نظــر

په ډنډ غوري کې څه روان دي؟؟

خیرالله شينواری

له هغې ورځې چې حکومت د بغلان په ډنډ غوري کې عملیات پیل کړي له سیمې څخه راته مختلف ځوانان د پیغامونو له لارې جزیات راکوي او د شدیدې جګړې راپورونه رارسېږي.

په تېره یوه هفته کې حکومت له درې خواوو په غوري او شهاب الدین عملیات پیل کړې چې په پیاده، توپ خانه او هوایي قواوې شاملې دي، د جګړې لومړۍ درې لیکې د باغ شمال ساقي، نیاز الله او قورغان غونډۍ مخې ته پرتې دي.

لیکوال: خیرالله شینواری
لیکوال: خیرالله شینواری

حکومتي قواوې چې د پیاده پرمختګ لپاره د زمینې مساعدولو په خاطر کومه درنه توپ کاري د سمټ خانې له غرونو، د غول پیکر ټانګونو په واسطه د قورغان له غونډۍ او د سرخ کوتل له غره د هوانونو په واسطه پیل کړې یواځې او یواځې ملکي سیمې او کلي په نښه کوي، سیمییز خلک وایي چې د حکومت توپ کاري او هوانونه د دوی په کورونو، جوماتونو او ښوونځیو کې لګېږي او بس.

د درقد او حسین خېلو څخه راته سیمیزو ځوانانو وویل چې د کلي خلک یې د درې خواو څخه په بمبارۍ کې ګیر دي او د وتلو هېڅ چانس نلري، حکومتي ځواکونه له خلکو سره په یو ډېر بد چلند کې واقع دي او د مقابل طرف د ماتې زور له ملکي خلکو وباسي.

همدا پرون له سیمې تازه احوال داوه چې مازدیګر مهال حکومتي قواوو حتی د وزیر آباد بلاکونو په شا او خوا درنه بمباري کوله چې ټول سیمییز خلک پکښې مېشت دي، مونږ حیران یو چې دا رسنۍ او معلوماتو ته د لاسرسي هغه چیغې او سورې څه شوې چې دې خلکو به وهلې.

لاندې انځورونه ښيي چې په ړندو توپونو او هوانونو د کلو جوماتونه، کورونه او نور ګڼ ملکي تاسیسات سخت زیانمن شوي او دغه حالت لا هم روان دی.

حکومت به له خپل ولسه د ملاتړ څه طمع ولري او یا ولس به له حکومته د خوښۍ او رضایت څه بهانه په لاس ولري چې داسې یو حالت یې پرې روان ساتلی وي.

زړه خو مې هغه وخت ډېر و دردېد چې د دغو ځوانانو له جملې راته یو د خدای په امانۍ پر وخت داسې کلمات ولیکل “خدای دې وکړي چې تاسره د بیا اړیکې لپاره ژوندی وواسم”

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اخترمحمد گیلانی

سوک داوای چه دا ملی زواکونه دی نه ملی اردو شته نه ملی پولیس اونه هم ملی امنیت ؟
تاسی هغه راپور ولولی چه دکلاب منگل او نورو له خوا وریاست جمهوری ته ورکول شوی دی هلته لیکل شوی دی چه په عسکری قطعاتو کی 99% منسوبین دیو ه قوم پوری مر بوط دی داجنگ د طالب او حکومت جنگ نه د ی داد پشتنو دکورونو او مزکو دورانولو او دپشتنو دورکو لو جنگ دی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x