولي، د دوی دا عقيده ښکاره ګمراهي ده، ځکه چې حق خبره دا ده که يو مسلمان کبيره ګناه وکړي نو هغه ته کافر نه وئيل کيږي، بلکه هغه ته د دغې ګناه له امله نافرمان او فاسق ويل شوي دي او په هغه باندې لازمي ده چې توبه وکړي او له دا رنګه ګناهونو څخه را وګرځي.

(۲) هغوی حضرت علي رضی الله عنه او حضرت امير معاويه رضی الله عنه دواړه کافر بولي او د هغو صحابه کرامو رضی الله عنهم لوی شمير کوم چې د تحکيم په فيصلې راضي ؤ د دوی په نزد هغه ټول کافر دي.

(۳) هغوی له فاسق واکمن سره جنګ کول ضروري بولي، خواه هغه د کفر ارتکاب کړی وي او که نه.

هغوی ځانونه اهل علم بولي، په عباداتو کې ډير سخت مشقت کوي، د هغوی يو لوی شخص (ذوالخويصره) دی د کوم په باره کې چې نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمايلي: [يَمْرُقُونَ مِنْ الدِّينِ كَمَا يَمْرُقُ السَّهْمُ مِنْ الرَّمِيَّةِ] دا خلک به له دين څخه داسې وځي لکه څنګه چې يو تيز غيشی له ښکار څخه صاف ستره د باندې ووځي.

حضرت ابو سعيد خدري رضی الله عنه بيان کوي چې يو ځلې مونږ د نبي کريم صلی الله عليه وسلم په خدمت کې حاضر ؤ، نبي کريم صلی الله عليه وسلم په خلکو کې مال تقسيمولو، په دې موقع کې له بنو تميم سره تعلق لرونکی يو شخص د کوم نام چې (ذوالخويصره) ده راغی او وی ويل: اې محمد ! دا مال په انصاف سره تقسيم کړه، نبي کريم صلی الله عليه وسلم وفرمايل : ته تباه شوی ! دا ووايه که چيرته زه عدل ونه کړم نو بيا به څوک عدل کوي، که چيرته زه د الله رسول يم او عدل ونه کړم نو زه به ناکام او نامراد شم، دا يې چې وليدل نو سيدنا عمر رضی الله عنه وويل : اې د الله رسول ! ما ته اجازه وکړه چې زه د دغه سړي غاړه والوزؤم، نبي کريم صلی الله عليه وسلم وفرمايل : دا وپيژنئ، د ده يو شمير داسې ملګري دي چې په تاسو کې به يو شخص د هغوی په مقابله کې خپل لمانځه باندې معمولي خيال وکړی او په خپله روژه باندې به د هغوی د روژو په مقابل کې د کم سختي ګومان وکړی، دا خلک د قرآن تلاوت ډير کوي، مګر قران د دوی له ستوني څخه د دوی زړونو ته ښکته نه ورکوزيږي، دا به له دين څخه داسې ووځي لکه څرنګه چې يو تيز غشی له ښکار څخه د باندې ووځي، د هغه غيشي چې سر وکتل شي نو هيڅ به پرې نه وي، بيا چې د هغه بيخ وکتل شي نو هلته به هم هيڅ نه وي، بيا چې د هغه لرګی وکتل شي هلته به هم هيڅ نه وي، بيا چې د هغه (پرکو) وکتل شي نو هلته به هم هيڅ شی نه وي، هغه به له خوښو او وينو څخه ډير په تيزۍ سره وتلی وي، مطلب دا چې دغو خلکو ته به هيڅ معلومه نشي او دوی به د خپلو سرکښيو له امله له اسلام څخه وتلي (خارج) وي، لکه څرنګه چې يو ښکاري د هوسۍ ښکار کوي او د هغه غشی د ځناور په جسم کې داخل شي او هغه بل لور ته ځينې ووځي، ښکاري داسې ګمان وکړي چې غشی يې په ځناور نه دی لګيدلی، سره له دې چې هغه د ځناور له جسم څخه د باندې وتلی وي، د هغوی نښه يو تور رنګی شخص دی، د هغه د بازو او وليو د مينځ برخه به د ښځو د سينې په څير وي، غوښه به يې د هغې ټوتې په څير وي کومه چې مضطرب او متحرک اوسي، دا ډله هغه وخت ظاهريږي کله چې په خلکو کې اختلاف ظاهره شي ، ( صحيح البخاری، المناقب، حديث : ۳۶۱۰، وصحيح مسلم، الزکاة، حديث : ۱۰۶۴.

