نظــر

عروس البلاد غزنی او جفاکار تکنوکراتان (!)

پرون / حمل ۲۴ مه  په غزني کې هغه نړیوال جشن پیل شو، چې په لړ کې به یې دغه ناوې ښار ( عروس البلاد ) داسلامي تمدن دپایتخت په حیث رسما وټاکل شي ، خو غزنویان او ناغزنویان  ټول په یوه خوله وایي چې  ( مرګ په تکنوکراتانو   ) چې غزني ته ددې امتیاز دورکړې  له تاریخ  ۲۰۰۷ م کال راپدیخوا بیا ترننه پورې د پنځو کلونو په موده کې یې نه یوازې   ددې اسلامي ثقافتي پلازمینې هیڅ خدمت ونکړ ، بلکې دعروس البلاد غزني په نوم چنده کړې  پیسې یې هم ترخپل منځ سره حیف او میل کړې .

په عامه عرف کې که کوم ماشوم دماما کور ته ځي هم نو یوڅه په ځان ګوتې وهي او پاکې جامي اغوندي ، که د ځوان یا پیغلې   دواده  مناسبت وي ، محصل ته دسند یاعلمي رتبې دورکړې مناسبت وي او یا دطالب دفراغت او دستاربندۍ  مناسبت وي ، داسې ورځې چې په عمر کې یوځلې راځي ، که څوک هرڅومره غریب هم وي ، په دې ورځ یوڅه ځان تیاروي ، نوې جامې اغوندې ، ترڅو خپله خوشالي په ښه حالت کې ولمانځي .

زموږ  ناوې ښار ( عروس البلاد ) غزني ته هم په خپل  اوږده ژوند کې پنځه کاله وړاندې همداسې یو فرصت او امتیاز ورکړل شو ، ترڅو دغزنوي امپراطورۍ دا تاریخي پلازمینه خپل تاریخي برم ولمانځي ، هغه غزنویان چې په یوه وخت یې آسونه  له ګنګا او کسپین بحیرې څخه اوبیدل ، هغه سلطان محمود  چې دعمر ډیره برخه یې دآس په شاه او دمعرکو په تودو میدانونو کې تیره کړه ، څه کم زر کاله وروسته  لاهم دتاریخ له حافظې نه دی محوه شوی ، او مسلمان امت  یې د قدر په ځای کولو په دود دامناسبه بولي ، چې دامپراطورۍ مرکز  یې  دڅو کلونو لپاره داسلامي تمدن پلازمینه وټاکي .

خوکه په نړۍ کې ددې تاریخي ښار قدرپیژندونکي شته ،ددې ښار په وړاندې  جفاکاران  هم لږ نه دي ، چې ښایي په تیرو څوکلونو کې به ټولو  ښه پیژندلي وي .

داسلامي نړۍ کلتوري مؤسسې  آی سیسکو پنځه کاله وړاندې غزني ته دا امتیاز ورکړ ، ترڅو په ۲۰۱۳ م کال کې غزني خپل دې تاریخي جشن ته اماده شي ، مګر دغزني او کابل چارواکو ددې په ځای چې په غزني کې عملي کار وکړي ، دغزني په سر یې سوداګرۍ او پیسو راټولولو ته مټې رابډوهلې .

دا پنځه کاله موږ اورو  چې حکومت په همدې نامه چیغې وهي او دغزني دبیارغونې په نوم پیسې ټولوي ، حتی څو اونۍ  وړاندې خو دغزني والي اکبرزاده  په دې چنده پسې پکتیا ته هم تللی وو او دګردیز دیوشمیر عامه غریبو خلکو  په مخ کې یې څادر غوړولی وو ، ترڅو ورسره دغزني لپاره کومک وکړي ، خو له دې  ټولو مرستو او کومکونو سره سره غزنی لا هم هماغه  وران غزنی دی ، چې  دبالاحصار برجونه  یې هر کال یو یورا نړیږي  ، او دموزیم له زړې ودانۍ څخه یې ډيران جوړ شوی .

په غزني کې داسلامي دورې ترټولو تاریخي او ارزښتمن  اثار هغه دوه ستر منارونه دي چې دښار شمال ختیځ کې موقعیت لري  ، خو حکومت په تیرو پنځو کلونو کې نه دی توانیدلی چې دغو دوو منارونو ته دورتګ لاره  په اساسي ډول جوړه کړي ترڅو ترې خلک ننداره وکړي ، په داسې حال کې چې دغزني جشن رارسیدلی  او پیل شوی ، دغزني چارواکي لګیا دی په عاجله توګه ددغو مینارونو لارې جوړوي ، او د تاوخانو تیږې ( تبۍ ) ورباندې ویړوي.

