fbpx

د پښتنو سياست که پر پښتنو سياست

لیکوال: اورنګزیب کاکړ

د پښتنو دوه غټ قامي سياسي ګوندونه دي چي عوامي نيشنل ګوند او پښتونخوا ملي عوامي ګوند دي. دا دوو ګوندونو د پښتنو قامي مسلې په سر اخستني دعوه کوي، پښتون قام دوی په دې ناره د پاکستان پارلمان له استوي او د پښتنو د حق راوړلو هيله ورڅخه کوي، پښتونخوا ملي عوامي ګوند په جنوبي پښتونخوا کي اکثریت لري او عوامي نيشنل ګوند په خيبرپښتونخوا کي اکثریت لري.

دا دوه ګوندونه په څو څو واره ټولټاکنې ګټلي دي او دپاکستان و پارلمان ته تللي دي . دوی چي کله د پاکستان پارلمان ته ننوزي بيا له دوی هغه کیسې او وعدې هيري شي چي په کومو خبرو دوی د پارلمان سيټونه ګټلې وي. دوی په دې نارو پارلمان ته ځان رسوي وايې چي موږ به پښتنو له خپل حقوق راوړو پښتون قام به په دې ملک کي له نورو ترقي پسند قامونو سره برابره وؤ پښتنو ته ترقي ورکوؤ په پښتنو کي به سياسي شعور خوروؤ پښتنو له به نوي تعلمي ادارې جوړوو دپښتنو قامي مسله به حل کوؤ، دوی د ټولټاکنو له مخه ډېري نوريدعوې کوي او وايې چي ملايانو او نورو سياسي ګوندونو تاسي له څه درکړي موږ به تاسي له ډېر کار وکړو.
خو ډېر افسوس!!!! چي دوی د ټولټاکنو پس دا ټولي وعدې هېر کړي دوی بيا هڅوک نه وېني سترګې يې پټي شي اوکاڼه شي هڅوک نه اوري چي د پاکستان په وزارتي توره ګاډۍ کښې کښېني بيا دوی هڅ يوشې نه محسوسوي دوی بې حسه شي دوی صرف او صرف خپل کورنۍ او جېب او د پاکستان خزانه وېني ددوی وزارت صرف تر خپلو محدوده شي دوی د وزارت په لس ورځو کي خپل زوی او لور په غټه څوکۍ کښېنوي او څوک خپل خپلوان ټيکداران کړي او ټېکې ور اخلي څوک په ګوند کښې اختلافات راپورته کړي څوک اېزي لوډ بابا شي دوی صرف او صرف ځانځاني جوړه کړي وي. دوی د مظلومو پښتنو  خبره نه اوري نه پښتنو ته ځواب ورکوي چي دا ولي، نه د يو وزير د خلګو حق ور په يادیږي نه دوی دټولټاکنو پس يو جلسه يا د ګوند يوه غونډه کوي؛ نه خلګو ته سر ورخلاصوي چي دا ولي داسي دې د ټولټاکنو پس دوی موږ يو او بل اختر وېنو ولي چي دوی د وزارته بعد زياتره په اسلام آباد کي وي او يا د نورو ملکونو چکرونه وهې.

موږ که دوی په يوه خبره خبروو؛ نو موږ له دوی سره نه سو مېلاودای موږ به دوی په اخبار يا ټېليوزون خبروؤ . ځکه چي دوی بيا و خلګو ته نه راوزي دوی دپېسو په را غونډولو بوخت وي او يا د پاکستان و کرکټ ومېچ ته ناست وي، او د خوند خبره خو لا داده چي کله د دوی وزارتونه ختم شي او دوی وکورونو ته راستون شي بيا دوی له پښتون قام ورپه ياد شي او خلګو له راوزي او دا خبري کوي او دا عذرونه وپښتنو ته وړاندي کوي چي دا خو اسټبلشمينټ وؤ دا خو پنجاب وؤ چي موږ يې کار ته نه پرېښودو له موږ سره وفاق ښه نه وؤ ګېني موږ په اسمبلۍ کي په پښتو خبري و کړې. موږ  په پښتو حلف واخست موږ پښتو نصابي ژبه کړه موږ پښتنو له خپل ازاد وطن افغان وطن سره تعلق ښه کړو موږ  د تعليم دپاره بجټ زيات کړو،  موږ له کرپشن نه خلاص خلګ يوو.

خو افسوس

څوک د وطن په نوم شهيد سو
چاد شهيدپه نامه جوړ کړل محلونه

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د