ټکنالوژي

لمر سافټوير

اغا ملوک سهار

کله چې زموږ ښوونځی وتړل شو، ۱۲۵۰ زده کوونکو څخه زه له یو بل ملګری سره د کلي نه د غزنې ښار ته راغلو. زه د ښوونځې د دوام لپاره کابل ته راغلم ، او ملګري مې د کار لپاره ایران ته ولاړ. په دوه نیمو کلو کې مې پلار ۲۰۰۰ افغانی خرڅ را کړ. ما په لیلیه کی ګوزاره کوله، په ښونځی کې تر پایه اول نمره پاته شوم،د درې کلنو نمبرې مې۹۷٪وې، چې وروسته ما کابل پوهنتون ته لاره پیدا کړه.

د ښوونځي په دوران کې مې هم يو فورمول جوړ کړ. کله چې زه پوهنتون ته راغلم، ماسره د یوه نوښت فکر وو. خپلی هڅي مې پیل کړې،په داسې حال چې اقتصادي حالت مې ډېر خراب وو. د چپټرونو د اخیستو لپاره مې هم پیسې نه لرلې. پنځه لس میاشتو عملي هڅو وروسته مې دا سافټویر جوړکړ.دا سافټویر مې د افغانستان له مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژی وزارت سره مې شریک کړ. له څیړنی وروسته دا جوته شوه چی دا یو نوی سافټویر ده، چې تر اوسه نده را منځ ته شوي. د معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د نړيوال بانک په مالي مرسته ماته دوه زره امریکایی ډالره جایزه را کړه. له دی وروسته د پخوانۍ ولسمشر د بنسټ له خوا ماته دري زره ډالره جایزه را کړل شوه.

دا سافټویر چې یو انټرنیټي سافټویر ده او د موبایل دولت دارې لپاره ده او کولای شې په خصوصي سکټور کي ورڅخه ګټه واخستل شې. فیسبوک، ټویټر، سکایپ،… ددی سافټویر یوه برخه ده.د ګټی اخستی لپاره لمړی باید اکوونټ جوړولوته اړتیا ده. او اکوونټ یونیق ده یعنی چې هیڅوک نشي کولای له یوه اکوونټ څخه اضافه بل اکونټ(حساب ) جوړ کړي. ځکه دا اکوونټ د برښنایې تذکرې په وسېله جوړېږي. هیڅ ددی امکان نشته یو کس دې له یوه څخه اضافه یا په مستعار نوم اکوونټ جوړ کړي.

د ننوتلو(لوګین) لپاره درې پارامرونو ته ضرورت لری اول د تذکری نمبر دوهم د ګټه اخیستونکی نوم او پټ کوډ د دې سافټویر خدمتونه په دوو برخو ویشل شوی دي:

۱:- بیړني خدمتونه: دلته ډاکټر، پولیس ، اطفایه ، امبولانس. چې څلورو واړو ته په ویډیو ، غږیز، او لیکلي بڼه کولای سې وړیا اړیکه ونسئ.

۲:- دوهمه برخه ټولنیزه : د دې سافټویر دوهمه برخه کې چې هم د دولت والي او ټولینز خدمتونه شته.

۱- ټاکني: دا برخه د ټاکنو ته ځانګړې شو . د ټاکنو په ورځ به ستاسو موبایل ته رایه راځي، او تاسو کولای سې چې يوازې یوه نوماند ته رایه ورکړي. او یو ځل ګولای شې رایه ور کړي. د هغه نوماند چې رایه یې ډېری وي د هغه دایروي ګراف په هغه اندازه لوی ښکارېږي او د هغه نوماند نوم د لیست سر ته راځي. چې دا بهیر هغه ورځې ترپایه لیدلی شې او لحظه په لحظه دا ګراف اولیست اپډیت کیږې. د ورځي تر ختمیدو له مخه به هرچا ته پایله معلومه وي.