غزني ۳

 دغزني ددوو تاریخي منارونو ترمنځ پیاده رو لاره چې په عاجله توګه د تاو خانو په ډبرو باندې جوړیږي

چارواکي وایي غزني ته دورکړل شویو پیسوتردریمې برخې  کمې مصرف شوي دي ، خو دا نه ده معلومه چې دوی دغه پیسې په څه شي لګولې ، ځکه په ښار کې دبدلون او تعمیر هیڅ نوې نښه نه معلومیږي ، هغه اثار چې دوی یې دجوړولو دعوه کوي  ، کتونکي یې کار دکیفیت په لحاظ خورا کمزوری او حتی تاواني بولي ، ځکه لرغوني اثار په مسلکي ډول  دمسلکي کسانو لخوا نه دي ترمیم شوي ، بلکې عادي خټګرو  ورباندې ګِل مالې چلولي دي .

دغزني بیا رغونه

دغزني له اثارو سره دشوې جفا نغد مثال  – هغه تاریخي خښتې چې چې دسلطان مسعود نوم ورباندې حک شوی ، چارواکو په څومره بې غوره او غیرمسلکي توګه په نورو خښتو کې لګولي

دا چې ځایي چارواکو او دکلتور وزارت منسوبینو ددې ښار په اړه تاریخي جفا او بې غوري کړې ، ددې ښار په تاریخي مراسمو یې هم اغیزښندلی ، ویل کیږي چې دجشن په دې مراسمو کې دایران دفرهنګ له وزیر پرته بل هیڅ لوړپوړي بهرني چارواکي ګډون نه دی کړی ،  دغه راز بهرني میلمانه هم نه ترسترګو کیږي .

غزنی ۲

 دفرهنګ چارواکو داځای هم ددې لپاره راخرلی ترڅو یې نړیوالو زائرینو ته دیوه تاریخي اثر په توګه ورښکاره کړي ، نه پوهیږو تکنوکراتان دغزني به تاریخ ملنډي وهي که یې لمانځي ؟؟

 دکابل  ډیری چارواکي دکلتور دوزیر مخدوم رهین په ګډون ځانونه تکنوکراتان  بولي ، یعني  په کارپوه خلک ، مګر دغزني او دهیواد په لراوبر کې له ګڼو نورو پروژو څخه معلومیږي چې دوی په کارپوه نه بلکې یوازې په غلاوو  او لوټمارۍ پوه خلک دي ، چې حتی دیوه تاریخي ښار په نوم راټولې شوې پیسې هم له هیواد بهر خپلو بانکي حسابونو ته لیږي  .

نن دکرزي درژیم نږدې لس تنه وزیران غزني ته تللي ، ترڅو دغزني جشن ولمانځي ، مګر نه پوهیږم چې دوی به ددې تاریخي  ښار ،  ځمکې او اسمان ، ړنګو دیوالونو او نسکورو برجونو ته په کومو سترګو ګوري  ، که  د غزني دې جفاکارانو دوجدان په نوم کوم څه درلودلای باید په دې ورځ یې دغزني په خوا مخ هم نه وای ګرځولای .

خو له دې ټولو جفاکاریو سره تکنوکراتان حضرات  د تل غوندې په دې برخه کې هم خپلې واورې دنورو په بامونو اچوي ، دفن سالارانو محور ورځپاڼې په خپله نننۍ لیکنه کې دغزني په مسئله کې لومړی طالبان پړه بللي او ورپسې  یې د نااهله چارواکو نوم یاد کړی .

محورخېلو تاسو خو په یوه تیره ګڼه کې فرمایلي وو چې افسانوي پاڅونیانو / اربکیانو  مو طالبان  د غزني له مرکز نه ۱۰۰ کیلومتره لرې دناوې ولسوالۍ ته ټيل وهلي دي ، اوستاسو په خبره  په یوه کونج کې یې ایسار کړي ، اوس څنګه  اټکل کوئ چې طالبانو به له دومره لرې مصافې دغزني په پرمختګ او شاته تګ باندې اغیز کړی وي ؟؟

تکنوکراتانو لطفا  خپل . . .  په نورو مه تاوانوئ ،  اولس پوهیږي  چې  چا دغزني په نوم سوداګري وکړه او په پوره بې شرمۍ یې یو تاریخي ویاړمن فرصت هم دخپلو شخصي خیټو دډکولو لپاره یرغمل کړ .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x