
هديره
انديال فقيرزى
د سهار په خړه کې بوډۍ په چټکو ګامونو د هديرې پر خوا روانه وه ، خو هديرې ته په نژدې کيدو پښه نيولې شوه، په هديره کې د غره ډډې ته سورنګي څه ښکاريدل ، خو د ژړا غږ له ليرې اوريدل کېده، د بوډۍ په هر ګام اخيستو سره ژړا زور اخيسته، ښځه هديرې ته ورسيده ويې ليدل چې يوه ښځه پر قبر نسکوره ده او سورنګى ټيکرى پرې خور دى، بوډۍ د قبر پر خوا ورغله، ورو يې د ښځې پر اوږه لاس کېښود، او په ژړغونې غږ يې هسک ته وکتل:
هغه پيدا کړى و هغه بيرته واخيسته، زما زوى هم يوه مياشت مخکې ځوانيمرګ شو ، بې له صبره بله لار نشته!
ښځې سر راپورته کړ ، په سرو سترګو يې بوډۍ ته وکتل ؛ ټينګه غيږ يې ورکړه، ښه ډيره شيبه يوازې د ژړا غبرګ غږونه اوريدل کېده، داسې برېښيده لکه نور چې په دواړو کې د ژړا سيک نه وي پاتي.
ژړا ودريده بوډۍ ښځې په ريږديدلې غږ ووىل :
دا دې څه کيده؟
ښځې په داسې انداز لکه له شرمه ډکه خبره چې کوي وويل:
ـ سړى مې و.
ـ څنګه مړ شو؟
ـ مړ نه شو شهيد شو.
ښځې خپل مېړه، د يوې ډلې جنګيالى ياد کړ.
بوډۍ بيرته غيږه ورکړه ، خو ځوانې ښځې وپوښتل:
ستا زوى څنګه شهيد شو ؟
بوډۍ ښځې ځواب په چيغو بدرګه کړ، سلګيو پسې واخيسته ، ښځه يې غيږه کې ټينکه کړه ، او له ځوابه يې ځان تير باسه.
ځکه ددې زوى د هغې د مېړه مخالف جنګيالى و.
پاى