پښــــتو ادب

زورکی

اتل مشواڼی

په پښتو ژبه کې د واوېلونو پېژنده له څو خواوو کيږي،يعنې د خپلواکو غږونو شننه کې د وينګ ځينې غړي برخه اخلي،چې د دې اوازونو د ويلو پر مهال بېلابېلې دندې تر سره کوي.په نورو ټکو د يوه خپلواک غږ د ادا پر همال درې غړي خوځون کوي،ژبه چې له ښکته پورته يا له پورته لاندې خواته حرکت کوي،بل يې له شانه مخته حرکت دی.ژامه چې د خپلواک غږ د ويلو پر مهال سسته يا ټينګه بڼه لري.بل غړی چې د واوېل ويلو پر مهال يې بڼه بدليږي شونډې دي،چې د ځينو پر ويلو ګرد او پر نورو ناګرد شکل خپلوي.

لیکوال: اتل مشواڼی
لیکوال: اتل مشواڼی

زورکی چې په فونيمکې ابڅې کې يې دا(∂) نښه ده،د ژبې د حرکت له مخې له پورته څخه ښکته خوا کې منځوال او له مخکې څخه وروسته خوځون کې منځنی دريځ لري.د اداينې پر مهال يې ژامه سست اکر لر ي او شونډې هم پکې ناګردې وي.زورکی د وييو په منځ او پای کې راځي،په سر کې د راتګ ځينې بېلګې يې په کندهاري ګړدود کې موندلی شو،هغه هم د زور پر ځای هلته زورکی راځي لکه: اباګنۍ / abägan∂y / په کندهارۍ لهجه کې /bägan∂y∂/ ويل کيږي. خو په منځ و پای کې ډېر کاريږي،بېلګې يې هم پرېمانه دي.څو بېلګې يې دلته راخلو: کشر /k∂š∂r/ پای بېلګې: زړه/zr∂/،ښه/ğ∂/ واښه/wäğ∂/ نور….

زورکی د عادي غږ تر څنګ،په ځينو ځايونو کې ګرامري چارې تر سره کوي،چې د نورو په پرتله پکې ډېر لنډون ښکاري.د ډېرګړو روستاړو په برخه کې درې ډوله نومونه جمعه کوي،هغه نومونه چې يو څپيز وي او بېواک پای ولري لکه: غل( غله ، مل( مله/∂/،مړ( مړه /∂/، خر( خره /∂/….

بل ډول هغه نومونه دي،چې د منځ خپلواک (و،ی) يې پر الف اوړي او په پای کې يې زورکی راځي او ډېرګړې بڼه خپلوي.دا جمعه دوه بڼې لري،ځينو کليمو کې يوازې د وييو په منځ کې زور پر زورکي اوړي او ډېرګړې بڼه خپلوي،چې دې ته منځخپلواک ونج وايي،ممکن په نور ژبو کې بېلابېل واوېلونه پر نورو واوړي او جمعې رامنځته کړي؛خو په پښتو کې يوازې دا ډول بدلون د زور او زورکي تر منځ پېښيږی،هغه هم زور پر زورکي اوړي. لکه: دښمن/d∂şman/ پر /d∂şm∂n/ ،شتمن /štaman/ پر/štam∂n/، ټوپک/topak/ پر/top∂k/ اوړي او د جمعې بڼې خپلوي.دا ډول جمعه د ګر/gar/ په فاعلي روستاړي کې ځانګړی رول لري،ګر په پښتو او دري کې فاعلي روستاړی دی،چې په کومو وييو پورې ونښلي فاعلي بڼه ورکوي،هغه بېلښتي فاعلي نومونه چې دا روستاړی يې جوړوي،کره جمعه يې يوازې د (ګر) دننه زور پر زورکي بدلېدو سره کيږي.چې ځينې ليکوال يې پر ان سره جمعه کوي،د ويلو او سپما دواړو له مخې ښه نه برېښي، مثال: موږ بزګران ليکو په داسې حال کې چې بزګر/g∂r/ هم لنډ دی او هم له قاعدې سره سمون لري،بايد همدا لنډ ډول يې دود شي،نورې بېلګې يې داسې دي: خټګر/gar/(خټ/g∂r/،بنسټګر /gar/ بنسټ/g∂r/ ،بلوسګر/gar/( بلوس/g∂r/ او نور….. په لنډ ډول ټول بېلښتي(اشتقاقي) نومونه چې په پای کې ګر روستاړی ولري د ګر زور چې پر زورکي واوړي جمعه ترې جوړيږي،چې د منځخپلواک ونج بېلګه ده.

