افغانستان

په درزاب کې طالبانو ۳ اربکیان مړه او ۶ ژوندي ونیول

د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې تیره شپه طالبانو داربکیانو په یوه پوسته برید کړی ، چې په جګړه کې ۳ اربکیان وژل شوي او پاته ۶ ژوندي نیول شوي ، دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد  وایي نیول شوي اربکیان زخمیان دي ، طالبان وایي په دې جګړه کې یې ۱۰ کلاشینکوف ، یوراکټ ، څلور مخابرې یوه توپانچه اونور وسائل هم غنیمت کړي دي .

طالبان وایي جګړه دشپې یوه بجه پیښه شوې اونیول شوي اربکیان تراوسه ورسره دي ، پخوا چې کله طالبانو ته کوم عسکر ژوندي په لاس ورغلي نو تر توبې او ضمانت وروسته یې بیرته سلامت خوشي کړي لکه یوه میاشت وړاندې یې چې په بدخشان کې او تردې پخوا په لغمان او نورو ځایونو کې لسګونه  نیول شوي افغان عسکر ژوندي خوشي کړي ، که ددرزاب اربکیانو کوم معلوم جنایت نه وي کړی کیدای شي طالبان یې دخپلو اصولو له مخې بیرته خوشي کړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x