Arbak01010

اندړ، اربکیان او غلاوې

محمد انور افغان

شاوخوا درې کاله د مخه د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د طالبانو پر وړاندې سیمه ییز پاڅون وشو، دغه لړۍ له دې سیمې پیل بیا د هیواد تر نورو سیمو پورې ورسېده، سیمه ییز پاڅون د اربکیانو د رامنځ ته کېدو لپاره خورا ښه چانس وه، له دې جریانه وروسته په دې ولسوالۍ کې اربکیان را منځ ته شول.

په دې ولسوالۍ کې د سیمه ییز پاڅون د یو شمېر مشهورو څېرو له مرګ وروسته ملي امنیت د سیمه ییز پاڅون له ملاتړه لاس په سر شو، په سیمه کې نور واک د اربکیانو شو، د اربکیانو تشکیل له چرسیانو، لچکانو، زانیانو، یا هم له غلو رامنځ ته شوی، دا هغه خلک دي چي زموږ د ټولنې د اوږو بار دی، خو اوس همدغه خلک زموږ په سیمه راج چلوي، دوۍ له ډېرې مودې را هیسي د اسلامي او انساني اصولو خلاف هغه کړه وړه تر سره کوي چي بیخي مخینه هم لا نه لري، څو نيږدې میاشتې مخکې هم د خلکو پر ناموس باندې د تیرې خبرې یې تر رسنیو لا را ورسېدل، په عمومي لارو د خلکو شکول او لوټول او د بې ګناه خلکو وژل خو یوه عادي مسله وه چي لا هم ده، خو اوس اوس په دې ولسوالۍ کې د اربکیانو له لورې د خلکو له کورونو د غلاوو مسلې خلک په تنګ کړې.

په سیمه کې د اربکیانو له لورې هغه خلک ډېر ځورول کېده چي اقتصادي وضعیت به یې نسبتً ښه وه، د دې سیمې ډېری خلک له هیواده بهر په سعودي، ایران یا هم پاکستان کې په کار بوخت دي، کله به چي بیرته خپل کورونو او سیمې ته را ستانه شول اربکیانو به په بېلابېلو بهانو نیول او پیسې به یې ترې اخستې، د اربکیانو دا ډول کړو وړو هغه خلک اړ کړل چي خپله سیمه پرېږدي، غزني او یا هم کابل ته لاړ شي.

له دې چارې وروسته اوس پر اربکیانو ټولې لارې بندې شوې او دې ته اړ شوې چي د خلکو له کورونو غلاوې وکړې، د سیمې ځایي اوسېدونکې وایي چي اوس موږ هر شپه پر خپلو کورونو باندې په خپله پهرې کوي ، دغه مسله د اندړو ولسوالۍ تر امنیه قومندانۍ پورې رسېدلې خو داسي ښکاري چي حکومت هم د اربکیانو له کنټروله عاجز دی.

دا په داسي حال کې دی چي شاوخوا یوه میاشت د مخه د غزني امنیه قومندان امین الله امرخیل هم د اربکیانو د منحلېدو غوښتنه کړې وه خو ویل کېږي چي د غزني پخوانی امنیه قومندان زاهد الله زړور د دې ولسوالۍ د اربکیانو ملاتړی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د