د خوارجو د ظهور اغاز:

کله چې جنګ صفين ختم شو او اهل شام او اهل عراق دواړو ډلو په تحکيم باندې اتفاق وکړ او حضرت علي رضی الله عنه د کوفې په لور روان شو نو خوارجو په لار کې له هغه څخه جدايي اختيار کړه، په لښکر کې د هغوی شمير اته ( ۸۰۰۰) زره ؤ او د ځينې روايتونو مطابق د هغوی شمير شپاړس (۱۶۰۰۰) زره ؤ، دا خلک په حروراء کې پاتې شول، حضرت علي رضی الله عنه د هغوی د پوهيدو لپاره حضرت عبد الله بن عباس رضی الله عنه وليږه، هغه له دغو منحرفينو سره مناظره وکړه.

مناظره :

ابن عباس رضی الله عنه وايي : کله چې خوارج له لښکر څخه جدا شول نو دوی په يوه کور کې سره جمع شول، د هغوی شمير شپږ زره ؤ، هغوی په خپل مينځ کې مشوره وکړه او په دې خبره سره متفق شول چې دوی به د حضرت علي رضی الله عنه په مقابل کې د جنګ کولو لپاره راووځي.

خلک حضرت علي رضی الله عنه ته مسلسل راتلل او خبر يې ورکاوه چې خوارج د هغه په خلاف د جنګ کولو لپاره تياری کوي.

حضرت علي رضی الله عنه وويل ! هغوی پريږدی، تر څو چې هغوی زما په مقابل کې جنګ شروع نه کړي تر هغه زه هم هغوی ته څه ويل نه غواړم، مګر هغوی به ضرور راووځي او جنګ به کوي، يوه ورځ زه د ماسپښين لمانځه په وخت کې د حضرت علي رضی الله عنه په حضور کې حاضر شوم او عرض مې وکړ : اې اميرالمومنين ! نن د ماسپښين لمونځ لږ يخ کړه او په تاخير سره يې اداء کړه، کيدلای شي زه نن د خوارجو لور ته ولاړ شم او د هغوی د پوهيدو کوشش وکړم.

هغه راته وويل : له ما سره انديښنه ده هسې نه چې هغوی تا ته کوم ضرر ورسوي.

ما عرض وکړ : که الله ته خوښه وي نو داسې به هيڅکله نه کوي.

زه چونکه خوش اخلاقه ؤم او هيچا ته مې کوم ضرر نه ؤ رسولی، نو ځکه اميرالمومنين ما ته اجازت راکړ، ما يو بهترين يمني لباس په تن کړ او ځان مې ښه برابر جوړ کړ او د ماسپښين په وخت کې هغوی ته ور ورسيدم.

زه د داسې خلکو لوري ته ورغلم چې ما له دوی څخه ډير عبادت کونکي نه ؤ ليدلي، د هغوی ټڼډې د سجدو په نښانو ښايسته وي، د زيات عبادت له امله د هغوی لاسونه د اوښ د هغې برخې په څير سخت شوي وو کومه چې پر زمکه باندې د لګولو له امله سخته شوې وي، هغوی صاف ستره قميصونه اغوستي ؤ، د هغوی مخونه د هغوی د شپې تيرولو شاهدان ؤ، ما په هغوی باندې سلام واچاوه.

هغوی وويل : مرحبا، ابن عباس ! څنګه راغلې؟

ابن عباس : زه تاسو ته د انصارو او مهاجرينو او د رسول الله صلی الله عليه وسلم د تره زوی علی ابن ابی طالب رضی الله عنه له لوري نماينده راغلی يم، واورئ ! د همدغو خلکو په موجودګي کې قرآن نازل شوی او هغوی د هغه په تفسير او تاويل کې له تاسو څخه ډير علم لري.

په هغوی کې يوې ډلې وويل ! مونږ له قريشو سره جنګ نه کوو، الله تعالی فرمايلي[ بَلۡ ہُمۡ قَوۡمٌ خَصِمُوۡنَ ﴿۵۸﴾ ]  هغه په خپله جګړه مار خلک دي.

په هغوی کې دوو يا دريو کسانو وويل : مونږ له ده سره خبرې کوو.

ابن عباس : تاسو چې د نبي کريم صلی الله عليه وسلم د تره په زوی، په مهاجرينو او انصارو چې کوم اعتراضونه لری را وړاندې شئ هغه وړاندې کړی، په هغوی باندې قرآن نازل شوی، په تاسو کې هيڅوک داسې نشته کوم چې له هغوی څخه په قرآن ډير عالم وي.

خوارج : زمونږه په هغه دری اعتراضونه دي.

ابن عباس : بيان يې کړی؟

خوارج : اولين اعتراض دا دی چې هغه د الله تعالی د حکم په مقابل کې انسانان منصف جوړ کړي، سره له دې چې د الله تعالی فرمان په قرآن کې موجود دی چې [إ اِنِ الۡحُکۡمُ  اِلَّا لِلّٰہِ ؕ] . حکم له الله تعالی څخه پرته هيچا لره نشته، اوس نو د الله تعالی له دغه فرمان څخه وروسته انسانانو ته څه حق حاصل دی چې هغه د يو چا لپاره حکم جوړ شي.

