دوکتور محمد مجمد ابو موسی

د اسلامي ثقافت اصيل فهم – اوومه برخه

ويناوال: دکتور محمد محمد ابوموسی – د نقد او بلاغت معاصر امام

ژباړن: احمدالله احمدزی

په تېره برخه د اسلامي ثقافت او غربي کلتور ترمنځ د ټکر په اړه خبرې وشوې او دا هم وویل شول، چې مستشرقين او د هغوی لاس پوڅي ولې له عربي علومو او اسلامي ثقافت سره دښمني کوي. په دې برخه کې د پرديو علومو او ثقافتونو د لوست هدف او طريقه ښيي، چې پردي علوم بايد په خپل فکر او عقل ولولې، نه د پرديو په عقل او فکر.

د پروګرام چلوونکی پوښتنه کوي، چې ستاسې موخه دا ده، چې مسلمان بايد هر څه ونه لولي؟ دکتور ابو موسی وايي، چې نه نه، هېڅکله نه. الله تعالی موږ ته لارښوونه کړې، چې د کافرانو په قول لمونځونه وکړو. قرانکريم کې راځي، و قالوا لن نؤمن لك حتی تفجر لنا من الارض ينبوعا… بل ځای راځي راځي لقد کفرالذين قالوا ان الله ثالث ثلاثة تر اخره همداسې نور ايتونه…

انسان د خپل کار او ارادې په اړه خپلواک دی او که خپلواک نه وای، نو د انسان د کړنو جزا او سزا به نه وه، مګر دلته بايد يو توپير او فرق وي، هغه دا چې هر څه لوله، خو لوست په دوه ډوله دی. اول دا چې لوست وکړم، د دې لپاره، چې دا ليکوال څه فکر کوي او دوهم ډول لوست هغه دی، چې لوست د دې لپاره وکړم، چې زه هم بايد د ليکوال په څېر فکر او د ژوند طريقه خپله کړم. که تا د دې لپاره لوست او مطالعه وکړه، چې د ليکوال په څېر فکر وکړې، ځان دې په ړوند تقليد اخته کړ، خپل ځان او راتلونکی دې ويجاړ کړ او زه له داسې مطالعې او لوست سره سخت مخالف يم؛ ځکه چې دا ډول لوست زما عقل را تباه او بربادوي. لوست بايد د دې لپاره وي، چې موږ بايد په دې پوه شو، چې دا خلک څه وايي، د دې لپاره نه، چې دوی څه وايي، هماغه خبرې موږ هم وکړو.؛ ځکه که هماغه څه مې ومنل او خلکو ته مې هم وويل، چې ليکوال يې وايي، نو بیا خو زه يو طوطي غوندې يم، چې پردۍ خبرې له فهم او درايت پرته نورو ته نقلوم.

دا اوس، چې د روشنګرۍ په نوم کومې ډلې اسلامي نړۍ کې فعاليتونه کوي، دا د طوطيانو ډلې دي، چې د خپلو خبرو په عمق نه پوهېږي او دا به کوم عاقل ومني، چې امتونه او ولسونه د طوطيانو په غږونو پرمختګ کوي؛ ځکه چې دا ټولې پردۍ خبرې او پردۍ مفکورې دي. زه د پرديو خلکو هر ډول کتابونه لولم، په ادب او نورو ټولنيزو موضوعاتو مې د ګڼو غربي ليکوالانو کتابونه لوستي؛ ځکه چې زه له لوست او مطالعې سره مينه لرم، مګر دلته يو جدي توپير په کار دی، هغه دا چې ته لوست کوې او که پردۍ خبرې هوبهو نورو ته نقل کوې. د علامة زمحشري رحمه الله «زوکړه-۴۶۷ه وفات۵۳۸ه» کتاب ربيع الابرار ونصوص الاخبار کې د عربانو خبرې ډېرې کمې دي،بلکې د يونان، هندوانو، فارسيانو او نورو ګڼو ولسونو خبرې په کې راخيستل شوي دي. زمحشري او نورو ټولو اسلامي علماوو د بشريت پر ثقافت څېړنې او بحثونه کړي او په دې اړه يې ډېرې پراخې مطالعې کړي دي، مګر کله به يې چې علوم جوړول، نو بنسټ به يې عربي او اسلامي علوم او ثقافت وو. زمحشري د ربيع الابرار په اړه وايي، چې دا کتاب يې د زده کوونکو لپاره ليکلی، چې د تفريح پر مهال يې ولولي او طبيعت يې پرې برابر شي. په دغه کتاب کې کيسې، مثالونه او نور خواږه ټولنيز شيان راټول شوي دي.

