نظــر

د ډاکټر عبد الصمد حامد په یاد – الحاج امام الدین ساپي

ګرانو لوستونکو ! دقلم له نوکې دغم اوښکې  دڅو کرښو په کښلو سره ديوه داسې شخصيت په اړه څڅوم چې دا اوښکې په رښتينې توګه زما د زړه د درد ښکاروندويه دي

( كه زړه ته زر تسله وركړم .سترگوليدلى حامد كله هيروينه )

گرانودوستانو ړومبى  غواړم دخپلې  ليوالتيا  په هكله دارواښاد ډاكترصيب عبد الصمد حامد سره تاسې  هم لږ اشنا كړم.

زما اشنايي له مرحوم سره د١٣٧٣ ل  كال څخه هغه وخت پېل شوه چې كله زه  ديودوست سره د ده كورته ورغلم دپيژندگلوي وروسته كله چې  دی زماد فرهنگي هڅوڅخه خبر شونومينه يې  نوره هم راسره زياته شوه اودا لړۍ  دې  پوړته ورسېده چې  په مياشت كې  به مويوله بل سره دغږمزي په وسيله اړيكي  نيولې  اوزه به  يې  دخبروليوال اوژوربه ورته غوږوم ، ډيرڅه مې ترې  د ځان لپاره توښه كړي دي اوپه دې مينځ مينځ كې  دطالبانو اسلامي  تحريك په گران هيوادافغانستان كې کامياب او اسلامي امارت جوړشو،كله چې  دطالبانوړومبنى  پلاوى المان ته راغى ،زما له كورڅخه دفرانكفورت په طرف رخصت شو نوبايد د مرحوم سره يې  ليدنه شوى  واى ځكه چې  دهغه ارزښتمنولارښوونوته اړتيا ليدل کيده اودطالبانواسلامي تحريك اومشرتابه ته دې  يو ريښتينى  مسلمان اوپه وطن مين شخصيت ووخوكله چې دافغانستان اسلامي امارت دوهم پلاوى بيا المان ته راغى  دتېرپه شان كله چې  زما څخه رخصت شول نوپه ماښام زما اود ده په ټيلفون  خبرې  وشوې ، ده غوښتنه وكړه چي زه ورځم اوورسره گورم خوساپيه! داسې  زمينه به  برابره كړې  چې  ځانته راسره كښيني نوماهم دطالبانومسئول هوتك صيب ته په ټيلفون خبروركړچې  مرحوم ډاكټرصيب غواړي دطالبانود پلاوي   له كسانوسره وگوري اوته به ورته يوه ځانگړي كوټه برابره كړي هغه په خوراء خوږه لهجه ډاډمن كړم چي څنگه د ډاكټرصيب امروي هماغسې  به وشي نوكله مې  چې  بيرته مرحوم ته ډاډوركاوه  نوپوښتنه مې ترې  وكړه چې  ډاكټر صاحب ستادكوراوفرانكفورت ترمنځ څه دبره دوه سوه  كيلومتره فاصله ده څوك شته چې  تاسې  ترهغه  ځايه ورسوي نوده راغبرگه كړه چي نه مگرپه اورگاډي كې  ځم اوهمداسې  وشول په اورگاډي كې ورغلى وواودگران هيوادافغانستان اوولس په برخه كې  چې  څه ضروري لارښونې  اوسپارښتنې  درلودې  هغه يې  ورسره شريكې  كړې  وې او بيرته كله چې كورته راورسيدنودشپې  لخواء يې  خپل كړي  مجلس زماسره شريك كړاوارزونه يي موثره وبلله خوويې  ويل كه عملي يې  كړي،  همدارنگه كله چې  طالبانودباميانودبوتانودنړولونيت وكړنومرحوم راته دتيلفون په كرښه امروكړچې  ساپيه ! دطالبانودمشرانوڅخه يوڅوك چي دپوره واك خاوند وي پيداكړه چې  زه يې  د دې  كارله بدوعواقبوڅخه خبركړم نوما سمدلاسه قندهارته   دمشرملاصيب دفترته تيلفون وكړاوهلته ملاعبدالجليل اخوندراسره مخ شو،ما  دمرحوم پيغام ورته ورساوه اوغوښتنه مې ترې وكړه  چي يوځل بايد دمرحوم ډاكټرصيب سره خبرې  وكړي هغه په ځواب كي راته وويل  ! ښه ده سباته  به د ډاكټرصيب سره په دې  هكله مجلس وكړم نوسباته  زما دټيلفون په  ليكه يوبل تن  سره خبرې وشوى ،چې  هغه زمونږمطلوب تن ملاعبدالجليل اخوندچې  دمشر ملاصيب مرستيال اوباصلاحيته كس وتشريف نه درلوداوخبره بلې  ورځې  ته پاتې  شوه نومونږچې  دبلې  ورځې  تابياكوله بوتان نړيدلي ول .چي په دې  كار دې  ډيرخواشينى شو اومايې  خواشيني  اوژورخفگان د ده دامر مطابق داسلامي امارت  مشرانوته ورساوه خوبياهم دښه نيت فضاء دامارت دمشرانوسره هماغسى  په ځاي  پاتي وه ، هغوهم ورته تراخره ديوښه مسلمان،ملي شخصيت،په وطن مين اودرښتيني  خواخوږي په سترگه كتل چي دمړينې  څخه يي يوه ورځ ورسته داسلامي امارت لخواء  د ده  دكورنۍ اودافغانستان دملت سره دخواخوږي پيغام (ايس،  سي،پي،ار،ډي)او(اسلامي امارت  له ويبپاڼولخواء نشرته وسپارل شوچې زه يي ټكي په ټكي تاسودوستانومخي ته ږدم. دهيواد دپياوړي ملي اوسياسي شخصيت ډاكټرعبدالصمدحامد دوفات په اړه  دطالبانو غمرازى  پيغام.