ابن عباس : دا خو يوه خبره شوه بله کومه يوه ده؟

خوارج : هغه له يوې ډلې سره جنګ وکړ، د هغې ډلې څه خلک يې قتل هم کړل، ليکن نه يې څوک بنديان کړل او نه يې غنيمت جمع کړ، که چيرته هغوی مسلمانان وو نو زمونږ لپاره له هغوی سره د جنګ کول څنګه جائز شول او په هغوی کې مو څوک بنديان هم نه کړل؟

ابن عباس : دريمه خبر بيان کړی؟

خوارج : هغه د صلح د معاهدې ليکلو په وخت کې له خپل نامه څخه د اميرالمومنين لفظ ړنګ کړ، که چيرته هغه اميرالمؤمنين نه وي نو آيا هغه بيا اميرالکافرين دی؟

ابن عباس : نور څه؟

خوارج : بس همدومره خبرې کافي دي.

ابن عباس : تر کومه ځايه چې د ستاسو دا خبره ده چې هغه د الله تعالی د شريعت په معامله کې انسان حکم جوړ کړ زه به د الله تعالی د کتاب څو آيتونه تلاوت کړم کوم به چې د ستاسو د خبرې ترديد کوي، که چيرته داسې وشول نو آيا تاسو بيا له خپل موقف څخه تيريږی؟

خوارج : هو ! بالکل.

ابن عباس : الله تعالی د يوه خرګوش په معامله کې د کوم قيمت چې د درهم له څلورمې برخې څخه زيات نه دی له خپل حکم څخه فيصله اړولې او انسان ته يې سپارلې، ما دغه آية کريمه تلاوت کړ [ یٰۤاَیُّہَا الَّذِیۡنَ اٰمَنُوۡا لَا تَقۡتُلُوا الصَّیۡدَ وَ اَنۡتُمۡ حُرُمٌ ؕ وَ مَنۡ قَتَلَہٗ مِنۡکُمۡ مُّتَعَمِّدًا فَجَزَآءٌ  مِّثۡلُ  مَا قَتَلَ مِنَ النَّعَمِ یَحۡکُمُ بِہٖ ذَوَا عَدۡلٍ مِّنۡکُمۡ ] .

ژباړه:    اې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی دی (يعنې اې مؤمنانو) مه وژنئ تاسې ښکار حال دا چې تاسې محرمان اوسی؛ او هر هغه څوک چې ووژني دا (ښکار) له تاسې څخه په قصد سره نو (پرې) بدل دی په مثل د هغه چې وژلی (يې) دی له چارپايانو څخه چې حکم به کوي په هغه سره دوه خاوندان د عدل (انصاف) له تاسې (مسلمانانو) ځنې.

د ښځې او سړي په معامله کې د خدای تعالی فرمان دی: [ وَ اِنۡ خِفۡتُمۡ شِقَاقَ بَیۡنِہِمَا فَابۡعَثُوۡا حَکَمًا مِّنۡ اَہۡلِہٖ وَ حَکَمًا مِّنۡ اَہۡلِہَا ۚ ].

ژباړه: او که ويريږی تاسې له مخالفت څخه په مينځ د ميړه او ښځې کې نو ور وليږئ (مقرر کړئ تاسې) يو منصف له خپلوانو د دې سړي او بل منصف له خپلوانو د دې ښځې نه.

زه تاسو ته د الله تعالی قسم درکؤم او در څخه پوښتم آيا د انسانانو تحکيم د يوه خرګوش په قتل او د يوې ښځې په معامله کې افضل دی يا د مسلمانانو تر مينځ د معاملاتو په درستوالي او د هغوی تر مينځ د خونريزي په بندولو کې افضل دی؟

خوارج : بلکه همدغه افضل دی.

ابن عباس : دا خبره ختمه شوه؟

خوارج : هو ! ختمه شوه.

ابن عباس : تر کومه ځايه چې د ستاسو دا وئيل دي چې هغه جنګ وکړ او مخالفين يې بنديان نه کړل او نه يې د غنيمت په مال باندې قبضه وکړه نو تاسو ما ته دا ووايی آيا تاسو د خپلې مور ام المؤمنين عائشة رضی الله عنها بندي کولو ته تيار ياست؟ په الله تعالی قسم ! که چيرته تاسو دا وواياست چې هغه زمونږ مور نه ده نو تاسو له اسلام څخه وځی او که چيرته تاسو دا وواياست چې هو ! مونږ د هغې بندي کولو ته او له هغې سره د مريې په څير سلوک کولو ته تيار يو نو بيا هم تاسو له اسلام څخه خارجيږی، تاسې په دواړو صورتونو کې د ګمراهي ښکار کيږی، ځکه چې د الله تعالی فرمان دی :

[ اَلنَّبِیُّ  اَوۡلٰی بِالۡمُؤۡمِنِیۡنَ مِنۡ اَنۡفُسِہِمۡ وَ اَزۡوَاجُہٗۤ  اُمَّہٰتُہُمۡ ؕ] .