د لمر سافټوير د ټاکنيزې برخې مخپاڼه
د لمر سافټوير د ټاکنيزې برخې مخپاڼه

۲- کانکور: دلته د کانکور اړوند ټولې اړتیاوو ته ځواب لیدلای شې. کوم کسان چې د کانکور ازموینه ور کړه د موبایل له لاري نوم لیکنه کولای شې. په هغه ورځ د هغه زده کوونکی موبایل ټابلیټ یا ایپډ ته چې ده ازموني په ساحه شتون ولري، هغه ته پوښتنه راځي، که هغه د ازمویني له ساحې څخه د باندې وې، هغه پوښتني نه را ځې، ځکه دا (
local traffic system ده )

هره پوښتنه مشخص وخت لري. د وخت له ختمیدو سره هغه پوښتنه ډیټابیس ته ځي، اوبله پوښتنه راځي همدا لړۍ تر وروستي پوښتني پوري همداسې دوام مومي.

د وروستي پوښتي وخت له پای ته رسیدو سره دهغو نمبری درته ښیی چی کومی پوښتنی چی تا په سم ډول حل کړی وي.

۳-ټولنیزه برخه: دلته ګټه اخیستونکی کولاي شي چی پوسټ وکړي چی ډیسکلایک هم لري، ، د ملګرتیا غوښتنه ولیږی، خبرتیا تر لاسه کړي، له ملګرو سره په لیکلی ، غږیزه ، او ویډیو بڼه اړیکه ونیسی. د اوونی نظر ولیکي،… هر څوک نشی کولای چی ځانته پاڼه یا ګروپ جوړ کړي.

۴ جابسیکریا دنده پیداکوونکی : دلته چی کومی دندی د اعلان لپاره ور کړل شوی دی، ټول هغه کسان چی ورته اپلای کوی، په اتومات ډول هغه شارټلیست کوي. چي په شخصی ډول هیڅوک په کی لاسوهنه نشی کولاي، چی خوښی وړ کس له نوماندانو څخه وټاکي.

ایمیل: دلته د ایمیل ټولی اسانتیاوی شته.

بانک: له دی ځای ګټه اخستونکی هغه بانک چی دي پکی خپل حساب لري، خپله غوښتنه استوی. که بانک له خوا تايید شی. ګټه اخستونکی کولای شی چي د موبایل له لاری بانکی چاری ترسره کړي. لکه د پیسو لیږل ، غوښتل،…

۵-ډاکټر: ګټه اخیستونکی کولای شی له لري ځاي څخه د اړتیا وړ ډاکتر دلته وپلټی په ویډیویی ، غږیزه له ډاکټر سره اړیکه ونیسی. هر څومره دقیقی چی له ډاکټر سره خبري وشوي، د ګټه اخیستونګی له اکوونټ څخه په هغه اندازه پیسي ګرځي او دا ډاکټر اکوونټ ته اضافه کیږي.

ډاکټر په لیکلي بڼه د پیغام له لاري ناروغ ته نسخه لیږيدلته د دوو شیانو شتون احساسیږی اول د بدن د تودوخي، او دوهم ده ويني فشار چې ددي دواړو لپاره ګرځنده الي شته. هر چیرته پلورل کیږي.

هوايي ډګر: دلته د هواي شرکتونو لپاره حساب جوړیږي. شرکت خپلی ټولی خبرتیاوی، خدمتونه له کټه اخیستونکو سره شریک کوی.دا سافټویر بریښنایي تذکره او اقتصادي امکانات د نه شتون له امله انلاین نده. چې له حقوق یې یوازي زه برخمن یم.په لمر سافټویر کی ډیری نوری برخي شته لکه ښوونځي، پوهنتون،مفکوره، کونډ،موبایل کریډیټ، انلاین پوهنتون،… چې دلته یې سپړل ګرانه ده. دا سافټویر اوس کراس پلټپارم ده یعنی هم په موبایل ، ټابليت، کمپیوټر کې ترې ګټه اخستل کیږی. د دې سافټویر له بشپړیدو سره به زه د بیډیو( سپښتې، چې دري کي ورته بوجل وایې) په لوبه کار پیل کومه چې د افغانانو یوه پخوانۍ لوبه ده چې اوس مخ په مړه کېدو ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x