بل ډول جمعه،چې د زورکي پر مټ کيږي،د کليمو د منځ واوېل پر الف بدليږي او په پای کې يې زورکی راځي.مثال: پښتون (پښتانه/∂/،شپون(شپانه/∂/ دلته (و) پر الف اوښتی او په پای کې يې زورکی راغلی. تريخ (تراخه/∂/، تريو(تراوه/∂/ ،زيږ(زاږه /∂/ دلته /ي/ پر الف بدل او په پای کې يې زورکی راغلی. د کليمو په اوښتې بڼه کې د نغوتنومځرو اوښتې بڼې هم جوړوي.مثال: هغه/a/(هغ/∂/، دغه/a/(دغ/∂/، دغه/a/ هلک وايي. دغه/∂/ هلک وويل.

د کړونو(فعلونو) په برخه کې زورکی د فعل د سټې او روستاړي تر منځ اړيکه ټينګوي، چې زيار يې کړتړ بولي.راځم/m∂/،راغلم/m∂/ او نور….ښايي په پښتو ژبه کې زورکی نورې دندې هم تر سره کړي.دا فونيم په پښتو ژبه کې ډېر کاريږي،خو بيا هم په اوسني ليک کې نښه نه لري، په مينځ کې ګرسره ليکلې بڼه نه لري،او په پای کې پر(ه)،چې د درېوو غږونو زور،هې او زورکي لپاره کاريږي ښوول کيږي.اوسني ليک کې د زړه/a/، زړه/∂/، دغه/a/، دغه/∂/،او نورو تر منځ فرق نه کيږي،چې ستونزې يې پيدا کړي په ځانګړي ډول د هغو کسانو لپاره د دې کليمو دقيق لوست مشکل دی،چې پښتو يې خپله ژبه نه وي او غواړي پښتو زده کړي.لکه چې وويل شول په منځ کې هېڅ نښه نه لري،خو په اوسني ليک کې يوازې په پای کې د زورکي د انځورول چانس شته او پر دې اړه کار هم شوی،چې لا پوره دود نه دی.

د همدې ربړې د حل لپاره په باړه ګلۍ پرېکړه کې چې پر ۱۹۹۰ کال په سوات کې جوړه شوې وه،دا وړانديز شوی وه،چې زورکی دې په پای کې د هې پر سر همزه/ۂ/ سره وښوول شي. او زور دې پر همدې بڼه پاتې شي.که څه هم په دې پرېکړه کې د ښه غوراوي تر څنګ ځيني خام تړونونه هم شوي وو،لکه نرمه يا د اردو په تقليد پر دې نښې (ۓ) سره ښودل،چې له وړاندې يې دلته کره او دود شوې بېلګه وه،بيا هلته د کليمو په منځ کې زورواله /يا/ د اوږدې /يا/ په څېر ليکل کيږي،هغوی خيبر/ xaybar/،خېبر ليکي، که څه هم دلته (بره پښتونخوا کې) د زوروالې /يا/ لپاره د کليمو په منځ کې ځانګړی ګرافيم نه شته او په منځ کې څرګندې /يا/ په څېر ليکل کيږي،خو پای کې بېله نښه لري.ځينې نورې پريکړې هم شوي،چې د غور وړ دي؛خو د زورکي په برخه کې که چېرې پام وشي،بې ځايه پرېکړه نه ده؛ځکه که چېرې همداسې ومنل شي او زورکی د کليمو په پای کې په دې/ۂ/نښې وليکل شي،چې هلته يې ورته ټاکلې؛نو په دې برخه کې به مو نيم سلنه ستونزې هوارې کړي وي، پاتې شوه په منځ کې د نه انځور مشکل،ښايي د وخت په تېرېدو سره هغه ته هم د حل لار پيدا شي يا به همداسې ناهواره پاتې وي،خو دا دليل نيول چې دې پرېکړې سره يوازې د پای مسله حليږي او د منځ هغه بيا هم پاته ده،موږ يې ځکه نه مونو يا لږ تر لږ نه کارو،ښايي سمه نه وي.اوسمهال په اوسني ليکدود کې لږ سمون هم لوی غنيمت دی،بايد بابېزه و نه ګڼل شي.

که همدا ومنو او زورکی د باړګلۍ په پيروۍ وليکو؛نو د زور او زوکي توپير ښه ترا چوتيږ،پاتې شوه د هې برخه چې په پای کې د زور سره په ورته بڼه ګرافيم لري،ممکن بله لار ورته وټاکو،په کوزه پښتونخوا کې د دې تورپير هم دود شوی. د کليمو په پای کې هې پر دوسترګې هې(ھ) ليکي.که دا هم را خپل کړو،د کليمو په پای کې به زور،زورکی او هې هر يو ځانته نښه پيدا کړي،هسې هم هې د کليمو په پای کې د زور،زورکي په پرتله ډېره نه راځي که همداسې په اوسني شکل پاتې شي ډېره ستونزه نه جوړوي؛خو د زور،زورکي ګډون په لوستلو کې لويه ستونزه ده،بايد ورته د حل لار پيدا شي يا د وړاندې شوو لارو پيروي وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x