ژباړه : (محمد الله) نبي ډير وړ دی له مؤمنانو سره له نفسونو د دوی (د احکامو په انجام) او ښځې د دغه (نبي الله) ميندې د دوی دي (تعظيماً او تحريماً)

ابن عباس : څنګه دا خبره تاسو منی؟

خوارج : هو ! منو يې.

ابن عباس : تر کومه ځايه چې د ستاسو د هغې خبرې تعلق دی چې حضرت علي رضي الله عنه له خپل نامه څخه د اميرالمومنين لفظ ړنګ کړ نو تاسو ښه پوهيږی چې د الله تعالی رسول صلی الله عليه وسلم چې د حديبيه په ورځ د مشرکينو له نماينده ګانو ابوسفيان بن حرب او سهيل بن عمرو سره صلح نامه ليکله، نو نبي کريم صلی الله عليه وسلم حضرت علي رضی الله عنه ته حکم وکړ چې هغه د صلح شرائط وليکي، حضرت علي رضی الله عنه وليکل ! د دغه تحرير له مخې محمد رسول الله د مکې له قريشو سره صلح وکړه، مشرکينو وويل : په الله قسم ! مونږ نه يو پوهيدلي چې ته د الله رسول يې، که چيرته مونږ پوهيدلي وای چې ته د الله رسول يې نو هيڅکله به مو جنګ نه ؤ کړی، بيا نبي کريم صلی الله عليه وسلم وويل : اې الله ! ته ښه پوهيږې چې زه رسول الله يم، اې علي ! دا ړنګ کړه او داسې وليکه دا هغه معاهده ده د کومې مطابق چې محمد بن عبد الله صلح کړې، په الله قسم ! رسول الله صلی الله عليه وسلم له حضرت علي رضی الله عنه څخه ډير زيات افضل او بهتر دی او که چيرته هغه د صلح په خاطر له خپل نام څخه رسول الله ړنګ کړی وي نو د حضرت علي رضی الله عنه لپاره د داسې کار کول بيا څنګه ناجائز کيدلای شي؟

د حضرت عبد الله ابن عباس رضی الله عنه له دلايلو څخه لا ځواب شول، دوه زره توبه کونکي شول او باقي نور ټول د جنګ کولو لپاره ووتل، مګر ټول قتل کړی شول.

د دغه بحث او مناظرې په نتيجه کې ځينو خوارجو د خليفة المسلمين حضرت علي رضی الله عنه اطاعت دوباره قبول کړ او ځينې نور په خپله ګمراهي باندې قايم پاتې شول، حضرت علي رضی الله عنه د کوفې په مسجد کې هغوی ته خطاب کاوه نو هغوی د مسجد له دربچو څخه وئيل  (لاحکم الا لله) هغوی دا هم وئيل : ته د شرک مرتکب شوی يې، ځکه چې تا خلک حکم جوړ کړي، مګر کتاب دې حکم نه دی جوړکړی.

سيدنا علي رضی الله عنه د هغوی په ځواب کې وويل : زه له تاسو سره د دريو خبرو وعده کؤم،

(۱) زه تاسو مسجدونو ته له راتلو نه منع کوم.

(۲) زه د فی په مال کې د ستاسو برخه نه ورکوم.

(۳) زه له تاسو سره د جنګ په کولو کې لومړيتوب نه کوم، په دې شرط چې تاسو په خپله شر فساد شروع نه کړی.

له دې وروسته هغوی په يوه ځای کې کمين ګاه جوړه کړه او چې کله به هم کوم مسلمان دوی ته نږدې تيريده نو هغه به يې ونيو او قتل به يې کړ، د دوی دغه لاس اوږدونه دې حد ته را ورسيده چې دوی جليل القدر صحابي حضرت عبد الله بن حباب بن ارت رضی الله عنه هم قتل کړ او د هغه داهليه محترمې خيټه يې ور څيرې کړه، حضرت علي رضی الله عنه هغوی ته پيغام ور وليږه تر څو هغوی ورته ووايي چې دا چا قتل کړل؟ په ځواب کې خوارجو وويل : مونږ ټولو هغه قتل کړ، حضرت علي رضی الله عنه د جنګ لپاره تياری وکړ او د نهروان په مقام کې يې د يوه سخت جنګ په نتيجه کې هغوی ته يو په څلوره بدترين شکست ورکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x