نړۍ

عمران خان: د افغانستان او پاکستان د ترينګلو اړيکو پړه پر پاکستان ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۱۳مه، ۱۳۹۴ ل):د پاکستان ملي اسامبلۍ کې د اپوزيسيون غړی او خيبرپښتونخوا ايالت کې واکمن د پاکستان انصاف غورځنګ مشر عمران خان وايي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تريګليو اړيکو او بې باورۍ پړه پر پاکستان ده.

عمران خان اسلام اباد کې د امريکا غږ راديو خبريال ايازګل سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې د سیمې وروستيو نا امنيو او ناخوالو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه او پر طالبانو يې هم غږ وکړ، چې د سولې بهير لپاره بايد مخامخ خبرو ته کيني.

عمران خان د پاکستان او افغانستان پر حکومتونو غږ وکړ، چې د خپلمنځي بې باوريو او کشالو د ختمولو لپاره د باور فضا رامنځته کړي او په ګډه د دواړو هېوادونو د امنيت او پرمختګ لپاره کار وکړي.

«زه په دې خبرې اندېښمن يم، چې د افغانستان او پاکستان اړيکې سره ترينګلي دي، پاکستان تل د افغانستان په چارو کې لاسوهنې کړي، چې له امله يې د دواړو هېوادونو اړيکې خرابې شوي دي.»

په عين حال کې عمران خان هيله وښوده، چې که د دواړو هېوادونو چارواکي له زړه هڅې وکړي، نو د دواړو هېوادونو اړيکې بېرته سمېدای شي.

«د پاکستان له لوري افغان چارو کې د مداخلې له امله خلک له پاکستانه کرکه کوي او دواړه حکومتونه بايد د دغې کرکې د له منځه وړلو لپاره په ګډه هڅې وکړي.»

عمران خان وايي، چې طالبان بايد د جګړې له لارې ژر تر ژره د خبرو مېز ته کيني.

ښاغلي خان د سولې اړوند د څلور اړخيزې وروستۍ ناستې په اړه خوښي څرګنده کړې او ويې ويل، چې افغان حکومت بايد طالبانو سره د واک شريکولو لپاره پرېکړه وکړي او له هغې وروسته بايد امريکا هم له افغانستانه ووځي.

«زه افغانستان کې د سولې لپاره هيله من يم، مګر امريکا د خپلو مخالفينو د ځپلو لپاره له زور او قوت څخه کار اخلي.»

عمران خان سيمه کې د داعش فعاليت ته په اشاره وويل، چې دا ټول پر عراق د امريکايي يرغل مستقيم اغېز دی او دا به طالبان سياسي بهير کې له برخې اخيستو نهيلي کړي.

«کېدای شي پخوا طالبان د سولې خبرو ته په اسانه تيار شوي وای، مګر زه فکر کوم، چې طالبان به اوس له کمزوري دريځه خبرو ته زړه ښه نه کړي.»

عمران خيبرپښتونخوا کې له افغان کډوالو سره د پوليسو له لوري د ناوړه چلند په اړه وويل، چې دا پېښې پېښور کې پر پوځي ښوونځي او د تېرې جنوري په شمله پر باچاخان پوهنتون له بريد وروسته زياتې شوي او لامل يې دا دی، چې دغه ترهګريز بريد په افغانستان کې پلان شوی وو.

د عمران خان په وينا پوليس ډېری له هغو افغانانو پوښتنې او تحقيات کوي، چې پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

عمران وايي، چې دی د هغو خلکو پر ضد دی، چې له پاکستانه د افغانانو په زور وېستلو غوښتنه کوي.

«پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو لامل څرګند دی؛ ځکه چې هلته حالات سم نه دي، هېڅوک بايد افغانان بې ځايه تنګ کړي او هېڅوک نه شي کولای، چې افغانان په زوره له پاکستانه وباسي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

عمران خان ماته د پاکستان د نورو غلامانو پر تله مالګی اوبه دی ، یعنی غلام دی مګر دا چه دغلامی تجربه ډيره نه لری نو د نورو پرتله ورته زه کریدت ورکوم ، مګر د پاکستان په نامه سیاست مداران او چارواکی یو هم د دی وړ نه دی چه د یو ښه او خپلواک مسلمان باور ورباندی وشی . دغه اوس خبری یی هم ډيری محافظه کارانه او د اینلی د مار په شان کړی ، لکه دی چه وایی چه طالبانو سره باید هغه وخت خبری شوی وی چه هغوی په کمزوری دریځ کی وو ، اوس… نور لوستل »

جبران خلیل

ښاغلې که سه هوم دومره دینداره نه دې بیا هوم هغه ایماني غیرت پکښی شته دې ، ډیر داسې کارونه یې کړي چې یواځنې نیت یې انسانیت او غریب وولس ته د ګټې رسولو نیت و او دې ، سره د دې وس ښاغلې ډیر محتاط دریځ زکه خائ چې ورته پته د چې ائ ایس آئ څومره شیطانه اداره د ، نو د هغې سره سم سیاسي چلند کوي نور یې هرځائ کښی امریکه مخالف دریځ خپل کړې که سه هوم احتیاط پکښی څرګند وي ، ددینه علاوه یو ډیر بشر دوسته سړې دې او په مظلومانو باندې ډیر… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x