د الله د مهربانۍ یوه بېلګه

ایمان وردګ-

رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: د قیامت په ورځ به د ټول عالم په مخکې یو کس راوغښتل شي، مخې ته به یې د بدیو او ګناهونو نهه نوي ( ۹۹) داسې لیستونه کیښودل شي چې د هر یوه لیست د اوږدوالي اندازه به دومره وي څومره چې د سترګو لید کار کوي.

د الله تعالی له خوا به سوال وشي: په دې ټولو ګناهونو او بدیو کې په کومه یوه هم اعتراض لرې؟  آیا زما فرشتو خو به کومه یوه زیاته نه وي درپسې لیکلې؟ بنده به ځواب ورکړي نه داسې نه ده.  بیا به سوال وشي: که د دې ګناهونو په اړه کوم عذر لرې او یا یې هم په بدل کې کومه نیکي لرې نو وړاندې یې کړه!

بنده به په ویره ویره ځواب ورکړي اې زما ربه!  نه کوم عذر لرم او نه هم کومه نیکي.   الله رب العزت به ورته وفرمایي:  ستا یوه نیکي زموږ سره ساتلې ده چې د هغې له وجې به نن ورځ په تا ظلم نه کیږي. بیا به یوه ټوټه کاغذ راوایستل شي چې  پرې لیکل شوي به وي ( اَشْهَدُ اَنْ لَّا اِلٰهَ اِلَّا اللهُ وَ اَشْهَدُ اَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُه وَرَسُوْلُه) بنده به عرض وکړي یا الله! د دې انبار انبار ګناهونو په وړاندې به ددې کاغذ ټوټه څه ارزښت وي؟  ځواب به ورکړل شي نن ورځ  به په تا ظلم ونه شي.

بیا به د ګناهونو هماغه نهه نوي ( ۹۹)  لیستونه د تلې په یوه پله کې او د کاغذ ټوټه  به په بله پله کې کیښودل شي،  د کلمې والا کاغذ به په وزن دروند وخیژي او د بنده ګناهونه  به وبښل شي. ( ترمذي ۲۸۵۰ سند حسن المستدرک: ۹ صحیح علی شرط مسلم)

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د