افغانستان

ناټو: د دهمزنګ په برید کې ۴۵ پولیس افسرانو ته مرګ ژوبله اوښتي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، سلواغې ۱۲مه، ۱۳۹۴ ل): د پلازمېني کابل په دهمزنګ سیمه کې نن ماسپښین یوه بجه او ۴۵ دقیقې د عامه نظم پولیسو د مرکز په دروازه کې درنه چاودنه وشوه چې لسګونه پولیس افسرانو ته یې مرګ ژوبله واړول.

درنه چاودنه وروسته تر هغه رامنځته شوه کله چې یوه سرتیري بریدګر په ځان پوري تړلو چاودیدونکو توکو ته هغه وخت انفجار ورکړ کله چې ډیری پولیس افسران د مرکز په دروازه کې راټول شوي وه، د کابل د امنیه قومندانۍ د جنایې تحقیقاتو مشر فریدون عبیدي رسنیو ته وویل چې په چاودنه کې ۹ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په برید کې ۲۰ کسان وژل شوي او ۲۹ نور ټپيان دي، نوموړي په وژل شویو او ټپيانو کې د پولیسو شمېر نه دی په ډاګه کړی.

په همدې حال کې د بهرنیو ځواکونو قاطع ماموریت یوه اعلامیه خپره کړي، په اعلامیه کې راغلي چې دکابل د دهمزنګ سیمي په نني برید کې ۲۰ پولیس افسران وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي، همدارنګه اعلامیه وړاندي لیکي چې په په برید کې ۷ تنه ولسي وګړي هم ټپيان شوي دي.

د کابل په دهمزنګ سیمه کې د پولیس افسرانو مړي لېږدول کیږي
د کابل په دهمزنګ سیمه کې د پولیس افسرانو مړي او ټپيان روغتون ته لېږدول کیږي

د قاطع ماموریت اعلامیه پر داسي مهال خپریږي چې د کابل چارواکي په نني برید کې د پولیس افسرانو مرګ ژوبله ډیره ټیټه ښه یې او ډیری قربانیان ولسي وګړي بولي.

طالبانو د برید مسؤلیت منلی، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر پاڼه لیکلي چې د کابل په نني برید کې یې د څلوېښتو په شاوخوا کې پولیس وژلي او ټپيان کړي دي.

مجاهد لیکي چې برید کوونکی «محمد» نومیږي او د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x