«که د حکومت او دوستم ترمنځ شخړې او بې باوري همداسې پاتې شي، د حکومت لپاره به يې پايلې ډېرې خطرناکې وي.»

«که زموږ غوښتنې ونه منل شي، د حکومت لپاره به ناوړې پايلې ولري»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۱۳مه، ۱۳۹۴ ل): د ولسمشر اشرف غني لومړی مرستيال جنرال دوستم د خپلو غوښتنو او وړاندې د نه منل کېدو له امله د حکومت له چارو خاموش احتجاج کړی او په دولتي غونډو کې نه ترسترګو کېږي.

د جنرال دوستم فرهنګي سلاکار سلطان فيضي رسنيو ته ويلي، چې اشرف غني او د هغه ايتلافيان د امنيت او نورو اړوندو چارو په اړه د دوستم وړانديزونه او غوښتونې نه مني او له همدې امله دوستم د حکومت په چارو او غونډو کې له فعاليته لاس اخيستی.

سلطان فيضي وايي: «جنرال دوستم ولسمشر ته د امنيتي ستونزو د مخنيوي لپاره د د ملي امنيت رياست، دفاع او کورنيو چارو وزارتونو د ګډې همکارۍ غوښتنه کړې، چې د افغانستان دښمنانو پر وړاندې خپله دفاع په دغه ډول قوي کړي، مګر حکومت د نوموړي وړانديزونه په بدنيتۍ واخيستل.»

د ولسمشرۍ ماڼۍ سرچينې وايي، چې دوستم د امنيتي پلان د وړاندې کولو په ترڅ کې هڅه کوي، چې يو ځل بيا خپلې ملېشې فعالې کړي او د نويمو کلونو په څېر يو ځل بيا د ده خپلسرې ملېشې له خلکو سره «ناوړه او وحشي» چلند وکړي، مګر سلطان فيضي د چارواکو دغه څرګندونې «بې ځايه تورونه» بولي او ګيله من دی، چې د ازبکو په ګډون لږه‌کيو قومونو ته په حکومت کې مناسبه ونډه نه ده ورکړل شوې او له همدې امله ټول واړه قومونه ګيله من دي.

سلطان فيضي ګواښ کړی، که حکومت د جنرال دوستم غوښتنې ونه مني، دا به خطرناکې پايلې ولري.

«که د خلکو غوښتنې ونه منل شي، نو دوی به د خپلو حقونو لپاره لارو او واټونو ته راووځي او موږ د ګڼو ولايتونو او ګڼو سيمو پر امنيت مسقيم اغېز لرو.»

ولسمشرۍ ماڼۍ تر اوسه د جنرال دوستم د اندېښنو په اړه رسما څه نه دي ويلي، مګر د پېښو څارونکي وايي، چې حکومت د دوستم له ملېشو په وېره کې دی او فکر کوي، که د دوستم ملېشې قوي شي، کېدای شي، يو ځل بيا هغه کړنې تکرار کړي، چې د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب سره يې کړې وې.

کابل مېشتی ژورنالېست شاه حسين مرتضوي وايي، چې تېر کال اګست کې جنرال دوستم فارياب ته د طالبانو ضد جګړو لپاره تللی و، مګر هغه بې له کومو لاسته راوړنو کابل ته راستون شو.

د مرتضوي په وينا دوستم ولسمشر ته د خپلو باوري پلويانو اوږد لېست لېږلی، چې پر مهمو امنيتي او سياسي څوکيو يې وټاکي، مګر ولسمشر يې غوښتنې نه دي منلي او له همدې امله يې د حکومت غونډو او فعاليتونو کې له ګډون کولو خاموش احتجاج کړی دی.

شاه حسين مرتضوي وايي، چې له بده مرغه ولسمشر له خپلو با رسوخه پلويانو سره بې شمېره ژمنې کړې وې، چې اوس يې نه شي عملي کولای او له همدې امله جنرال دوستم او د هغه ملاتړي له ولسمشره خوابدي دي.

د جنرال دوستم وياند بشير احمد تيانج وايي، چې د دوستم پلويان او ملاتړي له نوموړي خوابدي دي او له هغه غوښتنه کوي، چې بايد پر مهمو دولتي څوکيو يې وټاکي او دوستم د همدې خلکو د پرله پسې فشار له امله دغه ډول غوښتنې او احتجاجونه کوي.

بشير احمد تيانج وايي: «که د حکومت او دوستم ترمنځ شخړې او بې باوري همداسې پاتې شي، د حکومت لپاره به يې پايلې ډېرې خطرناکې وي.»

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
تاج محمد
میلمه
تاج محمد

ایاطالبان صلحی ته ژمن دی?اوکه ژمن وی نو شرتونه یی سه دی !حکومت دطالبانوشرطونه منی اوکه نه.