شعـــــرونه

غزل – بشير وصال

له ژونده ســــــره پام کوه تمام درځیني نه شي

ګډوډ دشپو اوورځوروڼ نظام درځیني نه شي

ګړنګ ګړنګ دي لاري هرقدم ږده په احتیاط
پـــــه بله تللي لاره باندی ګام درځیني نه شي

دوخت دهرطاغوت سره به خیال ساتې ملګریه
درشوي ارزښــــتونه دي لیلام درځیني نه شي

وعده دالـستودی ده دزړه په سپین کتاب کی
ساته چیرته دی هیره اوناکام درځینی نه شی

دخدای دپاکی مینی په څپیړه یې مخ شین کړه
شیطان وهه چی پاته هیڅ ارام درځینی نه شی

وصال ته لاره جـــــــوړه کړه دحسن مزی واخله
لاځوان یې لاپیاوړی وخت نهام درځینی نه شی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x