افغانستان

په ګوانتنامو کي د بندیانو او ساتونکو تر منځ اخ او ډب را منځته شوی

د امریکا دسمندري ځواکونو یوه جنرال ویلي چي د ګوانتنامو زندان ساتونکي نن په زور د بندیانو هغو پنجرو ته ننوتلي چي په کښي په اجتماعي شکل ځیني بندیان ساتل شوي وه، او هغه بندیان بیرته انفرادي کوټو ته ولیږدول شول، تر څو د بندیانو له خوا د ډوډی نه خوړولو اعتصاب چي د فروري د میاشتي څخه یې پیل کړي، په زور ختم کړي.

جنرال رابرټ دورانډ ویلي چي پنجرو ته د ورننوتلو په وخت بندیانو د ساتونکو سره مقاومت وکړ، چي له کبله یې هغوی دې ته اړل سول چي پر بندیانو غیر قاتلې څلور ډزي وکړي، خو زیاته کړې چي نه په بندیانو کي او نه هم په ساتونکو کي څوک سخت ټپي شوی دی.

نومړي ویلي چي د زندان ساتونکو وروسته تر هغه دا قدم پورته کړ، کله چي زندانیانو خپل د پنجرو کړکۍ وتړلې، او هغه کامرې چي ددوی پنجرې دننه څخه څاري، د هغو مخه یې ونیول.

نومړي ویلي چي د زندان په هغه سیمه کي دا واقعه را منځته سول، چیري چي 43 بندیانو د ډوډی د نه خوړلو اعتصاب اعلان کړی، او نه پریږدې چي ساتونکي ددوی پنجرو ته دننه خوراک ورسوي، او زیاته کړې، چي په هغو کي 11 کسان داسي دی چي اوس مهال ورته په زوره د پزي له خوا د پیپو په واسطه خوراک ورکول کیږي.

باید وویل شي چي د ګوانتنامو د زندان بندیان د تیر فروري د میاشتي څخه هغه وخت د نه خوړلو اعتصاب پیل کړ، کله چي امریکايي ځواکونو ددوی په مخ کي د قران کریم سپکاوی وکړ، او د هغوی ځیني شخصي شیان یې ضبط کړل.

باید وویل شي چي په دغه زندان کي شاوخوا 166 کسان د تیرو لسو کلونو راهیسي بندیان دي، چي اکثره یې د افغانستان څخه بیول شوي دي، چي په هغو کي 86 داسي کسان دي چي خپله امریکایي چارواکو ویلي چي دوی ته هیڅ خطر نه لري، او باید خوشي کړل شي، خو بیا هم تر اوسه د نړی په سطحه په تر ټولو وحشي زندان کي ساتل شوي دي.
باید وویل شي چي په 2009 کې د امریکا ولس مشر اوباما امر صادر کړی وو، چي په یوه کال کي دننه دننه باید دا زندان وتړل سي، خو تر اوسه هم دا پریکړه نه ده عملې شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x