fbpx

عدالت – جبران خلیل جبران

ژباړه : میوند محمد جمال

يوه ورځ د باچاه په قصر كې ډېر لوى دعودت و. په دغه دعوت كې د دغه هیواد وزيران او نور لوړ چارواكي او معتبر میلمانه راغلي وو.

ناڅاپه يو كس چې خپله سترګه يې په خپل لاس پټه نيولې وه شهزاده ته راغى. ټول ميلمانه ورته حيران شول  ځکه د هغه له سترګي وینې څڅیدلې، كله چې شهزاده د دغه كس كالي (جامې) په وينو ولېدلې نو د دغه نه يې پوښتنه وكړه :

دا ولې؟

هغه ځواب وركړ.

شهزاده! زه يو غل يم او بيګاه شپه چې سپوږمۍ لا نه وه راختلې او تياره وه زه د صراف کور ته  د غلا كولو په نيت ووتم خو  په غلطۍ كې  د صراف د کور پر ځاي د خیاط  کور  ته ورغلم، څه وخت چې د خیاط كور ته د كړكۍ په لاره ننوتم نو د ډېرې تيارې له امله ما  هیڅ  نه لېدل او زما سترګه د خیاط له قیچي  سره ولګېده او اوس مې دا حال دى.

اى شهزاده! زه اوس د دغه حادثي  له امله  له تاسو نه  د عدالت غوښتنه کوم .

كله چې شهزاده د غل دغه خبرې واورېدې نو سمدستې  يې  خیاط را وغوښت او حكم يې وكړ چې د خیاط يوه سترګه  دې  وويستل شي.

خیاط وویل: اى شهزاده! ستاسو دا فيصله چې زماسترګه دې و ویستل شي په سترګو منم ، خو ای عدل کونکیه  شهزاده ! زه چې كوم كار كوم هغه په يوه سترګه نه كېږي، ځكه زه  بايدد کالیو ګنډلو  په وخت كې د ټوټي دواړو خواوو ته  وګورم زما يو  ګاونډى موچي دى چې د هغه دواړه سترګې روغې دي او هغه ته په خپل كار كې د دواړو سترګود استعمالولو  ضرورت نشته، بلكې هغه خپل كار په يوه سترګه هم ښه په اسانۍ سره كولى شي.

كله چې شهزاده دا وارېدل هغه موچي راوغوښت او د هغه يوه سترګه يې وويستله او دغسې د عدالت او انصاف غوښتنه پوره شوه.

 د مجنون كتاب ۲۹ او ۳۰ مخونه او د مناجاة ارواح کتاب ۱۸ صفحة.

==

د ژباړن نا چاپ اثر :

دخلیل جبران غوره لیکنې او ویناوې

څخه

===================

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د