شعـــــرونه

د جنون سیلۍ – حبیب الله تراب

زړه مې غواړي چې تا یاد کړم او تا خپل کړم په سینه کې
لکه زلفې د جنون سیلۍ ول ول کړم په سینه کې

امانت مې درته پریښئ خوب او هیلې دې جانانه
انتظار دې په خدای ګران دی غم دې ښکل کړم په سینه کې

تصور مې اقتدا درپسې کړې د زړه سره
په نظر دې له ارمان سره جل بل کړم په سینه کې

معبر مې تعبیرونه د خوبونو ستا رضا کړه
ځکه نن دې له ریبار سره کتل کړم په سینه کې

چې عابد د خپل معبود له مینې غړپ وکړ شیبه کې
داسې مینه مې نصیب کړې چې هست ګل کړم په سینه کې

ستا په نوم باندې یې غواړم نذرانې ته د خوبانو
ځکه ستا تر سایې لاندې نن مزل کړم په سینه کې

حبیب الله تراب د څو ورځو له ژوند مخه ښه وکړه
د محبوب په مینه مست په مینه تلل کړم په سینه کې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x