افغانستان

غزني داسلامي نړۍ ثقافتي پلازمینه – مراسم پیل شول

په غزني ښار کې نن سهار هغه مراسم پیل شول ، چې دا ډیره موده ورته انتظار کیده ، څوکاله وړاندې غزني ښار داسلامي نړۍ دثقافتي پلازمینې په حیث د ټاکل کیدو لپاره انتخاب شو ، او په دې توګه هڅه وشوه ددې تاریخي ښار ارزښت او قدامت یوځل بیا نړیوالو ته ورپه زړه کړای شي .

داسې تمه وه چې ددې تاریخي فرصت نه په استفاده به په غزني ښار کې دبیارغونې ، کلتوري بډاینې او پرمختګ لباره ډیر کار وکړای شي ، خو داسې ښکاري چې په دې اړوند مرکزي او ولایتي چارواکو خپل مسؤلیت سم نه وي اداء کړی ، ځکه تراوسه په دې ښار کې کوم دپاموړ عمراني تحول نه ترسترګو کیږي ، حتی دغزني د دوو تاریخي مینارونو ترمنځ دپیاده رو لارې دجوړیدلو کار پای ته نه دی رسیدلی .

دنننیو مراسمو په اړه ویل کیږي چې دحکومت دکابیني لسو وزیرانو ، وکیلانو او نورو چارواکو په کې ګډون کړی ، دغه راز دایران دفرهنګ وزیر ، دتاجکستان دبهرنیو چارو مرستیال او ځیني نور چارواکي یې هم برخوال دي .

دغزني ښار کې روان دا تاریخي مراسم که څه هم په خپل ځای  دقدر وړ او ددې ښار لپاره بې سابقې دي ،  خو کتونکي واکمن چارواکي له دې امله ملامت بولي چې له دې تاریخي فرصت نه یې لکه څنګه چې لازمه وه استفاده ونکړای شوه ، نوځکه به دا مراسم خورا ساده او عادي وي .

غزني دافغانستان او سیمې په سطحه له مشهورو تاریخي سیمو څخه شمیرل کیږي چې یوه زریزه وړاندې دسیمې یوه له لویو پلازمینو څخه وه ، خو دتاریخ بادونو ددې ښار ډیرې مشاهیر تر دوړو لاندې کړي ، چې لا یې هم ډیرې برخې ناسپړلې پاته دي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x