دلته لنډه خبره دا ده، چې ته بايد په پردي کلتور او ثقافت کې ويلې نه شي، ته بايد په سلو کې لس سلنه پردي علوم ولولې او نوي سلنه بايد د خپلو علومو، کلتور او ثقافت په اړه څېړنې او بحث وکړې؛ ځکه دا ستا کلتور دی او ستا مسووليت همدا دی، چې دې علومو کې ته نور پرمختګ ورکړې، تجديد يې کړې او دا هم ستا مسووليت دی، چې علوم او ثقافت نورو نسلونو ته ورسوې. زه په خپله له هغه شاګرد سره تکليفېږم، چې پراخه او هر اړخيزه مطالعه نه کوي، مګر د مطالعې شرط بايد په ذهن کې ولرې، هغه دا چې ته بايد پوه شې، چې دا خلک څه فکر کوي، نه دا چې ته د هغوی په څېر خبرې وکړې او د هغوی په څېر فکر وکړې. ړوند تقليد مې ډېر بد ايسيږي او زموږ علماوو موږ ته دا لاره راښوولې ده. امام شافعي رحمه الله به فرمايل: «تقليد کوونکي خلک مسکينان دي.» يعنې دا خلک په هر څه کې بل ته اړ دي او له خپل عقله کار نه شي اخيستئ. زمحشري به هم ويل، چې تقليد کوونکی انسان د پمنې ووزې په څېر دی، چې د باران لاندې ولاړه وي.

دا اوس، چې د روشنګرۍ، ماډرنيزم او نورو نورو ورته نومونو باندې څه روان دي، ټول د پټو سترګو تقليد دی او زما زړه دا هېڅکله نه شي منلی، چې زه دې خپل ځان په پردي فکر او پردي غږ پرمختللی وبولم. ما د ډېری غربي مفکرينو، مستشرقينو او پوهانو اقوال او خبرې لوستي، مګر ستا په ګډون هېڅ شاګرد به له ما د دغو خلکو خبرې نه وي اورېدلي؛ ځکه چې د دوی کتابونه ما د دې لپاره نه دي لوستي، چې نورو ته يې ورسوم، بلکې د دې لپاره مې مطالعه کړي، چې پوه شم، دا خلک څه فکر کوي. زه تل د زمحشري،سيبويه، عبدالقاهر جرجاني او نورو علماوو خبرې شاګردانو ته وايم.

د پروګرام چلوونکی پوښتنه کوي، چې دکتور ابوموسی خو د نورو ثقافتونو د لوست او مطالعې په اړه دا وايي، چې بايد داسې ونه نه لوستل شي، چې ته بايد د هغوی په څېر فکر وکړې، بلکې د دې لپاره ولوستل شي، چې ته پوه شې، چې دا خلک څه فکر کوي، مګر ګڼ تاريخ پوهان وايي، چې اسلامي او عربي ثقافت او علوم د فرس او يونان د فلسفې او علومو په برکت پرمخ ولاړل او اوسنی حالت يې د يوناني فلسفې داحسان پوروړی دی.