په ډيره خواشينۍ موخبرترلاسه كړچې   دهيو ادنامتوسياستوال،ملي اوتاريخي شخصيت  ډاكتر عبد الصمدحامدله دې  فاني نړئ سترگي پټې  كړې  (انا الله وانا اليه  راجعون)دافغانستان اسلامي امارت دنوموړي مړينه يوه لويه ضايعه گڼي اوپه دې   اړه خپله ژوره خواشيني څرگندوي ،اودارواښادله كورنۍ  ،دوستانواوټول ملت سره  په دي غم كي ځان شريك بولي ارواښاد ډاكترعبدالصمد حامدكه له يوې   خوانامتوسياستدان ،كارپوه اوڅيړونكي وو،خوله بلې  خواهغه دافغانستان دبشپړې  ازادۍ  اواستقلال غوښتونكي شخص هم ؤ،چې هريرغلګر يې  په ډيرمنطقي اومعقول  انداز غانده ،نوموړى  د افغانستان په سپيڅلې  خاوره دپرديواودهغوى  دلاسپوڅودسلطې  اوحاكميت كلك  مخالف ووهمدا لامل ووچې  دثوردكودتاوروسته په ١٣٥٧ ه ش كال زندان ته واچول شواوله دوه كاله بندتيرولوورسته ازاداوله هيواده په هجرت كولومجبورشو. دروسانود تيري په غندلوكې  هغه مهال لويديځورسنيوڅرگندونې  په شداومداوزغرده  خپرولې،خودامريكايي يرغل په وړاندې  دنوموړي څرگندونې اونظرته  لويديځوراډيوگانواورسنيوخاصه توجونه كوله له همدې  له امله  لويديځومطبوعاتودې  دروند شخصيت ته شاه كړه خوهغه پټه خوله نه كيناست  دافغانانوپه عامومحافلو،غونډواوليكنوكې  يې  پخپله دامريكايي يرغل همهغسې   غندنه وكړه لكه څنگه يې  چې  دانگريزاوروسيي يرغلونوغندنه كوله. نوموړي دخپل ژوند په اوږدوكې  دخپلورسمي اوعلمي بوختياوترڅنگ هميشه  دافغانستان اوخپلوخلكودخيرښيگڼې  اوهيواد ته دواقعي سولې په راگرځولوكې   كوشش كاوه. له نوموړي نه دكابل ادارې له خوا  څوځله غوښتنه وشوه چي ورسره كاروكړي  هغه په دي وجه ورسره ونه منله چي اوسني نظام يې  مشروع اودافغانستان  دخلكودگټوساتندوي نه باله . دارواښاد ډاكترعبدالصمدحامد مړينه دهيوادلپاره لويه ضايعه ده الله ج ديې  دهغه كورنۍ  اودوستانوته جميل صبراوستراجرونه ورنصيب كړي .  امين

