افغانستان

د کندز سرپرست والي سکرتر ووژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۱۳مه، ۱۳۹۴ ل): کندز کې د سرپرست والي حمدالله دانشي سکرتر په يو وسله وال بريد کې ووژل شو.

د کندز ولايت وياند عبدالواسع باسل رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د سر پرست والي سکرتر محمد ظريف ظريف تېر ماښام شپږنيمې بجې د ناڅرګندو وسله والو له لوري ووژل شو.

افغان اسلامي اژانس د کندز امنيتي سرچينو له قوله وايي، چې محمد ظريف د امنيتي ځواکونو له لوري وژل شوی دی.

د سرچينې په وينا امنيتي ځواکونو محمد ظريف ته د درېدو اشاره وکړه، مګر هغه د پوليسو خبره ونه منله او هغوی پرې ډزې وکړې او ځای پر ځای يې وواژه.
د کندز ولايتي چارواکو تر اوسه د وروستۍ خبرې په اړه څه نه دي ويلي.

محمد ظريف د کندز اوسېدونکی و او له تېرو دوولسو کالو يې د کندز د مرستيال والي د سکرتر په توګه دنده ترسره کوله او له تېرو څو مياشتو راهيسې د سرپرست والي حمدالله دانشي سکرتر هم و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

غم یی مه کوه ، دا حال د دوی په لوی او کوچنیو غلامانو راروان دی ، ښه شو خپل وار یی خلاص کړو ، که پاتی وی د لا ډيرو بی عزتیو او تر دی زیات ذلت سره به مخ وی ، که طالبانو وزلی وی ورته ښه وو ، څه نوم خو به یی شوی وی دا چه دوی وایی چه دخپلو پولیسو له لاسه ووزل شو ، دایی بل شرم او بل ذلت شو ، چه د دوی ترمنځ څومره بی نظمی او بی بروایی ده ، لا به سکرتر صاحب د شرابو او له نشه توکو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x