دکتور ابو موسی وايي، دا خبره ډېره مهمه ده او زه تل خپلو شاګردانو او دوستانو ته وايم، چې د اسلامي ثقافت په اړه له پرېکړې وړاندې بايد اسلامي ثقافت په دوو زمانو ووېشو؛ د ښکېلاک له راتلو وړاندې اسلامي ثقافت او اسلامي نړۍ ته د غربي ښکېلاک له راتلو وروسته حالت؛ ځکه چې د استعمار وجود اسلامي نړۍ کې د اسلامي ثقافت په تاريخ کې جلا کوونکې نقطه وه. اسلامي علما، پوهان او څېړونکي بايد په دې اړه ژور فکر وکړي او په ځانګړې توګه د ښکېلاک له راتلو وروسته د ښکېلاکګرو جعلکاريو ته متوجه شي؛ ځکه د ښکېلاک تر چتر لاندې مستشرقينو زموږ په اسلامي ثقافت کې ډېر جعلي شيان داخل کړي دي. د ساري په توګه ما مخکې هم ويلي، چې د غربي ښکېلاک له راتلو وړاندې ټول امت پر دې متفق و، چې جاهلي شعر له قران او سنت وروسته تر ټولو غوره بيان لرونکی شعر دی، مګر ښکېلاکګرو په دې اړه خپلې جعلکارۍ په مسلمانانو کې خپرې کړې او په دې اړه يې ډېرې ناوړې خبرې پيل کړې.

همدغه شان دا خبره، چې اسلامي علومو او ثقافت د يوناني فلسفې په برکت پرمختګ وکړ، دا خبرې د ښکېلاک له راتلو وروسته پيل شوي او مخکې دا ډول خبرې چا نه وې کړې او دا ټولې د ښکېلاکګرو خبرې دي، چې اوس يې مسلمانان هم تکراروي. ما په خپله د خپلو اوسنيو او پخوانيو علماوو ټولې خبرې لوستي او له ښکېلاک وړاندې هېچا دا خبره نه ده کړې، چې ګواکې اسلامي علومو او ثقافت د يوناني فلسفې له ترجمې وروسته پرمتخګ کړی دی، بلکې زموږ ټولو علماوو به د مامون په اړه ويل، چې «غفرالله له» د دې جملې منعا دا ده، چې مامون دا غلطي کړې وه، چې د يونان فلسفې يې عربي ته وژباړلې او د اسلامي امت علما له دې ترجمې خوښ نه وو له همدې امله يې د رحمه الله پر ځای مامون باره کې ويل، چې غفرالله له. که غواړې، چې پر دې خبره ښه پوه شې، نو د ابو حيان التوحيدي الامتاع والمؤانسة کتاب ولوله او همدا رنګه د سعيد الصرافي څېړنې ولوله، چې هغه د دغو ژباړونکو په اړه څه ويلي او هغوی يې په کوم نوم معرفي کړي دي. ابو حيان التوحيدي د دغو ژباړونکو په اړه وايي، چې ډېری يې يهودان، زنديق، مجوسيان، مسيحيان، بوت پرست او ملحدان وو. همدې کسانو به ژباړې کولې او خپل ژوند يې دې ژباړو ته وقف کړی و. زه په خپله دا وايم، که رښتيا هم اسلامي علومو او ثقافت د يونان فلسفې له برکته پرمختګ کړی وای، نو دغو ژباړونکو به په دې اړه يو څه ويلي وو کنه.

هوښيار او پوهه لوستونکی پوهيږي، چې اسلامي ثقافت ټول له يو بل سره تړلی، يو د بل برخه ده. دغه مستشرقين او ښکېلاکګر وايي، جې عبدالقاهر جرجاني د يونان دی. اې زما وروره ته خو په خپله اسلامي ثقافت ولوله. د اسلامي ثقافت ټول علوم يا د عربو پخوانيو ويناوو نچوړ دی او يا هم د پخوانيو علماوو له خبرو او څېړنو راوتلي دي. څوک دې ما ته وښيي، چې د شيخ عبدالقاهر يوه خبره يوناني وي. انساني عقلونه په ډېرو شيانو کې سره متفق کېدای شي. د ساري په توګه ما مخکې هم وويل، چې د ايلوت خبرې په ډېرو شيانو کې د امام شافعي رحمه الله خبرو ته ورته دي او ما هېڅکله دا نه دي ويلي، چې ايلوت له امام شافعي رحمه الله غلا کړې. دا طبعي خبره ده، چې څوک د بشريت په ثقافت کې څېړنې کوي، کېدای شي دغه ډول ورته پايلې ته ورسيږي. همدغسې امام شافعي رحمه الله په خپله زمانه کې دې پايلې ته رسېدلی و او ايلوت هم ور رسېدلی دی.

