افغانستان

افغانستان د نشه یی توکو په استخدام کی هم لومړی مقام وګاټه

نن ټکی آسیا: افغانستان د نړی په کچه لومړی هیواد دی چي د نشه یي توکي کري، او تولیده وي یې، ځکه چي د نړی 90 سلنه افیون د همدې هیواد څخه تولیدیږي.

د افغانستان د 35 میلیونو نفوس څخه لږ تر لږه یو میلیون خلګ اوس په نشه یی توکو لکه افیون، هیرویین، چرس او نورو خطرناکه نشیی توکو روږد دي، چي په دې توګه افغانستان د نړی په سطحه لومړی هیواد دی چي نشه يي توکي تولیده وي، او نه یوازي تولیده وي یې، بلکي ددغه خبیثو موادو په استعمال کي هم تر نورو ګړندي دي.

د بي بي سي په یوه راپور کي ویل شوي چي د افغانستان پلازمنیه کابل اوس د نشيانو پلازمینه ګرځېدلې.

افغانستان ته د امریکایانو د راتګ وروسته داسي ګمان کیده چي هغه غربي نړی چي ټوله عمر به یی د افغانستان د نشه یی توکو او تاریاقو د کرهني په ضد پریکړي کول، او د افیونو او هیریینو د تجارت څخه به یې سر ټکوی، اوس به افغانستان ددغه خبیث بوټي د کرهڼي څخه وژغوري، خو برعکس د امریکایانو تر تسلط لاندي سیمو کي د تاریاکو کرهڼه په څو چنده زیاته سول، یوازي دا نه بلکي د هیروینو تولید، کورني او بهرني مارکیټ ته یې رسیدل تر بل هر وخت اسانه سول.

ځیني داسي راپورونه هم سته چي د کرزي د حکومت لوړ پوړي چارواکي په دغه تجارت کي ډیر لوی لاس لري، او هم د امریکايي ځواکونو مشران قومندانان او جنرالان په لوړه کچه نشه يي توکي تر امریکا او نوري نړی رسوي.

ویل کیږي چي په هیواد کي دننه د نشه توکو رواجول د افغاني تجارانو له خوا په لوی لاس کیږي، ځکه چي د هغوی لپاره اوس هیرویین بهرني او خاص بیا غربي هیوادونو ته لیږدول تر بل هر وخت مشکل دي، ځکه چي پر هغه لاره باندي اوس د امریکايي فوځ جنرالان کاروبار کوي، او نه غواړي چي د اسانه او ډیرو پیسو پيدا کولو دغه لاره پر ځان وتړي، او یایی له بل چا سره شریک کړي.

د بی بي سي د راپور سره سم د افغانستان حکومت د نشه یانو د علاج لپاره یوازي دوه اعشاریه دوه (۲.۲) ملیونه ډالره کلنۍ میزانیې ایښې، چي هر نشيي ته د کاله یوازي دوه ډالره رسیږي، او حال دادی چي هر نشيي د ورځي د دوو څخه بیا تر شپږ ډالرو هیروین استهلاکه وي.

د راپور پر اساس ویل شوي چي یوازي بی کاره او بی کوره خلګ نه دی چي په نشي توکو روږد دي، بلکي ترجمانان، ډاکټران، معلمین، انجینران هم له دغه نشې څخه نه دي خلاص.

باید وویل شي چي ددې تر مخه د طالبانو د واکمنۍ په وخت کي هغوی په دې توانیدلی وه، چي په افغانستان کي تر خپل کنټرول لاندي سیمي د تاریاکو د کرهڼي څخه سل په سلو کي پاکي کړي، او په خپلي ټولي ناداری، سیاسي او اقتصادي بندیزونو کي توانیدلی وه، چي په نشه یې توکو روږدو په زرګونو کسانو علاج وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x