دافغانستان داسلامي امارت وياند

قاري محمديوسف احمدي

 دالړۍ  همداسي روانه ووچي ٢٠٠١ع كال اودنيويارك برجونه ونړيدل اوپه غچ كې  يې  افغانستان اوپه كې  يې  پښتون باتورقام په نښه كړاواوسنۍ  غميزه پيل   اووطن اشغال شونود دې  ارواښادڅخه غوښتنې  پيل  شوې  اوالمان څخه بهريې  سفرونه درلودل اوكله به چې  بيرته راستون شونودوستانوچې به ترې پوښتنه وكړه هرڅه چې  به تيرشوي ول هغه به يې  دوستانوسره شريكول . كله چي روم ته دعوت شواوپخواني  پاچا ظاهرخان ورڅخه  دافغانستان په هكله  پوښتنې  وكړې  نوورته داسې  ځواب يې  ويلى  و چې  ديوسپين ږيري اومسلمان په صفت ستا تگ دامريكايانوترچترلاندې  مناسب نه گورم مگردارواښادخپل برداشت  داووچې  دپاچاپه خوا اوشاه كې  ډيردمقام اودولت وږي تږي راتاو ول اوپريكړه دنوروپه لاس وه دې ترتش لاس بيرته جرمني ته راستون شو. بيا د ده كورته دمختلفوملكونوپلاوي  تلل راتلل مگريوباصلاحيته پلاوى چې  د امريكا  څخه راغلى  وواودې  يې  مجبوركړچي بايد ولاړشي اوهلته په يولوړ دولتي پوست كې  كاروكړي نوده چې  هر رنگه دلايل وړاندې كړل مگردهغو ټينگارپه تگ باندي وبلاخره ارواښادورته وويل چې  داسي ده نوماته د دوه څيزنوضمانت راكولاي شئ

اول.كوم اوامر چي زما لخواء صادريږي هغه به مرعي الاجراء وي ؟دوهم.په كومه خونه كې  چې  زه كاركوم په هغه  خونه  کې به  هغه ستاسو دجوړكړي اتل عكسونه وجودونه  لري  ښكاره ووچي ځواب منفي واوپلاوى ترى ماڼيجن رخصت شوو. گرانولوستونكوتاسوته به عجبه ښكاره شي چي زه يي نه مامور،نه کوم  ژورناليست اونه هم ورسره په هيڅ توله كي برابروم مگردارواښاد دولسي ميني  اوعلمي روښنايې  هرسړي پخپل جال كي راگيراوه كه به كورته ورغلي نوفكردي  كاوه چي د ديرش څلويښتوكلونو دوستي دي ورسره تيره شوي ده زه به كله چي دكولن يامونشن گلډبخ خواته ولاړم نودارواښاد درناوي اوليدوته ورتللم ورستي ځل زه،ډاكترصيب همايون همت ،سراج الدين منگل اودري تنه نورودوستانوسره كورته ورغلودمجلس  كولوورسته موغوښتنه وكړه چي مونږبه رخصت شوومگرد ده دعادت له مخي په سړه سينه ،ارامه خوگياڼ لهجه راغبرگه كړه چي يوه كپله ډوډي به راسره وخورئ بيا به ځئ . په هرصورت دمړينې  لږڅه وخت مخكې مې  ورسره په ټيلفون خبري وكړي نو دتيرپه څيرمې  بيا دافغانستان دراتلونكي په برخه كې  وپوښته نوراته يي وويل  چې ساپيه ! ډيري وينې به تلي شي الله ج دي په دي مسلمان ملت ورحميږي  دادارواښادورستۍ  خبرې  زما سره وې  خوڅوورځې  ورسته مې  چي بيا ټيلفون وكړدكورنۍ  بل كس ځواب راكړچې  حامد په روغتون كې  دى  دعاورته وكړه چې  الله ج پر ې رحم وكړي خوورسته مې  په خواشينۍ  خبر ترلاسه  كړچې  ساه يې  حق ته سپارلې  اونورزمونږپه منځ كې  دابدلپاره نشته .

 انا الله انا اليه راجعون .

درنولوستونكو!

راځي چې د دعالاسونه الله ج په دربار کې  لپه كړو.

ياالله مرحوم حامدته په جنت فردوس كي ځاى  وركړه .

ياد دې د تل دپاره زمونږ په زړونکى تاند وسي .

په پښتنې مينه او درنښت

 الحاج امام الدين ساپي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x