دا خبره هېڅ د منلو نه ده او نه هم د ښکېلاک له راتلو وړاندې چا دا خبره کړې، چې اسلامي علومو د يوناني فلسفې په برکت پرمختګ کړی دی او که دا خبره رښتيا وای، نو د يوناني فلسفې ژباړونکو به دا خبرې ليکلې وې.

بل پلو د اسلامي امت علماوو هغه مهال له دې ژباړو سره سخت مخالفت ښوولی او دا يې د اسلامي علومو او ثقافت په زيان بللې وې. لکه څرنګه چې د دغې فلسفې ژباړونکي يهودان، مجوسيان، عيسيان، زنديقان او ملحدين وو، همدا رنګه دې خبرو ته هوا ورکوونکي هم د لومړي ځل لپاره مستشرقين او د هغوی په لاس روزل شوي خلک وو.

لکه پخوا مو چې وويل د لومړي ځل لپاره مستشرقينو پر جاهلي ادب نيوکې پيل کړې او بيا يې نورو روزل شوو کسانو دا خبرې په خپلو نومونو دلته کولې ورپسې يې د اسلامي ثقافت په اړه هم دغه خبرې پيل کړې، چې دا هر څه د يوناني فلسفې له برکته دي.

د دې ټولو دسيسو او تورونو موخه دا وه، چې اسلامي علوم او ثقافت د پرديو تر تاثير او احسان لاندې وښيي. دوی همدا وايي، چې اسلامي ثقافت د نورو ثقافتونو له برکته پرمختګ کړی دی او دا خبرې ټولې هغه مهال رامنځته شوې، چې غربي ښکېلاکګر له مستشرقينو سره اسلامي نړۍ ته راغلل. جيب مستشرق به ويل، چې «اسلامي عقل يوازې او يوازې په معلومو شيانو کې حرکت کوي او د ورکو علومو او بندو دروازو پر وړاندې بيا اسلامي عقل پاتې راغلی دی.» جيب دا خبره ځکه کړې، چې مسلمانان او اسلامي علوم په خپله څه نه لري او د يوناني فلسفې په رڼا يې پرمختګ کړی دی او اسلامي ثقافت د يونان په رژېدلو هډونو پرمختګ کړی دی.

دکتور ابوموسی وايي، چې ښکېلاکګرو او مستشرقينو دا خبرې د څه لپاره کړي او موخه يې څه ده؟

دا ټولې هڅې د دې لپاره دي، چې راتلونکي نسلونه هر څه د خپلو معارفو پر ځای له مستشرقينو واخلي. دوی به درته وايي، چې راځه زما په عقل او نظر پرمختګ وکړه؛ ځکه ستاسې مشران او پلرونه هم زموږ په عقل او فلسفې پرمختللي وو او دوی دا خبرې کوي، څرنګه چې زما مشران ستا پر مشرانو د پرمختګ احسان لري، همدا ډول تاسې هم اړ ياست، چې زموږ په لارښوونه پرمختګ وکړئ.

زه ټولو ته چيلنج ورکوم، که هر چا د استعمار له راتلو وړاندې داسې خبره پيدا کړه، چې اسلامي علومو د يونان فلسفې له امله پرمختګ کړی، نو هرې ملامتيا منلو ته تيار يم.

نور بيا…

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د